امنیت

په پاکستان کې د فرقه ایزو بریدونو په شمول په تروریزم کې کمی راغلی دی

د عديل سعيد لخوا

د پاکستان رینجرز او استخباراتي کارکوونکي په لاهور کې د اګست په ۱۶ مه د تحریک طالبان پاکستان تروریستان ميډيا ته وړاندې کوي. هغوی دغه شکمن کسان په ټول پنجاب کې نیولي ول. د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو اغېزمن ګامونو په ۲۰۱۷ کال کې د تروریستي پیښو کچه راټيټه کړې ده. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

د پاکستان رینجرز او استخباراتي کارکوونکي په لاهور کې د اګست په ۱۶ مه د تحریک طالبان پاکستان تروریستان ميډيا ته وړاندې کوي. هغوی دغه شکمن کسان په ټول پنجاب کې نیولي ول. د راپور له مخې، د امنیتي ځواکونو اغېزمن ګامونو په ۲۰۱۷ کال کې د تروریستي پیښو کچه راټيټه کړې ده. [د پوځ د عامه اړيکو دفتر]

پيښور -- د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د يو خپور شوي راپور او څارونکو له مخې، په پاکستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د روانو هڅو له کبله د فرقه ايزو پيښو په ګډون په تروریستي فعاليتونو کې کمی راغلی دی.

"نړیوال تروریزم انډیکس" په تروریزم کې د مجموعي کمي تايد وکړو. د نړيوال تروريزم انډيکس راپور هر کال په سډني کې د اقتصاد او سولې لپاره د انسټیټیوټ لخوا خپریږي.

د جي ټي آی د نومبر ۱۵ د وروستي راپور له مخې،"په پاکستان کې د تروریزم له کبله د وژل شوو خلکو شمیره ۱۲ فيصد کمه شوي ده او د مرګونه شميره ۹۶۶ ته راټیټه شوي ده." "دا د ۲۰۰۶ کال راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده."

په راپور کې راغلي چې " په پاکستان کې په دریو مسلسل کلونو کې کم تروریستي بریدونه او مرګونه ثبت شوي دي."

په عين حال کې، د يو امنيتي راپور له مخې، چې په اسلام آباد کې فاټا ريسيرچ سنټر د ۲۰۱۷ کال د دریم کوارټر لپاره خپور کړی، د تروریزم په پیښو کې ۴۴٪ کمی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې د اپریل څخه تر جون پورې د تاوتریخوالي ۱۰۰ پیښې رامنځته شوي دي. راپور زیاتوي چې د تاوتريخوالي پيښو شمېره د جولای څخه تر سپتمبر پورې ۵۶ ته راټیټه شوه.

د خيبر پښتونخواه ګورنر ظفر اقبال جهګړا وويل: "د امنيتي ځواکونو د اغېزمن ګامونو او قربانيو له امله په پاکستان او په ځانګړي توګه په فاټا کې د تروريزم کمې پيښې رامنځته شوي دي."

جهګړا په پېښور کې د نومبر په ۱۳ مه خبریالانو ته وویل، نږدې ۸۵٪ ترهګریز شبکې ماتې شوي او د فاټا زياته برخه د وسله والو نه پاکه شوي ده.

هغه وويل، نورې پاتې ډلې، چې ستونزې رامنځته کوي، ويجاړې شوي دي او په سيمه کې د امنيت د ټينګښت له امله بيا منظم کيدی نه شي.

جهګړا وويل، په کوم رفتار سره چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د تروریزم پر وړاندې کاميابۍ تر لاسه کوي، ډېر ژر به پاکستان، د فاټا په شمول، له دې خطر څخه پاک شي.

د تروریزم ضد اغیزمن فعالیتونه

د يو راپور، چې د کورنیو چارو وزارت د نومبر په میاشت کې خپور کړی، له مخې، په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د ملي عمل پلان د عملي کيدو نه وروسته نږدې ۲،۱۲۷ ترهګر وژل شوي او ۵،۸۸۴ نیول شوي دي.

په پاکستان کې ۶۳ منع شوي سازمانونه شتون لري، چې درې په کې د څارنې لاندې دي. د معلوماتو له مخې، د تروریزم ضد قانون په څلورم شيډول کې ۸،۳۳۳ کسان دي. دا هغه شکمن ترهګر دي کوم چې د پولیسو تر څارنې لاندې وي.

وزارت وويل چې چارواکو د ۲،۰۵۲ کسانو تګ راتګ محدود کړی او د بينک ۵،۰۲۳ اکاونټونه يې بند کړي دي.

دغه راپور څرګندوي چې چارواکو ۹۳۷ یونیفورم ريسورس لوکيټرز ( يو آر ايلونه) بلاک کړي دي -- دا هغه ویب پتې دي چې د ویب سايټونو پرته سرچینو ته لاس رسي برابروي -- او په پاکستان کې یې د ۱۰ ترهګريز سازمانونو ويب سايټونه بلاک کړي . دا د هغه هڅو یوه برخه ده کوم چې په پاکستان کې د ترهګرو مخابراتي شبکې له منځه وړي.

راپور زیاتوي، سربېره پر دې، د ترهګرۍ ضد ملي اداره قوت ترلاسه کوي.

چارواکو له هغه وخت نه وروسته، کله چې ترهګرو په دسبمر ۲۰۱۴ کال کې په پيښور کې په آرمې پبلک سکول کې ۱۴۰ ماشومان او ښوونکي ووژل او بیا د پهانسۍ په سزا باندې د شپږو کالو بنديز ختم کړې شو، د ترهګرۍ ضد قانون لاندې ۴۸۳ ترهګر اعدام کړي دي.

د راپور په وینا، د ترهګرۍ د مالي تمویل د مخه نيولو هڅې نتيجې رامنځته کوي.

تیر کال، پولیسو د حوالې/هنډۍ مالي سیسټم د غلط استعمال له کبله ۷۷۷ کيسونه ثبت کړي ول. په نتيجه کې، چارواکو ۱.۳ ميلياره روپۍ (۱۲.۵ ميليونه امريکايي ډالره) ترلاسه کړې.

د عمل ملي پلان د پلي کولو راهيسې د نفرت لرونکي وینا د مخنيوي لپاره، د قانون پلي کونکو ادارو ۱،۳۵۳ کيسونه ثبت کړي او ۲،۵۲۸ کسان يې نیولي دي.

عقيل يوسفزۍ، چې په پیښور کې یو ژورنالیست او امنیتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، خلک اوس هم کله کله د ۲۰۰۷ نه ۲۰۱۲ پورې هغه سخت وختونه یادوي کله چې به بمي چاودنې هره ورځ رامنځته کيدې، او والدينو به د خونديتوب له کبله خپل ماشومان سکولونو ته د استولو نه ډډه کوله.

هغه وویل چې اوس وضعیت خورا ښه شوی او خلک د امنیت په اړه په ټولنه کې مثبت بدلون محسوسوي.

فرقه واريت د يو دښمن په توګه

د کورنیو چارو د وزارت له مخې، په پاکستان کې په فرقه ایزو ترهګریزو بریدونو کې د پام وړ کمې راغلی دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کال کې یوازې دوه داسې پیښې راپور شوي دي، چې دا شميره په ۲۰۱۲ کال کې ۱۸۵ وه.

د ای پي پي د کورنیو چارو وزارت د يو سند د راپور له مخې، چې له ۲۰۱۷ د اګست پورې شمیره ورکوي، "په تیرو اوو کلونو کې، د فرقه ايز تروریزم ټولټال ۶۷۶ پیښې راپور شوي، چې په دې کې په ۲۰۱۱ کال کې ۷۰، په ۲۰۱۲ کال کې ۱۸۵، په ۲۰۱۳ کال کې ۱۲۷، په ۲۰۱۴ کال کې ۱۷۶، په ۲۰۱۵ کال کې ۷۹، په ۲۰۱۶ کال کې ۳۷ او په ۲۰۱۷ کال کې ۲ پيښې شامل دي."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پیښور کې د فاټا پخوانی امنيتي سیکرټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "فرقه واريت د تروریزم یوه څانګه ده، او د [تروریزم] د خطر له منځه وړلو لپاره، موږ باید [فرقه واريت] ختم کړو."

هغه وويل، القاعدې په پاکستان کې د بېلابېلو فرقه ييزو سازمانونو سره مالي مرسته کړې ده. د دغه سازمانونو موخه بې ثباتي او تباهي رامنځته کول دي.

شاه وويل: "هغه فرقه ايزي ډلې، چې د عمل ملي پلان د پلي کولو نه مخکې په پاکستان کې فعال وې، د ترهګريزو ډلو استازو په توګه به يې کار کولو."

هغه وويل، په بلوچستان صوبه کې د هزاره ګانو په نفوسو باندې بريدونه کول په هغه مثالونو کې دي کوم چې د فرقه ايزو بريدونو سره تعلق لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500