تروريزم

داعش په عراق او سوریه کې په يو څو سيمو باندې کنټرول لري

ای ايف پي

د عراق حکومت پلوه ځواکونه د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۲۸ مه د فرات سيند په اوږدو کې د روا ښار د قبضه کولو لپاره د جهاديانو پر ضد په عملياتو کې هغه شکمن کسان نيسي کوم چې د داعش سره تعلق لري. [مود الدليمي/ ای ايف پي]

د عراق حکومت پلوه ځواکونه د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۲۸ مه د فرات سيند په اوږدو کې د روا ښار د قبضه کولو لپاره د جهاديانو پر ضد په عملياتو کې هغه شکمن کسان نيسي کوم چې د داعش سره تعلق لري. [مود الدليمي/ ای ايف پي]

آمان -- د عراق پوځ د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۷ مه) د هیواد هغه وروستی ښارګوټی بيرته قبضه کړو کوم چې د داعش په کنټرول کې و. دا د هغه وسله والو لپاره آخرنۍ ګوزار و کومو چې د خپل ملک جوړولو خوب ليدلو.

د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې د ایتلافي ځواکونو په وینا، د داعش ډلې د پولې دواړو غاړو ته هغه ۹۵٪ خلافت له لاسه ورکړی دی د کوم چې دوی په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې اعلان کړی و.

دا ډله اوس په عراق او سوریه کې یوازې په یو څو وړو سیمو باندې کنټرول لري، چې دا په هغه پراخه سیمو کې ډيرې وړې سيمې دي په کومو چې دوی مخکې کنټرلو لرلو.

عراق

د جمعې په سهار د عراقي ځواکونو لخوا په ګړندي عملياتو کې د وړوکې فرات کلي د له لاسه ورکولو نه وروسته، يوازې ساراګاني د داعش په کنترول کې پاتې دي.

د بغداد ځواکونه د سوریې سره د پولې په اوږدو کې عمليات ترسره کوي چې پاتې شوي سیمي د داعش نه پاکې کړي.

دا عملیات د سزا ورکولو آخرنۍ کمپاين دی چې په دې کې عراق د يوې سختې جګړې نه وروسته د جولای په میاشت کې د موصل ښار قبضه کړو.

د عراق د انبار صوبې په سرحدي سیمه کې پیاوړي سني قبيلې موجود دي، د دې قبيلو څخه ځینې د حکومتي ځواکونو سره په ګډه د داعش په وړاندې جګړه کوي.

سوريه

د آلبو کمال ښار پولې نه هاخوا، داعش د فرات سيند په اوږدو کې د تيلو نه ډک په دير ايزر صوبه کې په لسګونو کليو باندې کنټرول لري. دير ايزر به پخوا د ګروپ لپاره د غیرقانوني عوایدو يوه لویه سرچینه وه.

په دغه سيمه کې وسله وال د سوریې د رژیم د ځواکونو او د کردستان او عربي جنګیاليانو دواړو، چې د متحده ايالاتو ايتلاف يې ملاتړ کوي، سره مخامخ کيږي.

د شړې سرحدي سیمو نه لري، داعش په یرموک کې د کډوالو په کيمپ او د سوریې په جنوب کې په حجر اسود ډسټرکټ کې شتون لري، چیرته چې دا ډله د نورو جنګیالیانو او د رژیم پلوه ځواکونو سره جګړه کوي.

د حمص په مرکزي سیمه کې، داعش د هغه ځواکونو لخوا کمزوری شوی دی کوم چې د صدر بشار الاسد وفادار دي او په يو څو وړو سیمو کې د خپل کنټرول د ساتلو لپاره هڅه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500