ځوانان

يو پاکستاني ماشوم 'زه به ستا سپايډرمين يم' لپاره د نړیوال فلم جایزه ترلاسه کړه

د جاويد خان لخوا

"زه به ستا سپايډرمين يم"، يو لنډ فلم، چې د پېښور يو پنځه کلن ماشوم جوړ کړی دی او د کوڅې ماشومانو لپاره تعليم ته وده ورکوي، د ملګرو ملتونو په مرکز کې د "پيس اين دي سټريټس ګلوبل فلم فسټيول" کې لومړۍ جايزه وګټله.

پیښور -- يو لنډ فلم، چې په پیښور کې يو پنځه کلن ماشوم جوړ کړی دی تیره هفته په پيس اين دي سټريټس ګلوبل فلم فسټيول کې د سولې په اړه لومړی انعام ترلاسه کړو.

دا فسټیول، چې د غير دولتي موسسې پيس ميکر کورپس په مرسته منعقد کړې شوی و، هڅه کوي چې د نړۍ په ځوانانو کې سولې او زغم ته وده ورکړي.

دا مقابله هغه ځوان فلم جوړونکو ته په درې کټګوريو کې انعامونه ورکوي: د ۸ کالو او د ۸ کالو نه کم عمر ماشومان او د ۹ نه تر ۱۳ کالو پورې ماشومان او د ۱۴ نه تر ۱۸ کالو ماشومان.

عيسی ظهير د نومبر په ۹ مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د خپل فلم "زه به ستا سپايډرمين يم" د خپل عمر په کټګورۍ کې لومړی انعام ترلاسه کړو. دا فلم د ټولو ماشومانو لپاره تعلیم ته وده ورکوي.

عيسی، چې عمر يې ۵ کاله دی، په دې انځور کې د خپل پلار، مختار ظهير سره وروسته له هغې ښودل شوی دی کله چې هغه د نومبر په ۹ مه په نیویارک کې په پيس اين دي سټريټس ګلوبل فلم فسټيول کې د سولې په برخه کې د خپل عمر په کټګورۍ کې لومړۍ جايزه ترلاسه کړه. [د ظهير کورنۍ نه په مننه]

عيسی، چې عمر يې ۵ کاله دی، په دې انځور کې د خپل پلار، مختار ظهير سره وروسته له هغې ښودل شوی دی کله چې هغه د نومبر په ۹ مه په نیویارک کې په پيس اين دي سټريټس ګلوبل فلم فسټيول کې د سولې په برخه کې د خپل عمر په کټګورۍ کې لومړۍ جايزه ترلاسه کړه. [د ظهير کورنۍ نه په مننه]

عيسی ظهير (په لومړي قطار کې) د نومبر په ۹ مه په نیویارک کې په پيس اين دي سټريټس ګلوبل فلم فسټيول کې د سولې ګټونکي او د سیالیو سره د انځور لپاره پوز جوړوي. [د ظهير کورنۍ نه په مننه]

عيسی ظهير (په لومړي قطار کې) د نومبر په ۹ مه په نیویارک کې په پيس اين دي سټريټس ګلوبل فلم فسټيول کې د سولې ګټونکي او د سیالیو سره د انځور لپاره پوز جوړوي. [د ظهير کورنۍ نه په مننه]

په ورته عمر کټګوري کې، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت یوه جينۍ، سونیا کوبیکا، دوهم انعام وګټلو، په داسې حال کې چې یوې جاپانۍ جينۍ، رايکا اکامین دریم انعام وګټلو. دوه نورو جاپاني ماشومانو څلورم انعام ترلاسه کړو.

په نورو ګروپونو کې ګټونکو د مختلفو هیوادونو سره تعلق لرلو.

"هر ماشوم ته تعليم ورکړئ!"

عيسی، چې په پېښور کې په سکالرز اکيډيمي سکول کې په کينډر ګارټن کلاس کې طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا فلم د هر ماشوم د تعليم د حق، چې سکول ته لاړ شي، په اړه دی."

دا فلم، چې دوه منټه او ۳۶ سيکنډه اوږد دی، د يو زده کونکي، چې د خپلې مور سره د سکول لپاره تياري کوي، سره پیل کیږي. مور یې هغه ته د جیب خرچې پیسې ورکوي، او هغه ته نصيحت کوي چې بیکاره خواړه وا نه خلي.

هغه وويل: "زما پلار وويل چې پيسې طاقت لري، نو له دې امله ما به هره ورځ خپلې پيسې خوندي ساتلې." هغه په فلم کې وويل، په خپل دراز کې پيسې خوندي کول.

دغه هلک ګوري چې څنګه یوه جينۍ، ثنا، په کور کې کار کوي. هغه د سکول د تيارۍ لپاره د مور سره مرسته کوي او نور کارونه هم کوي.

کله چې ثنا فرش جارو کوي نو عيسی فکر کوي چې څنګه به د هغې سره مرسته وکړي. هغه وايي، "که سپايډر مين نړۍ ژغورلی شي، نو زه کولی شم چې د هغې په نړۍ کې بدلون راولم." "ثنا، زه به ستا سپايډر مين یم!"

د سپايډرمين په جامو کې، دغه هلک یو بازار ته ځي او په هغې پيسو يو څو کتابونه اخلي کومې چې هغه خوندي ساتلې وې.

بله ورځ د هغه مور حیرانه شوه کله چې هغې ثنا وليدله چې هغې د سکول یونیفورم اغوستې دی او یوه بسته لري، او چمتو ده چې د عيسی سره سکول ته لاړه شي.

هغه وايي، "که تاسو غواړئ چې سبا په کوڅو کې سوله وګورئ، نو تاسو باید نن ورځ خپلو ماشومانو ته تعلیم ورکړئ." "د ماشومانو نه د کار اخيستلو غندنه وکړئ. هر ماشوم ته تعليم ورکړئ!"

سولې ته وده ورکول

د عيسی پلار، مختار ظهير، چې د تري ډي ګرافیک ډیزاینر دی، وویل، هغه په خپل زوی ویاړ کوي. هغه زياته کړه چې هغه وروسته له هغې د خپل هيواد نوم روښانه کړو کله چې د هغه فلم نړيواله جايزه ترلاسه کړه.

ظهير وويل، ټول کريډيټ د هغه زوی ته ځي ځکه چې نه يوازې هغه دا فلم جوړ کړو بلکې په دې کې يې کار هم وکړو. هغه د خپل زوی سره مرسته وکړه او هغه يې وهڅولو چې دا فلم جوړ کړي او د مقابلې لپاره يې وړاندې کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه باید دلته یادونه وکړم چې عيسی لوستل نه شي کولی، نو هغه ډايلاګ یاد کړو، او موږ دا فلم، د ټولو ترميماتو او اداکارۍ سره، په یوه ورځ کې جوړ کړو."

ظهير وويل: "زه نړۍ ته وايم چې پيښور يوازې د اورپکۍ او ترهګرۍ لپاره مشهور نه دی؛ بلکې دلته سوله هم شته او نړۍ بايد د دې په اړه پوهه شي." هغه زياته کړه، چې د عيسی فلم د ښار او هېواد يو ښه انځور ته وده ورکړي ده.

ظهير وويل، لس کاله مخکې کله چې هغه د يونيورسټۍ طالب علم و، هغی هم يو لنډ فلم جوړ کړی و او اوس د دې مينه د هغه زوی ته منتقل شوي ده. عيسی دوه کوچني وروڼه، وسیم او میکایل لري. د دوی مور د کور ميرمن ده.

د پاکستان وياړ

فريد احمد، چې د کورنۍ يو ملګری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "عيسی او ظهير دواړو د فلم جوړولو په واسطه یوه ښه دنده ترسره کړې ده چې له پامه غورځول شوي ماشومانو تعليم ته وده ورکوي." هغه زياته کړه، عيسی د خپل ټول هیواد نوم روښانه کړې دی او حکومت باید د هغه حوصله افزايي وکړي.

د پېښور یو خبریال آفتاب احمد پاکستان فارورډ ته وویل، "دې ځوان تکړه ماشوم نه یوازې د جايزې ګټلو له لارې خورا دنده ترسره کړې، بلکې نړۍ ته يې پیغام ورکړی چې د هغه ماشومانو لپاره ګامونه پورته کړي کوم چې سکولونو ته نه ځي."

د ټولنیزو رسنیو ډیرو کاروونکو د عيسی او پلار د هغوی د بریا له کبله ستاینه وکړه.

د پیښور یو اوسېدونکي ثانیا زاهد په فیس بوک وویل: "موږ په عيسی او مختار ظهير له دې امله وياړ کوو چې دوی په ټولنه کې له پامه غورځول شویو ماشومانو د تعليم لپاره هڅې وکړې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500