جرم او انصاف

کهلي کچهري یا خلاص عدالت په خیبر پښتونخواه کې چټک انصاف ورکوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د بره دير ډسټرکټ ډپتي کميشنر محمد عثمان محسود د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲ مه د کهلي کچهري ګډون کوونکو ته خطاب کوي. [د بره دير ډي سي دفتر]

د بره دير ډسټرکټ ډپتي کميشنر محمد عثمان محسود د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲ مه د کهلي کچهري ګډون کوونکو ته خطاب کوي. [د بره دير ډي سي دفتر]

پیښور -- خیبر پښتونخواه د صوبې په ټولو ډسټرکټونو کې د کهلي کچهرو (خلاص عدالتونو) نوښت پیل کړی چی موخه یی د خلکو شکایتونه حل کول دي.

د کهلي کچهرو د جوړولو پریکړه د اکتوبر په ۲۷ مه د خیبر پښتونخوا د چيف سيکريټري محمد اعظم خان په مشرې کې د صوبې د ټولو کميشنرانو او ډپټي کميشنرانو سره په يوې غونډه کې وشوه.

خان هدايات جاري کړل چې دوی دې په مياشت کي لږ تر لږه د دوو خلاص عدالتونو او د دوو اي- عدالتونو انعقاد وکړي او په هر يو ډسټرکټ کې د کهلي کچهري کاروايي ثبت کول يقيني کړي. اي عدالتنونه د کهلي کچهري غونډي دي چې د انټرنیټ ویډیو له لارې ترسره کيږي. د دې موخه دا ده چې حکومتي چارواکي په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د رسېدو توان ترلاسه کړي.

د میاشتني خلاص او اي عدالتونو د غونډو سربیره، چيف سيکريټري چارواکو ته لارښوونه کړې چې د محلي راډیو سټیشنونو، لکه راډیو پښتونخوا، له لارې د ټولنو اندیښنې حل کړي او د خبرو اترو موقعې خلکو ته چمتو کړي.

اوسيدونکي د نومبر په ۲ مه په دير ډسټرکټ کې په يوې کهلي کچهري کې برخه اخلي. [د دير ډي سي دفتر]

اوسيدونکي د نومبر په ۲ مه په دير ډسټرکټ کې په يوې کهلي کچهري کې برخه اخلي. [د دير ډي سي دفتر]

د مردان ډپټي کميشنر عمران حامد شیخ د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲ مه د راډيو پښتونخوا مردان له لارې د عامو خلکو شکایتونه حل کوي. [دانش یوسفزۍ]

د مردان ډپټي کميشنر عمران حامد شیخ د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲ مه د راډيو پښتونخوا مردان له لارې د عامو خلکو شکایتونه حل کوي. [دانش یوسفزۍ]

هغه اړوندو چارواکو ته ويل شوي کوم چې د کهلي کچهري مشري کوي چې د خلکو په مهمو مسلو باندې غور وکړي لکه: د درملو او د روغتون د کارکونکو کموالی او په شخصي روغتونونو کې د ډاکټرانو لوړ فیسونه؛ په ښوونځیو کې د ښوونکو غير حاضري، د اساسي زده کړو د اسانتیاو نشتوالی او په تعلیمي موسسو کې جسماني سزا؛ او د حکومتي چارواکو لخوا د واک ناوړه استعمال.

ستونزې حل کول

د مردان په کاټلنګ تحصيل کې د نومبر په ۲ مه په يوې کهلي کچهري کې ډپټي کميشنر عمران حامد شيخ په خپل خطاب کې وويل چې ټول دولتي ادارې غواړي چې د خلکو خدمت وکړي او د دوی شکایتونه حل کړي.

هغه په راډيو پښتونخوا مردان باندې په يو اعلان کې، چې په فيس بوک باندې هم لايو خپور شو، وويل، "په ډسټرکټونو کې د ادارو فعالیتونه د ښه کولو لپاره، دا د خلکو او ټاکل شوو استازو دنده ده چې د [ضلعي ادارو] سره مرسته وکړي او په هغوی ټینګ نظر وساتي او په ټولو کچو کې هغوی ته هدايات ورکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یوه ښه تجربه وه چې ما د خلکو سره د عصري ټیکنالوژۍ له لارې اړیکه ونيوله." دا زموږ دنده ده چې د ټولنې شکايتونه واورو او ستونزې يې حل کړو."

يو ځايي اوسيدونکي عابد لطيف، چې په کاټلنګ تحصيل کې يې په کهلي کچهري کې ګډون وکړو، وويل چې هغه د دې نوښت ستاينه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په لومړي ځل، خلک د جمهوريت ریښتینې خاصيت محسوسوي چېرې چې چارواکي زموږ په دروازو کې ولاړ وي چې زموږ د ټولنې ستونزې حل کړي."

پلټنې او ګامونه

د بره دير ډپټي کميشنر محمد عثمان محسود د نومبر په لومړۍ نيټه په يوې کهلي کچهري کې وويل چې هيڅ يو حکومتي اداردې ته به اجازه ور نه کړی شي چې کرپټ کړنو ته وده ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومتي افسران باید د ماسټرانو په څیر د چلند کولو پرځای د سرکاري ملازمينو په توګه چلند وکړي."

هغه وويل: "موږ نن ټول شکايتونه ترلاسه کړي دي او د دې د حل لپاره مو وخت ټاکلی دی." "موږ به په شخصي توګه د هرې مسلې په اړه د اړوندو ادارو سره خبرې اترې کوو."

هغه وويل، "ډیری مسلې پر ځای حل شوي دي لکه په آر اېچ سي شرينګل کې د امبولينس، ډاکټرانو او ډريورانو نشتوالی." هغه زياته کړه چې په کليو کې په روغتیايي مرکز کې د وضعیت د ښه کولو لپاره پریکړې شوي دي.

د بره دير يو اوسيدونکي محمد عالم پاکستان فارورډ ته وویل چې د خلاص عدالتونو غونډې خلکو ته يو فرصت ورکړی چې د ټولنې مهم او اوږدمهاله ستونزې چارواکو ته وړاندې کړي.

عالم د نومبر په لومړۍ نيټه په کهلي کچهري کې وويل چې د هغه په کلي کې په يو روغتیايي مرکز کې د ټولو درملو نيټه پای ته رسېدلي وه، خو ډاکټرانو د دې د رد کولو نه انکار وکړو.

ډپټي کميشنر د دې مسلې په اړه د پلټنې ژمنه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "نن، زموږ زياتره مسلې په چټکۍ سره حل شوې، ځکه چې ټول متعلقه چارواکي موجود ول او موږ په اسانۍ سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې کولی شوې." "ډیری نورې ستونزې هم نوټ کړی شوې دي او د هرې مسلې لپاره ځانګړی وخت مقرر شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مهرباني وکړئ زما سره مرسته وکړئ. زه د رحيم يار خان یم.

ځواب

ښاغلې عمران خان یو ښه سیسټم معرفي کړی دی، خو پکار ده چې دغه شان زموږ په پنجاب کې هم پلي کړی شي.

ځواب

ډير ښه .... دا د اعظم خان لخوا ښه ګام دی. په کوهاټ کې هم خلاص عدالتونه شتون لري.

ځواب

ډير ښه خیبرپښتونخوا.

ځواب