جرم او انصاف

د خیبرپښتونخوا پولیس سوشل ميډيا کاروي چې خلکو ته ورسيږي او هغوی ته مشورې ورکړي

د جاويد خان لخوا

یو کاروونکي په ۲۰۱۷ کال کې د نومبر په ۸ مه په آی فون د خیبر پښتونخواه د پولیسو د انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود یو ټویټ ګوري. [پاکستان فارورډ]

یو کاروونکي په ۲۰۱۷ کال کې د نومبر په ۸ مه په آی فون د خیبر پښتونخواه د پولیسو د انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود یو ټویټ ګوري. [پاکستان فارورډ]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پوليس سوشل ميډيا کاروي چې په اغيزمنه توګه د خلکو سره اړيکه ونيسي او ترهګر او مجرمین معلوم کړي.

اوس په ولایت کې د پولیسو افسران د ټویټر او فیسبوک يو شمير اکاونټونه او د وټس ايپ ګروپونه لري چې د پوليسو د ځواک استازیتوب وکړي او د خلکو سره معلومات شریک کړي. د سوشل ميډيا دا اکاونټونه خلکو ته اجازه ورکوي چې خلکو ته معلومات ورکړي، پوښتنه وکړي یا شکایتونه ثبت کړي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د خیبرپښتونخوا د پولیسو د سوشل ميډيا څانګه جوړه کړې او یو افسر مو ټاکلی چې د سوشل ميډيا د څانګې مشري وکړي."

د محسود له مخې، د پوليسو يو سينير سپرنټنډنټ د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ميډيا عمومي مشر دی، په داسې حال کې چې د پولیسو سپرنټنډنټ د سوشل ميډيا د څانګې مشري کوي.

یو کس د نومبر په ۲ مه په پیښور کې د خيبر پښتونخوا د پولیسو لخوا نصب شوي د سوشل میډیا پوسټونه لولي. [جاوید خان]

یو کس د نومبر په ۲ مه په پیښور کې د خيبر پښتونخوا د پولیسو لخوا نصب شوي د سوشل میډیا پوسټونه لولي. [جاوید خان]

د اړیکو لارې پرانيستل شوي دي

محسود وویل چې هغه د وټس ايپ، ټويټر، فيس بوک او ايس ايم ايس له لارې د مجرمینو او ترهګرو په اړه یو شمیر شکایات او معلومات ترلاسه کوي چې سمدلاسه يې پولیسو افسرانو ته استوي.

هغه وويل، "د پولیسو ټول سیمه ییز او د ډسټرکټ افسران ځانګړي نمبرونه لري چې د ايس ايم ايس او وټس ايپ له لارې معلومات او شکایتونه ترلاسه کړي او سمدلاسه په دغه معلوماتو عمل وکړي."

پولیسو ته د لاسرسۍ خدمت، چې وګړي د ایس ایم ایس له لارې د پولیسو سره اړیکه نیولی شي، د ټول ولايت لپاره د پوليسو په مرکزي دفتر کې جوړ شوی دی. هغه وويل، هر ډسټرکټ بيل خدمتونه لري چې د خلکو نه شکايتونه او معلومات ترلاسه کړي.

انسپکټر جنرل پخپله د ټویټر اکاونټ، SalahuddinKhanM@، له لارې د عامو خلکو لپاره موجود وي. دغه اکاونټ د اګست په میاشت کې پرانستل شوی و.

د خیبر پښتونخوا پولیس د فیسبوک پيج هم لري.

د خلکو سره اړیکه

په پيښور کې ايس ايس پي آپريشنز، سجاد خان، چې د فیسبوک او وټس ايپ ګروپونو له لارې خلکو ته تازه معلومات ورکوي، وايي چې هغه د ټویټر اکاونټ هم کاروي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، ټویټر د پېښور اوسېدونکو ته يوه موقع ورکوي چې په ښار کې د څه شي په اړه خپلې پوښتنې او معلومات پوليسو ته واستوي.

پولیس او خلک په ګډه کولی شي چې د قانون او نظم وضعیت ښه کړي، له همدې کبله افسران نه یوازې د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو سره اړيکه نيسي بلکې پخپله د سيمو لیدنه هم کوي.

خان وويل: "موږ د خپل تلیفون شمېره خپره کړې ده چې عام خلک د هر جرم په اړه هر ډول معلومات مونږ ته استولی شي یا د قانون او نظم وضعیت په اړه پوښتنې استولی شي."

د ټول ولایت سیمه ییز او ډسټرکټ پولیس افسران د معلوماتو او نظرونو لپاره د ټویټر او فیسبوک اکاونټونه په فعاله توګه کاروي.

ايس پي وقار احمد، چې د خيبر پښتونخوا د پوليسو د سوشل ميډيا څانګې مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د خیبرپښتونخوا د پولیسو د سوشل ميډيا سیل په چټک ډول د هر قسمه پيښې يا ګواښ په اړه د خلکو هرې يوې تبصرې، پښتنې یا معلوماتو ته ځواب ورکوي او د فوري اقدام لپاره يې متعلقه سیمه ایزو او ډسټرکټ پولیسو افسر ته استوي."

هغه وويل: "دا کار خلک د پوليسو په اړه د بېلابېلو مسلو نه خبر ساتي او د خلکو سره اړيکو ته وده ورکوي."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو ایس ایس پي صهيب اشرف پاکستان فارورډ ته وویل، "د سوشل ميډيا يو مناسب سيل جوړ شوی دی او په لومړي ځل د دې د مشرۍ لپاره د پوليسو يو سينير افسر ټاکل شوی دی."

هغه وويل، د پوليسو جونير افسران په ډسټرکټ او سيمه ييزه کچه د عامه اړيکو افسرانو په توګه ګومارل شوي دي. هغوی په اغيزمنه توګه سوشل ميډيا کاروي چې د عام خلکو او پوليسو تر منځ اړيکې ښه کړي، چې دا د ښه قانون او نظم لپاره ډيره مهمه ده.

د ميډيا له لارې پوهاوی او لاس رسی ترلاسه کول

د خیبرپښتونخوا پولیس د وټس ايپ ګروپونه د ميډيا سره ښه اړیکه رامنځته کوي.

قیصر خان، چې د وټس ايپ د يو ګروپ منتظم او د جرمونو او تروریزم د ژورنالستانو د فورم جنرل سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په خپلو ګروپونو کې يو څو جونير افسران لرو چې هغوی په چټکۍ سره ګامونه پورته کوي او د پيښو په اړه خپل نظرونه شريکوي چې د ترهګرۍ یا جنایی پیښې په اړه هیڅ ډول غلط راپور ور نه کړی شي."

هغه وويل، دا ګروپونه په ځينې وخت کې د پولیسو غلطۍ هم په ګوته کوي او سينير افسران د هغوی پر ضد په چټکۍ سره اقدام کوي.

د پیښور یو اوسيدونکي وویل، آی چي پي او نورو سينير افسرانو ته لاس رسی د ايس ايم ايس، وټس ايپ، ټويټر او فيس بوک له لارې کيدی شي. پخوا به عامو خلکو هغوی ته لاس رسی نه شو کولی.

دغه اوسيدونکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې د پاکستان فارورډ سره خبرې وکړې، وویل، چې هغه په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو نه مرسته ترلاسه کړه.

د هغه کورنۍ د تلیفون له لارې د وسله والو نه د پيسو اخيستلو ګواښونه تر لاسه کړل. د دې نه وروسته، ما د ایس ايم ايس او وټس ايپ له لارې آی جي پي ته يو پیغام واستوو او هغه په چټکۍ سره ځواب راکړو."

هغه وويل، د منظم پولیسو او د صوبې د تروریزم ضد ادارې افسرانو د آی جي پي د امرونو په رڼا کې د هغه د تليفون معلومات ترلاسه کړل.

هغه زياته کړه، "کله چې موږ د امنیت په اړه مرستې ته اړتیا لرو نو سیمه ییز پولیس ډیره همکاري کوي او ځواب ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داسې ښکاري چې دا یو ښه نوښت او ډیر د مزې کار دی ځکه چې دا د پولیسو د ډپارټمنټ لخوا دی. هيله لرم چې پولیس به د خلکو په هکله خپل کردار ښه کړي. زموږ دعاګاني ستاسو سره دي او انشاالله مونږ به تل ستاسو سره یو.

ځواب