اقتصاد

بهرني پانګوال د پاکستان د اقتصادي لید په اړه 'خوشبيني' لري

د جاويد محمود لخوا

پیرودونکي د نومبر په ۱ په اسلام آباد کې سینټورس مال ته راځي. [جاوېد محمود]

پیرودونکي د نومبر په ۱ په اسلام آباد کې سینټورس مال ته راځي. [جاوېد محمود]

اسلام آباد -- برخه وال او شنونکي وايي، تمه کیږي چې زيات شمير ملټي نیشنل شرکتونه به په راتلونکو لسو کلونو کې په پاکستان کې د ملیاردو ډالرو پانګونه وکړي.

د ماجد عزيز بالاګمواله، چې په کراچۍ کې د پاکستان د کار ورکوونکو د ټولنې صدر دی، له مخې، تمه کیږي چې نړیوال شرکتونه، په ځانګړې توګه هغه کمپنۍ چې په متحده ایالاتو کې شتون لري، په جنوبي اسیا کې د اټکل شوي ودې په پایله کې په پاکستان کې خپل سوداګریز فعاليتونه پراخه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ريښتيا دي چې په پاکستان کې د اقتصادي ودې اوږد مهاله امکانات خورا روښانه دي."

بالاګمواله وويل، "دا په راتلونکو کلونو کې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو نه ۵۰ ملیارده ډالره (۵.۲ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) راجلب کولی شي." هغه زياته کړه، چې په لندن کې ستر پانګه اچوونکي په پاکستان کې د ورته پېسو پانګونه غواړي.

سوداګران د جولای په ۳۱ مه په کراچۍ کې په پاکستان اسټاک ایکسچینج کې د ونډې وروستي قیمتونه ګوري. [رضوان تبسم /ای ايف پي]

سوداګران د جولای په ۳۱ مه په کراچۍ کې په پاکستان اسټاک ایکسچینج کې د ونډې وروستي قیمتونه ګوري. [رضوان تبسم /ای ايف پي]

په دې انځور کې يو پاکستانی درزي د تير نومبر په ۱۶ مه د فيصل آباد په يو فيکټرۍ کې کار کوي. [خلیل الرحمن/ای ايف پي]

په دې انځور کې يو پاکستانی درزي د تير نومبر په ۱۶ مه د فيصل آباد په يو فيکټرۍ کې کار کوي. [خلیل الرحمن/ای ايف پي]

هغه وويل: "پاکستان به په راتلونکو کلونو کې د سيمه ايزو سړکونو د نيټ ورک د پراختيا له امله د سيمه ييزې پانګونې، سوداګرۍ او نړيوالې سوداګرۍ لپاره د يو ښه مرکز په توګه رامنځته شي."

بالاګمواله وويل، که څه هم د متحده ایالاتو شرکتونه، چې په پاکستان کې فعالیت کوي، د خپلو سوداګریزو ستراتیژیو د یوې برخې په توګه خپل شرکتونو ته پراختیا ورکوي، خو اصلي ننګونه دا ده چې په پاکستان کې د امریکې نور ډیر شرکتونه معرفي کړي. هغه وويل، پاکستان په ډېرو کلونو کې د بېلا بېلو ستونزو، چې په دې کې نا امنۍ او د فرصتونو نشتوالی شامل دي، له امله د نړيوالو توليداتو ستر صنعتونه نه دي راجلب کړي.

بالاګمواله وویل: "د حکومت پريکړه کوونکي چارواکي باید د پانګوالانو، جوړونکو، صادرونکو او نورو سوداګرو سره لیدنه وکړي چې يو جامع پلان جوړ کړي او په راتلونکي ۱۰-۱۵ کلونو کې د پانګوالانو سره د ميلياردونو ډالرو پانګونه کې مرسته وکړي."

هغه وويل، "څو کاله وړاندې، په پاکستان کې د محدود فرصتونو له کبله په هر کال کې یوازې ۲-۳ ملیارد ډالرو [۲۱۰-۳۱۵ ملیارده پاکستانۍ روپو] پانګونې په اړه خبرې کيدلې." "خو اوس، پانګه اچوونکي په هیواد کې په راتلونکي کې د ۵۰ ميليارده ډالرو [۵.۲ ټريليونه پاکستانۍ روپو) نه زيات د بهرنیو پانګوونو په اړه خبرې کوي."

بالاګموال دغه متوقع پانګونې "د هیواد په اقتصادي تاریخ کې يو ستر بریالیتوب وګڼلو."

د بازار سره د مقابلې لپاره

اشفاق حسن خان، چې په اسلام آباد کې د ساینس او ټکنالوجۍ په ملي يونيورسټۍ کې د ټولنیزو علومو او بشري حقونو د څانګې مشر او د ماليې وزارت پخوانی اقتصادي مشاور دی، وویل: "پاکستان د ۲۰۰ میلیونو مرصفوونکو بازار دی -- دا د هغه نړیوالو شرکتونو لپاره د مرصفوونکو ستر بازار دی کوم چې په هيواد کې فعالیت کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په پاکستان کې د راتلونکو اتو نه تر لسو کلونو کې د بهرنیو پانګونې امکانات خورا زیات دي."

په پاکستان کې د امريکې د سوداګرۍ شورا د اکتوبر په ۲۶ مه په خپره شوي سروې کې دا خبره په ډاګه کړه چې د متحده ایالاتو زيات شرکتونه پلان لري چې په پاکستان کې پانګونه وکړي.

اې بي سي، چې په پاکستان کې د امریکې د سوداګرۍ خونه ده او ۶۸ غړي لري -- چې ډیر په کې د سترو ۵۰۰ شرکتونو نه دي -- د اقتصاد په ټولو برخو کې فعال دی.

د اې بي سي صدر کامران نشاط په کراچۍ کې خبریالانو ته وویل: "زموږ غړي ډیر خوشبین دي او هغوی یو روښانه او خوشحال پاکستان ليدل غواړي." "نړیواله مفکوره مهمه ده، او اوس پاکستان کولای شي چې په سیمه کې د نورو هیوادونو سره سیالي وکړي او پانګونه راجلب کړي."

نږدې ٪۹۵ کسانو، چې په سروی کې يې برخه اخيستې وه، څرګنده کړه چې دوی په پاکستان کې د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي او عملیاتي چاپیریال په اړه خوشبین دي.

د ٪۴۰ نه زیات د سروی ځواب ورکوونکو ویلي چې په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کال کې د پاکستان انځور ښه شوی دی، چې دا د تیر کال نه ٪۶ ښه دی.

سر بيره پردې، ٪۴۵ کسانو وويل چې اوس سوداګریز چاپیریال د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کال په پرتله ښه دی، په داسې حال کې چې ٪۱۷ ځواب ورکوونکو دا "ښه" ګڼلی دی.

خان وویل چې دا پایلې په پاکستان کې د اوږدې مودې اقتصادي وده او پراختیا څرګندوي.

هغه وويل: "په پاکستان کې د متحده ايالاتو شرکتونه به يقينا غواړي چې په لږه موده کې په پاکستان کې د اټکل شوې اقتصادي ودې نه ګټه پورته کړي."

خان وويل، له دې امله، حکومت له پکار ده چې دا خپل ستر لومړيتوب وګڼې چې په هېواد کې د زياتې بهرنۍ پانګونه کې د پانګوالو سره مرسته وکړي.

ښه امنیت، زياتې پانګونې

سعد بن نصير، چې د ميټس ګلوبل ډايريکټر او ګډ بنسټ ايښودنکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په پاکستان کې د قانون او نظم ښه والی د هغو لویو دلیلونو څخه دی چې بهرني پانګه اچوونکي يې وهڅول چې دلته کې د نوي پانګې اچونې او د خپلو موجوده پروژو د پراختيا لپاره راشي." ميټس ګلوبل په کراچۍ کې د مالي معلوماتو د خدماتو شرکت دی.

هغه وويل، په ۲۰۱۸ کال کې راتلونکي ټول ټاکنې به اقتصادي وده وهڅوي او په ټول هيواد کې به د سوداګريزو فعاليتونو کچه لوړه کړي.

هغه وويل، "پاکستان د بهرنیو پانګوالو لپاره یو نړیوال کلی دی، په نتیجه کې د متحده ایالاتو شرکتونه او نور په هیواد کې د خپلو کاروبارونو د پراختیا په اړه پلانونه جوړوي." هغه زیاته کړه، د "صادراتو ښار" باید جوړ کړل شي چې د پاکستان صادراتو ته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500