تروريزم

داعش له ماتې سره په نږدې کیدو له ښځو غواړي چې وجنګیږي

په قاهره کې د وليد ابو الخیر لخوا

د "اسلامي دولت" الخانسه بريګيډ ښځینه غړي د ټوپکو سره په دې انځور کې ښودل شوي دي. [انځور د محمد العبدالله نه په مننه]

د "اسلامي دولت" الخانسه بريګيډ ښځینه غړي د ټوپکو سره په دې انځور کې ښودل شوي دي. [انځور د محمد العبدالله نه په مننه]

څارونکي وايي، د عراق او سوريه په هغه سيمو کې چې د داعش تر کنټرول لاندې دي په جګړه کې د ښځو شاملولو سره، داعش خپله زیاتیدونکي مايوسي څرګندوي.

برتانوي ورځپاڼي دي انډيپنډنټ د اکتوبر په ۶ مه راپور ورکړو چې د داعش سره تړاو لرونکي ویب پاڼې او د ټولنیزو رسنیو بیانونه له ښځو څخه غوښتنه کوي چې دوی وسلې پورته کړي او د دغه ډلې لپاره "خپل ځانونه" قرباني کړي.

د ترهګريز ډلو متخصص او د مصر د فوځ يو افسر میجر جنرال یحیی محمد علی ديارونا ته وويل، ښځو ته درخواست کول يو پیاوړی ثبوت وړاندې کوي چې پرله پسې زيانونو د دغه ډلې د غړو شمیر کم کړې دی.

هغه وویل، په سوریه او عراق کې د ماتې نه وروسته، د داعش په سلګونو جنګیاليان وژل شوي او ډیر نور تښتېدلي دي. هغه زياته کړه چې يوازې ښځينه جنګیالیان يو داسې وروستې ځواک دی چې په جنګ کې کارول کيدې شي.

علي وويل، "د ۲۰۱۴ کال په پیل کې، دغه ګروپ د خپلو غړو شمیر زيات کړو، او د دې رسنیو د مالي، اخلاقي او جنسي انعامونو ورکولو له لارې د استخدام هڅې زياتې کړې."

هغه وویل، کله چې د داعش د له منځه وړولو لپاره نړیوالې هڅې زياتې شوې او دغه ډله د زيات زیانونو سره مخامخ شوه، نو دې د ماشومانو استخدام پیل کړو. هغه زياته کړه، چې دا ډله ماشومان په جګړه کې په زور شاملوی او د خپلو ځانمرګي اهدافو لپاره یې کاروي.

هغه وويل، "اوس، لومړنی تمرکز په هغه ښځو باندې دی کومو چې په پیل کې د دې ډلې سره یو ځای شوي ول، خو د هغو رول يوازې د بچو پيدا کول، لوژستيکي ملاتړ او په خلافت کې د نورو ښځو څارنه کول وو."

استخدام کوونکي ښځې په نښه کوي

مزين ذکي، چې د مصر په ابن الوليد سټډيز او فیلډ ریسرچ سنټر کې د رسنیو د نوي ډپارټمنټ ډايريکټر دی، وویل، ښځو په ډیرو وختونو کې هغه ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي د کومو چې داعش مسوليت په غاړه اخيستې دی.

په داسې حال کې چې نوموړې ډلې د استخدام په پروپيګنډه کې د دې نه ګټه پورته کړې ده، په ښځو دا غږ کول چې د جګړې لپاره د داعش په لیکو کې شامل شي، يو نوې خبر دی.

هغه د سپتمبر په يوې تجزيه کې وویل، د آی ايچ ايس مارکيټ کونفليکټ مانيټر دا نوټ کړه چې داعش له ښځو څخه غوښتنه کوي چې دوی په فعاله توګه د هغوی په جګړه کې شامل شي. دا یو مهم نظرياتي ګام دی چې د خپلو غړو شمير زياتولو لپاره د هغوی هڅه په ډاګه کوي.

لوډوويکو کارلينو، چې د آی ايچ ايس مارکيټ کونفليکټ مانيټر لپاره د د منځني ختیځ او شمالي افريقې سينير شنونکی دی، وويل، "په داسې حال کې چې داعش پخوا ښځينه ځانمرګي بريدکوونکي کارول، دې ډلې په موصل کې ښځې د دې کار لپاره نه دی استعمال کړي، چیرته چې د ښځينه ځانمرګي برید کوونکو شمير له ۴۰ څخه زیات دی."

هغه وويل، "دا لا تراوسه پورې څرګنده نه ده چې آیا د ښځینه ځانمرګي بريدونو په شمير کې زياتوالی یوازې د داعش د مزاحمت نتيجه ده یا دغه ډله ښځې په دې مجبوروي چې بريدونه ترسره کړي او یا دا يو پراخه رجحان په ګوته کوي چې ښځینه جنګیالیان غواړي چې د دې ډلې په جګړو کې برخه واخلي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې دا سې کيږي. د دې نازک وضعیت وجه څه ده. څوک شته چې د دې تشریح وکړي. مهرباني وکړئ د خپلې پوښتنې ځواب ته انتظار وکړئ. مننه، سلامونه او هر څوک به دا خوښ کړي.

ځواب

ډير ښه

ځواب