امنیت

پاکستان د نړیوال کرکټ بېرته راتلل لمانځوي

د عبدل ناصر خان لخوا

په زرګونو مينه وال د اکتوبر په ۲۹ مه د سخت امنيت په ترځ کې د سري لنکا او د پاکستان ترمنځ د ټي ټونټي ميچ لپاره د لاهور قذافي سټيډيم ته راغلل. په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سري لانکا په ټيم باندې د بريد وروسته، دا د کرکټ د يو ستر هېواد لخوا لومړی سفر دی. د پاکستان د کرکټ بورډ چيرمين نجم سيټهي، د سري لانکا د کرکټ بورډ صدر تهيلانګا سوماتهي پالا، د سري لانکا د کرکټ ټيم کپتان تهيسرا پريرا او مينه وال د دې پیښې په اړه خبرې کوي. [جسټن جيرارډې/ ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي او عبدل ناصر خان/ پاکستان فارورډ]

لاهور -- د کرکټ مينه والو او چارواکو د یکشنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۲۹ مه) پاکستان ته د نړيوال کرکټ، د پاکستان او سري لانکا تر منځ د ميچ سره، بيرته راتلل ولمانځل، او دا یې د اورپکۍ پر وړاندې د پاکستان بریالیتوب وبالو.

په پاکستان کې نړيوال کرکټ ورسته له هغې وتړل شو کله چې په په لاهور کې په ۲۰۰۹ کال کې د مارچ په ۳ مه د سري لانکا په کرکټ ټيم باندې بريد وشو.

په دغه برید کې اوه پاکستانیان ووژل شول او د سري لانکا اوه کسان ژوبل شول. چارواکو د دې تور په لشکر جهنګوي لګولې و.

پاکستان د یکشنبې د ورځې ميچ وګټلو، چې دا د درې ميچونو په ټي ټونټي نړيوال سيريز کې د دواړو ټيمونو ترمنځ آخرنۍ ميچ و. دوی نور ميچونه په متحده عرب اماراتو کې ترسره کړې ول.

د پاکستان کرکټ لوبغاړي د اکتوبر په ۲۹ مه په لاهور کې د سري لانکا خلاف د ټي ټونټي کرکټ د دريم او آخرنې ميچ ګټلو نه وروسته جشن کوي. [عامر قریشی/ ای ايف پي]

د پاکستان کرکټ لوبغاړي د اکتوبر په ۲۹ مه په لاهور کې د سري لانکا خلاف د ټي ټونټي کرکټ د دريم او آخرنې ميچ ګټلو نه وروسته جشن کوي. [عامر قریشی/ ای ايف پي]

پاکستاني کتونکي د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سري لانکا ترمنځ د ټي ټونټي کرکټ ميچ د پيلولو نه مخکې د خوشحالۍ چيغې وهي. [عارف علي/ای ايف پي]

پاکستاني کتونکي د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سري لانکا ترمنځ د ټي ټونټي کرکټ ميچ د پيلولو نه مخکې د خوشحالۍ چيغې وهي. [عارف علي/ای ايف پي]

په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سريلانکا ترمنځ د کرکټ نه مخکې د سخت امنيتي تدابيرو په ترڅ کې د کتونکو تلاشي ترسره کيږي. پاکستان وګټله. [عبدل ناصر خان]

په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سريلانکا ترمنځ د کرکټ نه مخکې د سخت امنيتي تدابيرو په ترڅ کې د کتونکو تلاشي ترسره کيږي. پاکستان وګټله. [عبدل ناصر خان]

مهر خلیل (ګس اړخ ته دوهم)، چې هغه زړور ډريور دی کوم چې په ۲۰۰۹ کال په تروریستی برید کې د سري لنکا ټیم خوندي ځای ته رسولی و، په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د سري لنکا د کرکټ بورډ صدر تیلانګا سوماتهي پاله (ښې اړخ ته دوهم) او د پي سي بي مشر نجم سيټهي (ښې اړخ ته) سره د ځانګړي میلمه په توګه ليدنه کوي. [د پي سي بي ټویټر اکاونټ]

یو تاریخي ميچ

د خیبر نیوز خبريال زيمل خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې ميچ اهميت دا دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د سري لانکا په ټيم باندې د بريد نه وروسته د سري لانکا ټيم پاکستان ته راغې او په لومړې ځل يې په پاکستان کې ميچ وکړو."

د کرکټ بورډ چيرمين نجم سيټهي د ميچ نه مخکې د سري لانکا د کرکټ بورډ د صدر تهيلانګا سوماتهي پالا او د دواړو ټيمونو کپتانانو سره په نيوز کانفرنس کې وويل، "اته کاله وړاندې، یوه تراجيدي رامنځته شوه چې موږ یې هیرول غواړو او دا د دغه سفر پیل دی."

هغه وویل: "دا يوه تاریخي ورځ ده ځکه چې دا په کور کې د نړیوال کرکټ د نوې دور پرانيسته کوي." "دا د کرکټ پاتې نورو هیوادونو ته پيغام ورکوي چې پاکستان چمتو دی چې د نړیوال کرکټ کوربه توب وکړي."

سوماتهي پاله وويل، پاکستانیان په خپل هیواد کې د ښه کرکټ نه د خوند اخيستلو حق لري." هغه زیاته کړه، "سري لانکا به ډیر ژر بیرته راشي."

سميره اشرف، چې د لاهور يوه ۲۱ کلنه مينه واله ده، وويل، هغه او د هغې ملګرو د قذافي سټیډیم نه بهر د سخت امنیتي تدابيرو په اړه د هيڅ خفګان څرګندونه ونه کړه.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "زه د ملګرو سره قذافي سټیډیم ته لاړمه چې د سري لنکا ټیم سره د خپل یووالي څرګندونه وکړم او وسله والو ته ووايم: چې تاسو ته ماتی درکړی شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500