تروريزم

د افغانستان بېلابېلو برخو ته د تاوتریخوالي په خپرېدلو سره روسیه د طالبانو ملاتړ کوي

د سلیمان راپور

د فراه ولایتي چارواکي په دې بې نېټې عکس کې هغه وسلې ښیي چې عسکرو د سپتمبر د ۲۸مې د عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو څخه نیولي دي. [د فراه د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

د فراه ولایتي چارواکي په دې بې نېټې عکس کې هغه وسلې ښیي چې عسکرو د سپتمبر د ۲۸مې د عملیاتو په ترڅ کې له طالبانو څخه نیولي دي. [د فراه د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

کابل -- د افغانستان په لوېدیځ کې امنیتي سرچینو او سیمه ییزو چارواکو سلام ټایمز ته وویل، چې دغلته موجودو طالبانو او حقاني شبکې سره د روسانو له خوا ملاتړ روان دی.

تر دې مخکې په شمال کې، د وسلو او مهماتو د رسولو او د روسي مشاورینو له خوا د روزنې ورکولو په شمول د دغه ډول ملاتړ په هکله راپورونه ورکړل شوي ول.‌

دا څرګندونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زياتيدو له امله رامنځته شوه، چیرې چې د طالبانو او نورو وسله والو بریدونو یوازې په تیرو اونیو کې لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژلې ول.

د افغانستان په لوېدیځ کېیوې امنیتي سرچینې د نوم پټ ساتلو په شرط سلام ټایمز ته وویل، چېطالبان د هغې مالي او تسلیحاتي مرستې له لارې، چې هغوی یې له روسانو او ایرانیانو څخه ترلاسه کوي، په فراه، غور، هرات او بادغیس ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي،»

له ټوپکو سره لګېدونکي دا په روسیه کې جوړ دوربینونه چې په دغه بې نېټې عکس کې ښودل شوي دي، د سپتمبر په ۲۸مه په فراه ولایت کې د افغان عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه ترلاسه شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

له ټوپکو سره لګېدونکي دا په روسیه کې جوړ دوربینونه چې په دغه بې نېټې عکس کې ښودل شوي دي، د سپتمبر په ۲۸مه په فراه ولایت کې د افغان عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه ترلاسه شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]‌

هغه وویل، «هغه پیسې او عصري وسلې چې هغوی یې له مسکو څخه ترلاسه کوي، په دغو ولایتونو کې یې د طالبانو قوت په فوق العاده ډول زیات کړی،»‌ او زیاته یې کړه چې دغو تأمیناتو اورپکو ته دا وس ورکړی چې د تېرو دوه کالو په ترڅ کې د فراه او غور ولایتونو هغه ولسوالۍ چې د حکومت په کنټرول کې دي، ونیسي.‌

سرچینې وویل، «د طالبانو او حقاني شبکې په څېر ترهګرو ډلو سره د مالي او تسلیحاتي ملاتړ په برابرولو سره، مسکو په افغانستان کې په یوه نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل شوی دی،»

هغه وویل، «د لوېدیځو سیمو د جګړې په ډګرونو کې امنیتي ځواکونو په مکرر ډول داسې عصري روسۍ وسلې موندلي چې طالبان یې کاروي،‌ او دا داسې وسلې دي چې یوازې له روسي ځواکونو سره موجودې دي،»‌

پرمختللې وسلې

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي فرید بختور تایید کړه، چې روسیه طالبانو ته د روسیه جوړ وسلو په ورکولو سره د هغوی ملاتړ کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «هغه وسلې چې طالبان یې په دې ولایت کې استعمالوي، ډېرې پرمختللې دي،‌ دومره پرمختللې چې ان په دغه ولایت کې مېشت افغان امنیتي ځواکونه داسې ټکنالوجۍ ته لاسرسی نه لري،»‌

هغه وویل،‌ «له داسې ترهګرو سره د روسانو مرسته، چې هغوی هره ورځ زمونږ عسکر او ملکیان وژني، د افغان ولس او حکومت په وړاندې د دښمنۍ معنی لري،»

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند اقبال باهر وویل، د سپتمبر په ۲۸مه، په یوه عملیات کې افغان امنیتي ځواکونو له ۳۰ نه ډېر طالب اورپکي د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ووژل، او له هغوی څخه یې ډول ډول وسلې ترلاسه کړې.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، په دغو وسایلو کې په روسیه کې جوړ، په لېزر سمبال د شپې لیدونکي دوربینونه، چې له نښه ویشتونکو یا سنایپر، ۸۲ ملي متري بې پس لغت او تهاجمي وسلو سره د لګېدلو وړ دي، شاملې وې.

تمویل او روزنه

سربېره پر دې، لندن ټایمز د روانې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې روسیه د میاشتې خواوشا ۴ .۱۷۰ میلیونه افغانۍ (۲.۵ میلیونه ډالر) د تېلو د خرڅلاو له لارې طالبانو ته ور رسوي.

د طالبانو یوه ۲۳ کلن خزانه چي سلام ټایمز ته وویل، چې روسیه له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې چلېدونکیو شرکتونو ته د تېلو ټانکرونه رالېږي.

هغه وویل، «په پیل کې هغه یوازې څو ټانکرونه ول چې لارې چارې پرې وازمويي، خو بیا دغه شمېر یو ناڅاپه زیات شو او اوس هره میاشت په لسګونو ټانکرونه راځي. روسان دا ټول مونږ ته وړیا راکوي -- مونږ یوازې د وارداتو محصول تادیه کوو او بیا په نورو کسانو باندې د تېلو د خرڅولو ګټه ځان ته خوندي کوو.»

هغه زیاته کړه، چې د تېلو طریقه «یوه له هغو» څو طریقو څخه ده چې روسان پرې طالبان تمویلوي.

د روسانو د ملاتړ تاریخچه

د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیالملا منان نیازي وویل، د روسیې او طالبانو تر منځ اړیکې له ۱۸ میاشتو نه ډېرې زړې دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «روسان او ایرانیان له طالبانو سره له څلورو کالو څخه ډېر پخواني ارتباطات لري، چې دغه ګروپ ته مالي او د وسلو مرسته برابروي. په دې موده کې، هغوی اورپکو ته لسګونه میلیونه ډالر نغدې پیسې او سلګونه بېلابېلې وسلې ورکړي دي.»

هغه وویل، «لسګونو روسي او ایراني استخباراتي چارواکو په افغانستان کې د ملا هبت الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې د طالب اورپکو له قوماندانانو سره لیدلي دي،»

د نیازي په وینا، روسیې په تاجکستان کې د طالبانو لپاره یو دفتر جوړ کړی چې د ملا هبت الله یو استازی حاجي ابراهیم یې مشري کوي.‌

هغه وویل، «په تاجکستان کې روسي عسکر طالبانو ته روزنه او وسلې ورکوي چې بیا په افغانستان کې توظیفیږي،»

سربېره پر دې، نیازي وایي چې هغه وسلې چې طالبان یې په فراه، غور، هرات او هلمند ولایتونو کې استعمالوي، هغه «د روسانو او ایرانیانو د وسلو په شریکو کمپنیو کې جوړول کیږي». هغه وویل، چې دغه وسلې بیا له افغانستان سره د ایران او تاجکستان د سرحدونو له لارې طالبانو ته رسول کیږي.‌

د ترهګرو په وړاندې جګړه یا د هغوی ملاتړ کول؟

په داسې حال کې چې په ښکاره داسې ښودل کیږي چې روسیه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې او نورو ترهګرو ډلو د ماتولو لپاره کار کوي، افغان چارواکي وایي چې له طالبانو څخه د روسانو ملاتړ منافقت دی.‌

په ولسي جرګه کې د کوچیانو یوې استازې هیلۍ ارشاد وویل، «روسان وایي چې له طالبانو سره د هغوی اړیکې د دې لپاره دي چې د داعش پر ضد جګړه وکړي، خو دا اصلا د داعش پر ضد جګړه نه ده، بلکې له یوه بل ترهګر ګروپ سره مرسته ده،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «له طالبانو سره د روسانو مرسته د ترهګرۍ پر ضد زمونږ حکومت او زمونږ امنیتي ځواکونه کمزوري کوي. همدارنګه،‌ دا به د تېرو ۱۶ کالو په ترڅ کې د حکومت او نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې ویجاړې کړي.»

مېرمن ارشاد وویل، «له طالبانو سره د روسانو مرستې شمالي ولایتونه -- چې د تېرو ۱۶ کالو په ترڅ کې یو څه خوندي ول، دومره نا امنه کړي چې کندوز دوه ځلې د طالبانو لاسونو ته ور ولوېد،»

هغې وویل، «که روسان په ریښتیا سره غواړي چې د داعش پر ضد جګړه وکړي، بیا تر ټولو ښه لاره دا ده... چې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا به داسې کيږي، روس به د امریکې نه د خپل شکست بدله اخلي، خو په خپلې طریقې سره.

ځواب

هغه ستراتیژي کارول کومه چې هغوی کاروي، بدل په بدل خلاصيږي

ځواب

روس ورته تاکتیک کاروي کوم چې امریکې د روس پرضد استعمال کړې و، او د دې تاکتیک کارول به امریکې ته ماتې ورکړي ...

ځواب

[روس څه تش پاڼې هيواد نه دی چې خپله نوي وسله طالبانو ته ورکړي. او دا د روس خلاف ستاسو د آقا، انګريز، يوه پروپيګنده ده. او تاسو په خیمو کې اوسیدونکي افغان هغوی استعمالوي.]

ځواب