ترانسپورت

د بس ريپيډ ټرانزيټ پروجيکټ موخه د پیښور د ټريفیک ستونزې کمول دي

د جاويد خان لخوا

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک (په ګاډي کې) د اکتوبر په ۱۹ مه چمکنۍ ته څیرمه د بي آر ټي پروژې پرانيسته کوي. [د خیبرپښتونخوا حکومت]

د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک (په ګاډي کې) د اکتوبر په ۱۹ مه چمکنۍ ته څیرمه د بي آر ټي پروژې پرانيسته کوي. [د خیبرپښتونخوا حکومت]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت په پیښور کې په بس ريپيډ ټرانزيټ باندې کار پیل کړې دی چې موخه یې د صوبې په مرکزي ښار کې ټريفیک جام کمول دي.

د خیبر پښتونخوا وزير اعلی پرویز خټک د بي آر ټي پروجيکټ پرانيسته د اکتوبر په ۱۹ مه په يو تقريب کې وکړه. تمه کیږي چې دا پروجيکټ به د شپږو نه تر نهو میاشتو پورې پای ته ورسي.

خټک د مراسمو نه وروسته وویل: "دا پروژه به د عصري عامه ترانسپورت اسانتیاوې برابرې کړي ... او د پېښور شکل به بدل کړي."

هغه وويل، د قدرتي ګيس درې سوه بسونه به د چمکنۍ کلي ختيځ او د حيات آباد جنوب ختيځ ښار ترمنځ په ۲۵.۸ کلوميټره اوږد سړک باندې ځای پر ځای شي.

کارکوونکي د اکتوبر په ۲۱ مه په پيښور کې په بي آر ټي باندې کار کوي. تمه کیږي چې دا کار به د شپږو نه تر نهو میاشتو پورې پای ته ورسي. [جاوید خان]

کارکوونکي د اکتوبر په ۲۱ مه په پيښور کې په بي آر ټي باندې کار کوي. تمه کیږي چې دا کار به د شپږو نه تر نهو میاشتو پورې پای ته ورسي. [جاوید خان]

په دې پروجيکټ باندې به ۴۸ ميليارده روپۍ (۴۵۵ ملیون امريکايي ډالره) لګښت راځي او په بسونو باندې به نورې ۸ ميليارده روپې (۷۵ میلیونه امريکايي ډالره) لګښت راځي.

خټک وويل، په دې یقیني کولو ځانګړې پاملرنه شوې ده چې په دې بسونو کې د معذورانو، مشرانو او ښځو په ګډون ټولو مسافرو ته ځای ورکړې شې او د هغوی په لارو د دې تګ یقیني کړل شي. د سايکل لرونکو لپاره ځانګړی لين به هم د بي آر ټي برخه وي.

هغه وويل، نږدې ۴ لکه مسافر به له دې پروژې څخه هره ورځ ګټه پورته کړي.

تمه کيږي چې له دې څخه په جلاډول، د ريل يوه لويه ګول پټلۍ به هم جوړه شي، چې دا به پیښور د چارسدې، مردان، ملاکنډ او نوښار ډسټرکټونو سره منسلک کړي.

د رغاونې چارې روانې دي

د بي آر ټي په پلان کې د لسګونو نوي سټیشنونو جوړول شامل دي.

په پیښور کې د ټريفيک د پوليسو سپرنټنډنټ رياض احمد پاکستان فارورډ ته وویل، "د چکمنۍ نه تر حيات آباد پورې به په جي ټي روډ، ډبګري ګارډنز، ريلوې روډ، صدر اور يونيورسټي روډ باندې نږدې ۳۱ سټیشنونه جوړ کړی شي."

هغه وويل، درې مرکزي سټيشنونه به په ډبګرۍ، چمکنۍ او حيات آباد کې هم جوړ کړې شي.

د دې پلان مطابق، ۱۴.۹ کلوميټره سړک به په ځمکه باندې وي، ۶ کلو ميټره سړک به د ځمکې نه اوچت وي او ۴.۹ کلو ميټره به په ځمکه کې دننه وي. شپږویشت سټیشنونه به په ځمکه باندې وي، او پنځه به د ځمکې نه اوچت وي.

د احمد په وینا، سربیره پردې، د ساختماني کارونو له امله د ټريفیک جام لپاره یو جامع پلان شتون لري.

هغه وويل، "د هرې سیمې لپاره ديارلس بديل لارې په ګوته کړې شوي دي، چیرته چې ... به د ټريفيک پوليس او افسران ځای پر ځای شي چې په راتلونکي مياشتو کې د بي آر ټي د بشپړولو پورې ټريفيک په ښه توګه روان وساتي."

دا به د پيښور ۳ ميليونو خلکو ته ګټه ورکړي

د پېښور ضلعې ناظم محمد عاصم خان د پرانيستې د مراسمو نه وروسته پاکستان فارورډ ته وویل، د بي آر ټي پروژه به د پیښور درې میلیونو اوسیدونکو ته ښه ټرانسپورټ برابر کړي.

"د خیبرپښتونخوا ټولو ادارو ته لارښوونې شوي چې دا يقينې کړي چې دا پروجيکټ په مقرره وخت کې پای ته ورسي او خلک ناکراره نه شي."

خان وويل: "وزير اعلی خټک په شخصي توګه د ساختماني پروسې څارنه کوي او په ټولو ادارو يې ټينګار کړی چې په کيفيت باندې په ځانګړي توګه تمرکز وکړي."

د خیبرپښتونخوا د ترانسپورت ډپارټمنټ د عامه ترانسپورت څارونکي، محمد جميل، پاکستان فارورډ ته وویل، "بي آر ټي به نه يوازې په پیښور کې بلکې په نورو ښارونو کې هم د عامه ترانسپورت شکل په تیزۍ سره بدل کړي."

ځايي اوسيدونکي وايي چې دوی تمه لري چې په پېښور کې به د عامه ترانسپورت اسانتياوې ښه کړې شي.

يو ځايي سوداګر، محمد اسحاق، وويل: "په پيښور کې زياتره اوسيدونکي د عامه ترانسپورت له لارې سفر کوي، او دا د وخت ضرورت دی چې د بي آر ټي په څير د پروجيکټ له لارې د دې کيفيت لوړ کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې د کیفیت او په مقرره وخت کې د بي آر ټي پروجيکټ په بشپړولو په اړه روغه جوړه ونه کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ماشاء الله، ډير ښه.

ځواب