دین

د سکهانو د موسيقۍ کلاسونه په پېښور کې مذهبي زغم په ګوته کوي

د محمد آهل لخوا

سکھان طالب علمان د سپتمبر په مياشت کې په پېښور کې په بھای جوګا سنګھ خالسا درمک سکول کې د موسیقۍ کلاسونه اخلي. [محمد آهل]

سکھان طالب علمان د سپتمبر په مياشت کې په پېښور کې په بھای جوګا سنګھ خالسا درمک سکول کې د موسیقۍ کلاسونه اخلي. [محمد آهل]

پیښور -- کله چې د سپتمبر په میاشت کې د ماشومانو لپاره کلاسونه پيل شول، نو تر هغه وخت راهيسې د پيښور په محله جوګان شاه نيبر هوډ کې د بھای جوګا سنګھ خالسا درمک سکول کې د مذهبي موسيقۍ غږ ډیر لاروي مسحور کړي دي.

څارونکي وايي، سکهانو ځوانانو ته د کلاسیکي مذهبي موسيقۍ درس ورکول په ښار کې د سولې بیا بحالي په ګوته کوي.

دا یوه نښه ده، چې هغه اقليتونو چې په خیبر پښتونخواه او فاټا کې يې په ویره ژوند تیرولو، هغوی اوس په سکون او ازادۍ سره خپل مذهبي رواجونه ترسره کوي.

سکھ زده کونکي د مذهبي فرض په توګه د موسیقۍ په کلاسونو کې برخه اخلي، خو ډیر څارونکي وايي چې موسیقي سولې او مذهبي همغږۍ ته وده ورکولی شي.

د سولې يوه نښه

ندیم ګیل، یو عیسايي، په بهای جوګا سينګھ سکول او په یو بل ځايي سکول کې د ۱۰۰ نه زیات سکھانو ماشومانو ته د موسیقۍ تعليم ورکوي. په دغه سکول کې د طالب علمانوشمير تقريبا ۱۲۰ دی.

په دغه سکولونو کې نور ښوونکي سکهان یا مسلمانان دي.

ګيل پاکستان فارورډ ته وويل، "موسيقي يوازينۍ ژبه ده چې د تروریزم نفي کوي او د هغو کسانو ترمنځ د سولې او مذهبي همغږۍ سرچینه ده کوم چې د بیلابیلو ایډیالوژیو او عقیدو پيروي کوي." هغه زیاته کړه، هغه دې ماشومانو ته د موسيقۍ په تعليم ورکولو کې ډير زيات اطمینان او ابدي خوشحالي محسوسوي.

ګیل وویل: "ماشومان د خپل ځان په څير ما سره مینه لري، او زه دا نه محسوسوم چې زه د یوې بلې دیني عقیدې سره تړاو لرم."هغه زياته کړه چې "هغه اطمینان چې زه یې لرم سوله او مینه ده چې موږ يې خپروو -- دا د ټولو دینونو اصلي درس دی."

جيتنادر سنګه، چې د بورډ غړی او په بهای جوګا سنګھ سکول کې پخوانی استاد دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ اته میاشتې وړاندې په بهای جان جوګا سنګھ سکول کې د لوی ځوانانو لپاره د موسیقۍ زده کړه پیل کړه، او ډیر ځوانان اوس په ښه توګه روزل شوي دي او په ګدوارو [د سکهانو د عبادت ځايونه] کې په مذهبي مراسمو کې خپلې دندې ترسره کوي."

هغه وویل: "د موسیقۍ دا کلاسونه د سولې ریښتینې نښه ده -- چې اقلیتي ټولنې په ښکاره توګه په هغه ښار کې خپل مذهبي مسولیتونه ترسره کوي چېرته چې څو کاله مخکې خلک خوندي نه وو."

جيتنادر وویل: "د ښوونکو د يو شمير مذهبونو سره اړیکې دا څرګندوي چې موسیقي د مختلفو دینونو پيروي کوونکو ترمنځ همغږۍ، سولې او زغم ته وده ورکوي."

د دینونو ترمنځ همغږۍ ته وده ورکول

جورنيل سنګھ، چې يو پخوانى زده کونکی او اوس په بهای جوګا سنګھ سکول کې د موسيقۍ ښوونکی دی، وويل، هغه د پېښور په ټولنيز چاپېريال کې بدلون ليدلى دى.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اوس خلک ډیر زغم لري." "مخکې، سکهانو به دلته کې د موسیقۍ د سکول په اړه فکر هم نه شو کولی، او ... سکهانو به په خصوصي توګه په کور کې د [موسيقۍ] زده کړه کوله."

هغه وويل: "ترهګرۍ ته په ماتې ورکولو سره پيښور د اقلیتونو پشمول د ټولو لپاره سوله ییز شوی دی." "که موږ په رښتیا سره غواړو چې پاکستان سولې یيز جوړ کړو، نو مونږ له پکار ده چې د ټولو مذهبونو ترمنځ مذهبي زغم او همغږۍ ته وده وکړو."

هغه وويل، کلاسونه د ټولو لپاره پرانيستل شوي دي. هغه زياته کړه چې "موږ ښځینه زده کونکي او حتی مشران زده کوونکي هم لرو." "هرڅوک راتلې شي. ځکه چې موږ د موسیقۍ له لارې د مینې او سولې درس ورکوو."

جيشوندر سنګه، چې د موسیقۍ زده کونکی دی، وویل، کله چې هغه هرمونیم غږوي نو سکون محسوسوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه داسې محسوسوم چې زه د خدای سره اړيکه لرم." "دا د موسیقۍ ژبه ده چې ما ته ښه احساس راکوي."

"که څه هم دا يو دیني کلاس دی، خو دا يوه ستره لاره ده چې په ټولو انسانانو کې زغم او ذهني سکون رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500