امنیت

پاکستان په فاټا کې د پولیسو په جوړولو باندې غور کوي

د جاويد خان لخوا

د مارچ د مياشتې په دې انځور کې خاصادار ځواکونه اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم د پولې ساتنه کوي. د پاکستان حکومت د تورخم پنځو کلیو ته د فدرالي تحقیقاتو ادارې قانون غځولی دی او فاټا ته د پولیس قانون د غځولو په اړه فکر کوي. [جاوید خان]

د مارچ د مياشتې په دې انځور کې خاصادار ځواکونه اوس د پاکستان او افغانستان ترمینځ د تورخم د پولې ساتنه کوي. د پاکستان حکومت د تورخم پنځو کلیو ته د فدرالي تحقیقاتو ادارې قانون غځولی دی او فاټا ته د پولیس قانون د غځولو په اړه فکر کوي. [جاوید خان]

پيښور -- پاکستاني چارواکي فکر کوي چې د ملي پولیسو قانون فاټا ته وغځوي او په فاټا کې د قانون او نظم حالت د ښه کولو لپاره د پوليسو نوی ځواک جوړ کړي.

دا اقدام د فاټا او خیبر پښتونخوا د يوځای کولو د پلان يوه برخه ده.

په اوس وخت کې، د فاټا په اوو قبایلي ایجنسو او شپږ سرحدي سیمو کې د نظم او قانون ذمه واري د لیویز ځواک او د قبایلي پولیسو خاصادار په غاړه ده. په فاټا کې د ترهګرۍ او اورپکۍ سره د مبارزې لپاره پوځ هم ځای پر ځای شوی دی.

د خیبرپښتونخوا پولیس د خدمت لپاره چمتو دي

د پولیسو د قانون پراختیا به په فاټا کې د موجوده امنیتي ځواکونو څخه منظم پولیس جوړ کړي، چې دوی ته به د خیبرپښتونخوا پولیس روزنه ورکوي.

افتخار فردوس، چې په خیبر پښتونخوا کې د ایکسپریس ټریبيون بیورو چيف دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د فاټا اصلاحاتو لاندې، په قبايلي سیمو کې د خیبرپښتونخوا د پولیس ګومارلو په اړه خبرې اترې کيږي."

د پوليسو ګمارلو پروسه به په تدريجي ډول وي، ځکه چې د فاټا په قامي بهير کې شاملول به په پنځو کلونو کې ترسره شي.

هغه وويل، "که دا اصلاحات د پلان مطابق وکړی شول، نو پریکړه کونکي د فاټا لپاره په دوو کلونو کې د پولیسو د انسپکټر جنرل د رتبې د پوليسو د افسر غوښتنه کوي، او د پولیسو دنده به ليويز ته وسپارل شي، چې هغوی ته به د خیبرپښتونخوا پولیس روزنه ورکړي."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل، صلاح الدین خان محسود وویل، چې د خیبر پښتونخوا پوليس په ولایت کې د قانو او نظم ساتلو په برخه کې خورا ښه دنده ترسره کوي او دوی به په قبایلي سیمو کې هم ورته کار وکړي که چيرې دوی ته هلته کې د کار کولو امر وکړی شو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "که چېرې موږ ته په فاټا کې د قانون او نظم وضعیت د ښه کولو لپاره امر وکړی شو، نو مونږ کولی شو چې په یو کال کې نتيجې رامنځته کړو."

هغه وویل: "موږ به لیویز ته روزنه ورکړو او هلته به یو مناسب سیسټم جوړ کړو چې پوځ په تدریجي ډول په يو کال کې د ځینو ځایونو څخه بيرته راستانه شي، او د قانون او نظم دنده پولیسو ته وسپاري."

بدلونونه له مخکې نه روان دي

تیره میاشت، فدرالي حکومت په فاټا کې د تورخم په پنځو کليو کې د فدرالي تحقیقاتو ادارې ترميم شوی قانون ۱۹۷۴ عملي کړو.

د دې اقدام لاندې، د مهاجرت واک د پولې په اوږدو کې ليويز ځواک ته وسپارل شو او پوليټيکل ايجنټ ته يې عدالتي اختيار ورکړو.

عمران شاهد، چې د ايف آی ای ډپټي ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ايف آی ای په قانون کې ترميم کړی شوی دی چې اسسټنټ پوليټيکل ایجنټ او په تورخم کې تحصيلدار ته واک ورکړي چې د [خیبر ایجنسۍ] د انتظامیې واک استعمال کړي." هغه زياته کړه چې ایف آی ای به له چارواکو سره د سرحد څخه د تیریدونکو کسانو په ریکارډ ساتلو کې مرسته وکړي.

دا بدلون قبایلي سیمو ته د پولیسو د قانون د پراخولو په لور لومړی ستر ګام ګڼل کيږي.

په قامي بهير کې د فاټا د شاملولو لپاره غوښتنه کول

د خلکو اکثریت او سیاسي مشرتابه د خیبر پښتونخوا سره د فاټا د يو ځای کيدو غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې د هيواد په قامي بهير کې شامل کړي.

د اکتوبر په ۹ مه، مختلفو سیاسي ګوندونو په اسلام آباد کې یو لاریون وکړو چې د پنځو کلونو انتظار کولو پر ځای يې د فاټا د يو ځای کيدو غوښتنه وکړه.

د تحریک انصاف پاکستان ګوند چيرمين عمران خان وویل، خیبرپښتونخوا په انتظامي او مالي توګه د فاټا د يو ځای کيدو لپاره چمتو ده.

هغه د اکتوبر په ۶ مه د خیبر پښتونخوا وزير اعلی پرویز خټک سره په يو نيوز کنفرانس کې وویل، چې فاټا یو نوي سیسټم ته اړتیا لري ځکه چې موجوده سسټم یوازې کرپټ بیوروکريټانو ته ګټه ورکوي او عامو خلکو ته ګټه نه ورکوي.

خان وويل: "حکومت بايد په فاټا کې اصلاحات وکړي او دا د خيبرپښتونخوا سره د څه ځنډ پرته يو ځای کړي چې د بغاوت پر ضد د پوځي لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي."

خټک پلان لري چې له پوځي چارواکو سره خبرې وکړي چې د خیبرپښتونخوا د سیمو نه پوځ بیرته راستانه کړي چيرته چې پولیس ځای پر ځای شوي دي او چيرته چې پوليس د امنيت مسوليت په غاړه اخيستی شي.

منير افريدي، چې په خیبر ايجنسۍ کې د باړې اوسېدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "چې د فاټا خلک غواړي چې په په قبایلي سیمو کې متنازعه قوانین او سیسټم ژر تر ژره ختم کړي او هغوی دا هم غواړي چې د قبايلي خلکو سره د نورو ولایتونو په څیر چلند وکړی شي." هغه د سرحدي سیمو د جرمونو مقرراتو ته هم اشاره وکړه چې دا د بریتانیې د دور راهيسې یوازې په فاټا کې پلي شوي دي.

فاټا محکمو او د پولیسو مناسب سیسټم ته اړتیا لري، او د هرې ايجنسۍ پوليټيکل ایجنټ باید په بشپړه توګه د واک لرلو په پرته یوازې د ايجنسۍ د انتظاميې مشري وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500