زده کړه

په پاکستان کې يونيورسټۍ په کیمپسونو کې د افراطیت سره مبارزه کوي

د جاويد محمود لخوا

د پېښور يونيورسټي په دې انځور کې د اګست په مياشت کې ښودل شوې ده. په پاکستان کې يونيورسټۍ امنیتي اقدامات کوي او د زده کوونکو د فعالیتونو او چال چلند څارنه کوي چې په کیمپس کې د افراطيت د ګواښ سره مبارزه وکړي. [قاسم یوسفزۍ]

د پېښور يونيورسټي په دې انځور کې د اګست په مياشت کې ښودل شوې ده. په پاکستان کې يونيورسټۍ امنیتي اقدامات کوي او د زده کوونکو د فعالیتونو او چال چلند څارنه کوي چې په کیمپس کې د افراطيت د ګواښ سره مبارزه وکړي. [قاسم یوسفزۍ]

اسلام اباد -- د ستراتیژیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ لخوا خپور شوی رپوټ وايي چې د پاکستان په يونيورسټو کې افراطیت، چې څنګه ښکاري، د هغې نه زيات پیچلی او خطرناک دی.

په کراچۍ کې د سپتمبر په ۲ مه د متحده قومي مومنټ د مشر خواجه اظهارالحسن د وژنې هڅه دا ستونزه په ګوته کړې ده، ځکه چې برید کوونکي د لوړو زده کړو ځوانان ول چې د انصارالشریعه پاکستان سره يې تړاو لرلو. انصارالشريعه یو وسله وال سازمان دی چې نږدې دولس غړي لري. ويل کيږي چې دا د النصرا فرنټ، چې په سوريه کې د القاعدې سره تړاو لرونکې يوه ډله ده، تر لاندې فعاليت کوي.

اسد الله خان، چې يو ريسرچ پيلو دی او د اکتوبر د ۲ مې د آی ایس ایس آی د راپور 'په کيمپسونو کې افراطيت' لیکوال دی، وويل، دا پیښه څرګندوي چې په پاکستان کې يونيورسټۍ د تاوتریخوالي افراطیت لپاره ستر ځايونه دي.

که څه هم، دا ډیره زياته ساده خبره ده، ځکه چې "په ټولنه کې افراطي عناصر د ټولنې په ټولو برخو کې د هغوی د ټولنیز- اقتصادي دریځ او تعلیمي چاپیریال په پرته شتون لري."

يو پاکستانی پلټونکی د سپتمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د اپوزیسیون په سیاستوال باندې د برید د ځای معاينه کوي. وسله والو په يو ناکراره نيبرهوډ کې د متحده قومي مومنټ د مشر خواجه اظهارالحسن د وژلو په هڅه کې یو ۱۰ کلن هلک او یو ساتونکی وژلې و. [آصف حسن/ای ايف پي]

يو پاکستانی پلټونکی د سپتمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د اپوزیسیون په سیاستوال باندې د برید د ځای معاينه کوي. وسله والو په يو ناکراره نيبرهوډ کې د متحده قومي مومنټ د مشر خواجه اظهارالحسن د وژلو په هڅه کې یو ۱۰ کلن هلک او یو ساتونکی وژلې و. [آصف حسن/ای ايف پي]

سره له دې، په وسله والو فعالیتونو کې د لوړو زده کړو ځوانانو ګډون د دوو دلیلونو له کبله خطرناک دی: دا ماهر ځوانان د پاکستان ورکه شوي سرمايه ده او دوی کولی شي چې ترهګريز ډلې پیاوړې کړي او د هغوی سره مرسته وکړي چې په غیر روايتي طریقو سره ټولنې ته زيان ورسوي.

ځوانانو ته د سیاست او مذهب په اړه تعلیم ورکول

خان وویل چې په يونيورسټو کې د مذهبي سیاسي ګوندونو شتون د پاکستان لپاره يوه "لويه ننګونه" ده.

هغه وويل: "مذهبي سياسي ګوندونه خپل هويت د مذهب په بنياد جوړوي." هغه زياته کړه چې "د دې ګواښ سره د مقابلې لپاره، ځوانان باید د مذهب او سیاست د پیچلتیا په اړه پوهه ترلاسه کړي."

هغه وويل، مونږ له پکار ده چې د دې ديني سياسي ګوندونو موخو په اړه پوهه ترلاسه کړو. هغه زياته کړه، "دا د مذهب مسله نه ده؛ دا یوازې په کیمپس کې په ځوانانو او په کمزوري ذهنونو کې د مذهبي ایډیالوژۍ مرتسم کولو له لارې سیاسي موخې ترلاسه کول دي."

هغه وويل، ريسرچ، چې په جدت او تعليم ترلاسه کولو کې مهم رول لوبوي، د افراطیت د مخې نیولو لپاره يوه پیاوړي وسیله جوړيدی شي.

هغه وويل: "په يونيورسټۍ کې د کمزوري ځوانانو په ذهنونو کې بدلون رامنځته کيدی شې که چيرې هغوی ته د ښه ريسرچ لپاره چاپيريال او ضروري سرچينې برابر کړې شي." هغه زياته کړه، دا ډول سهولتونه اوس مهال په ډېرو لوړو زده کړو موسسو کې شتون نه لري.

هغه وويل: "په يو مذهبي، ټولنيز او فرهنګي پلوه هيواد لکه، پاکستان کې، د لوړو زده کړو ادارې او يونيورسټۍ ... مرکزي ميکانيزمونه دي چې د هيواد مخ پر کميدو ټولنيز زيربنې ښه کولی شي." هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د تاوتريخوالي افراطيت سره مبارزه يوې نوې او غیر روايتي کړنلارې ته اړتيا لري."

د زده کوونکو څارنه کول او د افراطیت مخه نيول

د يونيورسټۍ منتظمين په کیمپسونو کې د افراطیت د مخنيوي لپاره اقدامات کوي.

اشفاق حسن خان، چې په اسلام آباد کې د ساینس او ټکنالوجۍ په ملي يونيورسټۍ کې د ټولنیزو علومو او ادب د سکول مشر دی، وویل: "د نظم او څارنې نشتوالې په ځينې پاکستاني يونيورسټو کې افراطیت، اورپکي او نورې ستونزې رامنځته کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، چې د زده کوونکو او هاسټلونو د کلکې څارنې له کبله په نسټ کې د افراطیت یا د اورپکۍ یوه قضیه هم نه ده راپور شوې.

هغه وويل، د يونيورسټۍ په هاسټلونو کې ښځينه زده کوونکو له پکار ده چې د شپې د ۹ بجو نه وروسته د کرفيو پابندي وکړي، په داسې حال کې چې نارينه زده کونکي د شپې د ۱۰:۳۰ بجو نه وروسته د کرفيو پابندي کوي. سربېره پر دې، نسټ بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې په هاسټل کې پاتې شي.

خان وویل چې د يونيورسټۍ کارمندان "د زده کونکو په فعالیتونو او شکل صورت باندې هم نظر ساتي، او د هغه زده کونکو سره مرسته کوي کوم چې په څه مسله کې اخته وي."

هغه ادارې چې د افراطیت، اورپکۍ او مخدره توکو د ستونزو سره مخ دي، باید څارنه زیاته کړي او د زده کوونکو د ساتنې لپاره بهرنیان د کيمپسونو او هاسټلونو نه لري وساتي.

امنیتي حلونه

د کراچۍ په يونيورسټۍ کې، انتظاميه په منظمه توګه په کيمپسونو کې ځای پر ځای شوي د امنیتي ځواکونو سره همغږي کوي.

فاروق علي خان، چې د يونيورسټۍ وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د کراچې په يونيورسټۍ کې رینجرز د ډیرو کلونو راهيسې ځای پر ځای شوي دي چې موخه يې امنیت ساتل او د نورو ننګونو سره مقابله کول دي."

د نورو سکولونو په څیر، د کراچۍ يونيورسټۍ د زده کوونکو د فعالیتونو او چال چلند څارنه کوي چې دا يقيني کړي چې دوی د "ټولنې پر ضد فعالیتونو" کې ښکیل نه دي.

هغه وويل: "دا د زده کوونکو د کورنيو مسؤوليت هم دی چې په خپلو ماشومانو نظر وساتي." هغه دا څرګنده کړه چې زده کوونکي هره ورځ په يونيورسټۍ کې يوازې له درې څخه تر پنځو ګهنټو پورې پاتې کيږي.

مبشر مير، چې په کراچۍ کې د ډيلي پاکستان ريذيډنټ مدير دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت او يونيورسټو له پکار ده چې یو ستر امنیتي میکانیزم جوړ کړي چې زده کونکي او يونيورسټۍ د افراطیت او اورپکۍ د ګواښ نه لرې وساتي."

هغه وويل، اوږدمهاله حل لارې جدي هڅو ته اړتيا لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500