تروريزم

د کنيډا يرغمل شوی کس وايي چې حقاني شبکې د هغه ماشومه ووژله او د هغه د ښځې سره يې بدکاري وکړه

ای ايف پي

یرغمل شوي جوشوا بوایل (ګس اړخ ته) د اکتوبر په ۱۳ مه په ټورنټو کې خبريالانو ته وویل چې د حقاني شبکې فعالينو په افغانستان کې په زندان کې د هغه د ښځې سره بدکاري وکړه او د هغه ماشومه لور یې ووژله. طالبان دا تورونه ردوي. [د سي بي سي نیوز يو سکرين شاټ]

یرغمل شوي جوشوا بوایل (ګس اړخ ته) د اکتوبر په ۱۳ مه په ټورنټو کې خبريالانو ته وویل چې د حقاني شبکې فعالينو په افغانستان کې په زندان کې د هغه د ښځې سره بدکاري وکړه او د هغه ماشومه لور یې ووژله. طالبان دا تورونه ردوي. [د سي بي سي نیوز يو سکرين شاټ]

ټورنټو -- د کنيډا خوشې شوې جوشوا بوایل د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۳ مه) ټورنټو ته د هغه د کورنۍ د راتګ په موقع په یوه اعلامیه کې په تښتوونکو تور ولګوو چې هغوی د هغه د امريکايي ښځې کيټلان کولمن سره بد کاري کړې وه او د هغوی ماشومه لور یې وژلې وه.

د طالبانو سره تړاو لرونکې حقاني شبکې بوایل او کولمن د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې په ۲۰۱۲ کال کې اغوا کړي وو. حقاني شبکه يو وسله واله ډله ده چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې فعاليت کوي. د دې شبکې مشري سراج الدین حقانی کوي، چې هغه د افغان طالبانو مرستیال مشر هم دی.

پاکستاني پوځ د متحده ايالتونو د استخباراتي ادارې په مرسته د اکتوبر په ۱۱مه د پاکستان په خيبر ايجنسۍ کې دغه جوړه او د هغوی درې ماشومان، چې په زندان کې زېږېدلي وو، خوشي کړل. تښتوونکو دغه کورنۍ په یو وخت کې له افغانستان څخه پاکستان ته منتقل کړې وه.

بوايل په غوسه کې خبریالانو ته وویل چې حقاني شبکې د هغوی د ماشومې لور -- څلورمه ماشومه، چې د هغه د شتون په هکله له مخکې نه چاته معلومات نه وو -- د وژلو امر کړی وو ځکه چې هغه د هغوی وړاندیز رد کړې وو. هغه د دغه وړاندیز په هکله څه ونه ويل.

هغه وويل، "حقاني شبکې هغه او د هغه حامله میرمنه، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې يې د عادي کلیوالو سره مرسته کوله، وتښتول او د هغوی دغه بې وقوفي هغه وخت ما ته کم ښکاره شوله کله چې هغوی زما د ماشومې لور د وژلو امر ورکړو."

بوایل دا هم وویل چې د هغه د میرمن سره بد کاري شوې وه، يوازې يو ساتونکي نه بلکې د حقاني شبکې کمانډر، چې د ابو حجر په نامه پيژندل شوی دی، هم د هغې سره بد کاري کړې وه.

بوايل وویل، چې دغه دواړه پیښې په ۲۰۱۴ کال کې رامنځته شوې وې.

هغه وويل، د افغان حکومت، د ۲۰۱۶ کال په تحقيقاتو کې، د دغه جرم تاييد کړی وو. هغه جنايتکارانو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل، "هغه جنايتکاران چې موږ یې نيولې وو ... ښه مسلمانان نه وو." هغه زياته کړه: "دوی بد مسلمانان هم نه ول. دوی بې شکه جنایتکاران ول، بې شکه کافران ول؛ کمانډرانو هغوی ته لارښوونې کړې وې، کومو چې د اسلام رهنمايي نه لرله."

طالبانو د بوایل تورونه رد کړل.

د تښتوونکو لټون جاري دی

په عین حال کې، د یکشنبې په ورځ (د اکتوبرپه ۱۵ مه) په يوې بمي چاودنه کې څلور پاکستاني سرتيري هغه وخت ووژل شول کله چې دوی د تښتونې په تور د وسله والو لټون کولو.

دا پیښه د فاټا په کرم ايجنسۍ کې، چې د افغانستان سره پوله لري، رامنځته شوه.

پوځ په يو بيان کې وويل، "چې څلور پوځيانو، د يو کيپټن په شمول، هغه وخت شهادت ترلاسه کړو او درې کسان ټپيان شول کله چې يوه لاسي چاوديدونکي وسيله وچاوديده."

په دغه بيان کې راغلي: "سرتېري د ژغورل شوي بهرنيانو د تښتوونکو لټون کولو."

چارواکو ای ايف پي ته وویل، د لټون ډلې د فرنټير کور سره تعلق لرلو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دوی کره دروغ وايي

ځواب

زه دا تورونه نه منم، ځکه چې مريم (هيډلي) چې طالبانو اغوا کړې وه، یوه بېلا کیسه بيانوي. تحریک طالبان پاکستان داسې کولی شي خو حقاني شبکه هیڅکله دا عمل نه شي کولی. الله ښه پوهيږي

ځواب