بشري حقونه

د سولې يوه پښتنه فعاله د حقونو معتبره جایزه ترلاسه کوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل په نیویارک کې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۰ مه په جيز ايټ لينکلن سنټر کې په ګول کيپرز ۲۰۱۷ کې خبرې کوي. [جیمي ماکارتي/ ګيټي ايميجز شمالي امریکا /ای ايف پي]

د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل په نیویارک کې د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۲۰ مه په جيز ايټ لينکلن سنټر کې په ګول کيپرز ۲۰۱۷ کې خبرې کوي. [جیمي ماکارتي/ ګيټي ايميجز شمالي امریکا /ای ايف پي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه د سولې فعاله، ګلالۍ اسماعیل، ته په پاکستان کې د افراطیت او د تاوتریخوالي د مخنیوي له کبله د اینا پولیټکوسکایا جایزه ورکړل شوې ده.

د روسیې یوه ژورنالیسته اینا پولیټکوسکایا په ماسکو کې په ۲۰۰۶ کال کې د اکتوبر په ۷ مه په چيچنيا کې د جنګ په اړه د راپور ورکولو له کبله وژل شوې وه. په لندن کې ريچج آل ويمين اين وار (را اين وار) د هغې په ياد کې په ۲۰۰۷ کال کې يو ايوارډ جوړ کړو چې هغه ښځو ته درناوی ورکړي کومې چې د شخړو په سيمو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

ګلالۍ اسماعیل او د هند يوې ژورنالیستې ګوري لنکيش په ګډه د اکتوبر په ۵ مه د اینا پولیټکوسکایا جایزه ۲۰۱۷ وګټله.

په خپلو هیوادونو کې د افراطیت په وړاندې د آواز پورته کولو له کبله د دې دواړو د جرات ستاينه وکړی شوه. ګلالۍ په شمال لویدیځ پاکستان کې د مذهبي افراطیت مخالفت کړی دی، په داسې حال کې چې ګوري په هندوستان کې د هندو افراطيت په وړاندې آواز پورته کړی وو. ګوري د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په ۵ مه د سویلي هند په بنګلورو کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوې وه.

ګلالۍ اسماعیل د سپتمبر په ۱۰ مه په پیښور کې د پوهاوي په يوې غونډه کې د سکول د جينکو سره ده. [د ګلالۍ اسماعیل نه په مننه]

ګلالۍ اسماعیل د سپتمبر په ۱۰ مه په پیښور کې د پوهاوي په يوې غونډه کې د سکول د جينکو سره ده. [د ګلالۍ اسماعیل نه په مننه]

ګلالۍ اسماعيل د سپتمبر په ۱۰ مه په پېښور کې په يوې غونډه کې د زده کړې د اهميت په اړه ليکل کوي. [د ګلالۍ اسماعيل نه په مننه]

ګلالۍ اسماعيل د سپتمبر په ۱۰ مه په پېښور کې په يوې غونډه کې د زده کړې د اهميت په اړه ليکل کوي. [د ګلالۍ اسماعيل نه په مننه]

آويير ګرلز

په ۲۰۰۲ کال کې، ګلالۍ، د ۱۶ کالو په عمر کې، او د هغې خور صبا آويير ګرلز تنظيم جوړ کړو. آويير ګرلز يو غیر حکومتي موسسه ده او غواړي چې په خیبرپښتونخوا او فاټا کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي کلتور او ځورونې سره مبارزه وکړي.

ګلالۍ پاکستان فارورډ ته وويل، چې د پيل راهيسې، [آويير ګرلز] د ښځو د حقونو لپاره کار کړى دى. هغې وويل: "زموږ موسسه د ښځو سره د ظلم پر ضد غږ پورته کوي او په ښځو کې د هغوی د حقونو په اړه پوهاوي رامنځته کوي."

هغې وویل چې وروستۍ جايزه ترلاسه کول ډيره د عزت خبره ده.

سلمان خان، چې د آويير ګرلز پروګرام کوآرډينيټر دی، وويل، ګلالۍ د خپل کمپاينونو له کبله یو شمير ګواښونه ترلاسه کړي دي. هغې وویل چې د ډیرو ټولنیزو رسنیو کمپاینونو داسې څرګنده کړه چې هغه يوه بهرنۍ او يا د مغرب ايجنټه ده.

خان وويل، "حتی چې خلکو ګڼل چې هغه بې دينه ده او سخت دريځو مذهبي ډلو هغې ته یو شمير ګواښونه کړي وو. خو هغې هیڅکله هم په شا نه شوه او خپل کار یې له نورې زياتې جذبې سره جاري وساتو."

د خان له مخې، که څه هم آويير ګرلز د جينکو په مسلو باندې تمرکز کوي، خو دغه ډلې په سيمه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو شمیر ټريننګونه او ورکشاپونه پيل کړي او د خیبرپښتونخوا او فاټا ځوانانو ته تعليم ورکوي.

ګلالۍ په ۲۰۰۹ کال کال کې د ځوانانو د سولې شبکه جوړه کړه چې هلکان او جينکۍ دواړه وهڅوي چې دوی په سیمه کې د سولې فعالین جوړ شي.

اقصیٰ خان، چې د آويير ګرلز پروجيکټ اسسټنټه ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "ګلالۍ فکر کوي چې ځوانان کولی شي چې په پاکستان کې سولې ته په وده ورکولو کې مهم رول ولوبوي."

ګلالۍ وويل چې د دې شبکې تاسیس هغه وخت ترسره شو کله چې ترهګري په خیبرپښتونخوا او فاټا کې ډيره زياته وه. هغې زياته کړه، افراطيان په اسانۍ سره ځوانان په نښه کولی شي.

هغې وويل، "د دې ګواښ د مخنيوي لپاره، [آويير ګرلز] د ځوانانو د سولې شبکې پليټ فارم لاندې د ځوانانو راټولول پيل کړل او د ورانکارو د افراطي نظریاتو په وړاندې يې غږ پورته کړو. موږ د ۵۰۰ څخه زیات ځوان هلکانو او جينکو ته ټريننګ ورکړی دی، کوم چې غواړي چې په سیمه کې سولې ته وده ورکړي."

د ټولنیزو رسنیو کارول

عرفان آفريدي، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د نړیوالو اړیکو زده کوونکی دی، په هغه کسانو کې دی چې د آويير ګرلز نه یې ټريننګ ترلاسه کړو. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د ځوانانو د سولې د شبکې سره يوځای شو.

هغه وويل، "زه د ښځو د حقوقو، تعلیم او په ټولنه کې د هغوی د رول خلاف وم. خو، د ټريننګ ترلاسه کولو نه وروسته، [...] ما [ټولنیزې رسنيې] د يو پليټ فارم په توګه استعمال کړې چې د ښځو د حقوقو او د سولې د اهمیت په اړه ځوانانو ته تعلیم ورکړم."

عرفان وويل، هغه سولې ته د ودې ورکولو لپاره ګڼ شمیر موسیقۍ او کلتوریز شوګانو او د مباحثې انتظام کړی دی او د پام وړ شخصيتونه راوبلل چې په هغه سکولونو کې د سولې په اړه ليکچرونه ورکړي کوم چې د هغه کورنۍ چلوي.

عرفان وویل، ګلالۍ د طالبانو پر وړاندې د سوله بيز مقاومت ته د ودې ورکولو په برخه کې ډير کار کړی دی، او په هر يو فليټ فارم يې ښځې او ځوانان هڅولي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خور، دې ته دوام ورکړئ. زه په تاسو ویاړم.

ځواب