زده کړه

خیبر پښتونخواه قیدیانو ته بنيادي تعليم ورکوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزیر محمد عاطف خان د سپتمبر په مياشت کې په مردان سنټرل جیل کې د چټک زده کړې پروګرام په افتتاحي مراسمو کې د قیدیانو سره دی. [د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم ډپارټمنټ]

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزیر محمد عاطف خان د سپتمبر په مياشت کې په مردان سنټرل جیل کې د چټک زده کړې پروګرام په افتتاحي مراسمو کې د قیدیانو سره دی. [د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم ډپارټمنټ]

پیښور -- ګټه اخيستونکي د دې تعيلمي پروګرام له کبله ډير زيات خوشحاله دي، کوم چې د خیبر پښتونخواه حکومت په مردان سنټرل جیل کې د قیدیانو لپاره پيل کړی دی.

يو قيدي، جوهر خان، ۲۳ کلن، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا زموږ لپاره ډیره ښه موقعه ده چې د قيد په دوران کې تعلیم ترلاسه کړو او د لوستلو او لیکلو توان ولرو."

خان وويل، "موږ ډېر خوشحاله يو او د دې نوښت ستاينه کوو." خان هغه تن دی چې د دوو کسانو، چې د هغو سره يې کورنۍ شخړه لرله، د زخمي کولو له امله د يو کال قيد سزا ترلاسه کړې.

هغه د دې پروګرام، چې د سپتمبر په ۱۹ مه پيل شو، په اړه وويل، موږ په بشپړه توګه د دې فرصت نه ګټه پورته کول غواړو. هغه زياته کړه، "ټوله ورځ موږ وزګار ناست یو او هیڅ کار نه لرو. دې پروګرام ماته د روښانه راتلونکي اميد راکړی دی."

د خیبرپښتونخوا د تعليم وزیر محمد عاطف خان په مردان سنټرل جيل کې د چټک زده کړې پروګرام په افتتاحي مراسمو کې د ښځينه قیدیانو سره لیدنه کوي. [د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم ډپارټمنټ]

د خیبرپښتونخوا د تعليم وزیر محمد عاطف خان په مردان سنټرل جيل کې د چټک زده کړې پروګرام په افتتاحي مراسمو کې د ښځينه قیدیانو سره لیدنه کوي. [د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعلیم ډپارټمنټ]

دا نوښت، چې موخه یې د دریم ټولګي پورې د زده کړې کچې لوړول دي، د خیبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي زده کړو رياست او د غیر انتفاعي ویژن ۲۱ فاونډیشن ګډه هڅه ده.

قیدیان پیاوړي کول چې دوی ګټور ژوند ولري

د دغه موسسې د چټک زده کړې پروګرام لاندې، حکومت غواړي چې د هغو وګړو په ژوند کې مثبت بدلون راولي کومو چې مناسب تعلیم نه دی ترلاسه کړی او وروسته بیا د ټیټې کچې د جرمونو په تور بندي شوي ول.

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزیر محمد عاطف خان وویل، حکومت غواړي چې قیدیان پياوړي کړي او کله چې د جیل نه ووځي نو ښه وګړي ترې جوړ شوې وي. په جيل کې د خپلې مودې تيرولو نه وروسته، دا به دوی ته توان ورکړي چې دوی کار ترلاسه کړي او يا خپل کاروبار پیل کړي.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "په لومړي پړاو کې، ټول ۶۸ قیدیان، د ۲۲ ښځو په شمول، د اردو، انګریزۍ او ریاضۍ په اساسي ټولګیو کې داخل شوي دي." "موږ تعيليم يافته قیدیان هم استخدام کړي چې بې سواده بنديانو ته تعليم ورکړي."

هغه وویل: "دا به نه یوازې هغوی ته ډیر معلومات ورکړي، بلکې دوی به په ټولنه کې په اسانه سره بیا شامل کړي." "قیدیان په زندانونو کې ډیر وخت لري ... دا پروګرام به دا يقيني کړي چې دوی څه وکړي، په داسې حال کې چې دا به په مثبت ډول د دوی په ژوند اغیز وکړي."

هغه وویل، په دې پروګرام کې برخه اخیستونکو ښوونکو ته هره مياشت ۱۵،۰۰۰ روپۍ (۱۴۲ امريکايي ډالره) ورکول کیږي. هغه زياته کړه چې چارواکي په فعاله توګه د نورو ښوونکو استخدام کوي.

خان وويل، د پروګرام له پيل راهيسې د دريو مياشتو د کورسونو غوښتنه زياته شوې ده.

پروګرام پراخول

د خیبرپښتونخوا د تعلیم ډايريکټر رفیق خټک پاکستان فارورډ ته وویل، چې د چټک زده کړې پروګرام یوه نمونه ده چې په نژدې راتلونکي کې به نورو جیلونو ته وغځول شي.

د خیبرپښتونخوا حکومت د می په میاشت کې په پیښور سنټرل جيل کې دا پروګرام پیل کړو، چیرته چې ۳۰ قیدیان تعلیم ترلاسه کوي.

محمد فهيم، چې يو پخوانی قيدي دی او په اقتصادياتو کې د يونيورسټۍ ډګري لري، اوس په جيل کې دننه د يو ښوونکي په توګه کار کوي.

هغه وویل چې د زده کړې فرصت یو نعمت دی.

فهيم، چې څو کاله وړاندې د بشري قاچاق اړوندو کيسونو کې د فدرالي تحقيقاتي ادارې لخوا نيول شوی وو، پاکستان فارورډ ته وويل: "دا د خوشحالۍ موقعه ده چې خلکو ته تعيلم ورکړو او د هغوی سره په خپل ژوند ښه کولو کې مرسته وکړو. زياتره قیدیان بې سواده دي او غواړي چې تعليم ترلاسه کړي."

هغه وويل، د پېښور په مرکزي زندان کې يوه لايبريري جوړه شوې ده. هغه زياته کړه چې د بنديانو لپاره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه شاوخوا ۲۰۰ کتابونه موجود دي.

د تعليم وزير عاطف خان وويل، ورته لايبريري به د مردان په زندان کې هم جوړه کړی شي.

ثمينه بيګم، چې د مردان په زندان کې قيد ده، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ ليوال يو چې بنيادي تعليم ترلاسه کړو." هغې وويل، "دا بنيادي زده کړه له موږ سره مرسته کولی شي، او موږ کولی شو چې د لسم پورې او د لسم نه وروسته رسمي تعليم ترلاسه کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500