امنیت

چارواکو په ملاکنډ امنیتي کمپاين کې ۶۰،۰۰۰ اين سي پي ګاډي راجسټر کړل

د عديل سعيد لخوا

په ملاکنډ کې هغه ګاډی چې کسټم پې نه دی جمع کړی شوی (اين سي پي)، نوي لايسنس پلیټ وروسته له هغې ترلاسه کوي کله چې د ګاډي خاوند دغه ګاډی په ۲۰۱۷ کال کې د سپتمبر په ۲۰ مه د پولیسو سره راجستر کړو. [ارشد اقبال]

په ملاکنډ کې هغه ګاډی چې کسټم پې نه دی جمع کړی شوی (اين سي پي)، نوي لايسنس پلیټ وروسته له هغې ترلاسه کوي کله چې د ګاډي خاوند دغه ګاډی په ۲۰۱۷ کال کې د سپتمبر په ۲۰ مه د پولیسو سره راجستر کړو. [ارشد اقبال]

پیښور -- پوليس وايي چې چارواکو په ملاکنډ کې تر اوسه پورې ۶۰،۰۰۰ غیرقانوني ګاډي راجستر کړي دي چې دا د هغې ستر کوشش برخه ده چې موخه يې د ډويژن په اوو ډسټرکټونو کې اټکل شوي دوه میلیونه غیرقانوني ګاډي رجسټر کول دي.

په سوات کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ خان خيل وویل، "دا یو ټولنیز کوشش دی چې د پاکستان د پوځ، پولیسو او د ضلعي حکومتونو لخوا په ګډه ترسره کیږي."

په ملاکنډ کې، چې د خیبر پښتونخواه يو ډويژن دی، د پاټا قوانين نافذ دي. له دې امله دلته ټيکس او کسټم معاف دي او دې په تصادفي ډول د افغانستان نه د فاټا له لارې د سلګونو زرو ګاډو د قاچاق لپاره دروازه پرانیزله.

خیل پاکستان فارورډ ته وویل، دا ګاډي د محصول او مالیې ادارې سره د راجستر کيدلو پرته فعاليت کوي، ځکه دا ګاډي د "نان کسټم پيډ ګاډو" په نامه ياديږي او دا د ملکیت رسمي اسناد نه لري چې د دې څيړنه وکړې شې که چيرې دا په جرم کې یا په ترهګریزو فعاليتونو کې استعمال کړې شي.

د پولیسو يو چارواکی د سپتمبر په ۲۰ مه د ملاکنډ ډويژن په تيمرګره کې د اين سي پي ګاډو معلومات په کمپيوټر کې ثبت کوي. [ارشد اقبال]

د پولیسو يو چارواکی د سپتمبر په ۲۰ مه د ملاکنډ ډويژن په تيمرګره کې د اين سي پي ګاډو معلومات په کمپيوټر کې ثبت کوي. [ارشد اقبال]

بده پېښه د اقدام پورته کولو سبب جوړيږي

د خیل په وینا، د اين سي پي ګاډو رجسټريشن په جنوري ۲۰۱۷ کال کې پیل شو، او د مارچ په ۲۴ مه په بشپړه توګه نافذ شو.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو پخواني انسپکټر جنرل ناصر خان دراني د دې کمپاين وړاندیز کړی وو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل ویاند، ریاض احمد یوسفزۍ، وویل: دراني خبرداری ورکړو چې "ترهګر او جنایتکاران، د بهته خورو او تښتوونکو په شمول" د دې غیر رجسټر شوي ګاډو ناوړه استعمال کوي."

د نیوز لاین پاکستان له مخې، دراني په اکتوبر ۲۰۱۴ کال کې په يو ليک کې د خیبرپښتونخوا حکومت ته ولیکل، "د ترهګرو لخوا کارول شوي این سي پي ګاډي په ترهګریزو فعالیتونو کې په ځانګړې توګه په ملاکنډ ډويژن کې کارول شوي ول."

ویل کیږي چې دراني دا لیک وروسته له هغې لیکلی وو کله چې يو غیرقانوني ګاډی په ویجاړونکي ترهګريز برید کې استعمال شو.

د ايکسپريس ټريبيون خبریال محمد ریاض پاکستان فارورډ ته وویل، آی جي پي وروسته له هغې د اقدام پورته کولو ضرورت محسوس کړو کله چې په ۲۰۱۳ کال کې د سپتبمر په ۲۹ مه د پیښور ښار په قيصه خوانۍ بازار کې په یوه بمي چاودنه کې یو این سي پي ګاډی استعمال کړی شو، چې ۴۲ کسان په کې وژل شوي ول.

هغه وويل، د دې بمي چاودنې په اړه په تحقيقاتو کې، پوليسو توان نه لرلو چې د هغه ګاډي رسمي اسناد ترلاسه کړي کوم چې ترهګرو استعمال کړی وو.

رياض وويل، دې پېښې دا ضرورت رامنځته کړو چې "د ترهګرو او سختو جنايتکارانو لخوا د دې ګاډو د کارولو مخه نيولو لپاره د قاچاق شوې ګاډو يو مناسب ډيټابيس جوړکړی شي."

د رجسټريشن لپاره هیڅ مالیه نه ورکول کیږي

ايس ايس پي خيل وويل، هغه څوک چې خپل ګاډی رجسټر کوي، په هغه دا قدغن نشته چې پيسې یا مالیه ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د ماليې پخوانی وزیر محمد همایون خان، چې ملاکنډ سره تعلق لري، وویل، "مخکې به خلکو فکر کولو چې آيا دوی به د ګاډو رجسټر کولو لپاره مالیه یا پيسې ورکوي، خو په ملاکنډ کې امنیتي ځواکونو دا څرګنده کړه چې داسې نه ده، نو ځایي خلکو له دوی سره همکاري پیل کړه."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د تل پاتې سولې يقيني کولو لپاره د امنيت د اهميت نه خبر يو او له دې امله د هغه ګاډو د رجسټر کولو حمايت کوو کوم چې ريکارډ نه لري او د قانون پلې کوونکو لپاره ستونزې رامنځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 24

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښاغلیه، آيا د اېن سي پي ګاډو رجسټریشن دا وخت د اعتبار وړ دی؟ مهرباني وکړئ

ځواب

په ملاکنډ ډویژن کې ډیر ګاډي شتون لري چې د رجسټريشن لپاره په انتظار کې دي دا پروسه یو ځل بیا پیل ته اړتیا لري، ستاسو مننه

ځواب

ای جي ۹۷۰۳ چې نوم يې لاندې دی

ځواب

زما نه د خپل غیر کسټم شوي ګاډې اسناد ورک شوې دي، د مثني اسنادو ترلاسه کولو لپاره زه باید څه وکړم؟

ځواب

ښه طريقې

ځواب

ای اي۱۰۰۳۰۰۰۰۱۷

ځواب

ای کی ۵۵۳۳

ځواب

جناب زما اين سي پي نمبر ای ډي۳۶۸۲ وګورئ

ځواب

ای اېن ۷۱۶۱۷۵

ځواب

ای جی۵۵۱۹

ځواب

جناب زما د اين سي پي ګاډي نمبر ای جي ۳۴۵۰ وګورئ

ځواب

ای جي ۳۴۵۰

ځواب

ډېر ښه

ځواب

اسلام عليکم، جناب زما د اين سي پي موټر نمبر وګورئ چې د دې موټر نمبر ای اي ۷۸۸۲ اصلي خاوند څوک دی.

ځواب

اسلام عليکم جناب زما د اين سي پي موټر نمبر ای ډي ۲۴۷۲ وګورئ

ځواب

اسلام عليکم، جناب زما د اين سي پي موټر نمبر چيک کړئ چې د دې اصلي مالک څوک دی. د موټر نمبر ای سي ۶۰۰۲

ځواب

ای جي ۹۷۰۳ د چا په نامه دی

ځواب

څومره چې ژر کيدې شي

ځواب

ډير ښه

ځواب

دا د خيبر پښتونخوا د حکومت يو غوره نوښت دی او د دې له کبله د ترهګرۍ، قتل او غلا په پيښو کې کمې راتللی شي. خو دا د حل لاره نه ده؛ حکومت ادعا کوي چې دوی د اين سي پي ګاډو د قاچاق مخه نیولې ده، خو بل اړخ ته که چيرې تاسو يو بارګين ته لاړ شئ نو تاسو ته به نوي ماډل ګاډي په نظر راشي. پکار ده چې د ګاډو د سمګلرانو او د حکومتي چارواکو، که د هر يو ډپارټمنټ سره تعلق لري، په کلکه څارنه وکړی شي او په پوله باندې امنيت ټينګ کړی شي او هغه چارواکو ته مثالي سزا ورکړی شي چې د سمګلرانو سره مرسته کوي.

ځواب

په پوځ کې خالي پوسټونه شته؟

ځواب

ډير ښه

ځواب

ما په ايجوکيشن کې ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.....

ځواب

څرنګه نان کسټم پیډ ګاډي د ټول پاکستان لپاره رجسټر کولی شو

ځواب