اسلام اباد -- د فاټا په سلګونو کسانو په اسلام آباد کې د دوشنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۹ مه) لاريون وکړو او د حکومت څخه يې وغوښتل چې د بریتانيې د وخت قوانین دې ختم کړي او نیمه خپلواکه سیمه دې د هیواد له نورو سیمو سره یوځای کړي.
په فاټا کې په اووو ايجنسو کې، چې نږدې ۵ میلیونه خلک او اکثریت یې پښتانه دي، اوس هم د یوې پیړۍ زوړ قانون، چې د سرحدي سیمو د جرمونو مقررات په نامه ياديږي، عملي دی.
په دې کې ډله ايزه سزا شامله ده، چې حکومتي چارواکو ته اجازه ورکوي چې ټولې قبيلې د افرادو د جرمونو ذمه وار وګرځوي.
د پاکستان حکومت د ایف سي آر له منځه وړلو او په سیمه کې، چيرته چې وسله والو په آزادۍ سره فعاليت کولو، د ملي قوانینو پلي کولو منظوري ورکړي ده.
خو بدلونونه د سیاسي اختلافونو له کبله ځنډیږي ځکه چې پاکستان په راتلونکي کال کې د عمومي ټاکنو لپاره تياری کوي.
ميا افتخار حسين، چې ريلي ته يې خطاب وکړو او د عوامي نیشنل پارټۍ مشر دی، وویل: "موږ دلته راغلي یو چې د حکومت پرضد فشار راوړو چې د ایف سي آر قانون ختم کړي او د پاکستان واک او اختیار فاټا ته وغځوي."
حسين وويل چې د ۹۰ فيصده نه زيات قبايلي خلک غواړي چې قبايلي سيمې د خيبر پښتونخواه سره يو ځای شي. نږدې ۲،۰۰۰ قبايلي کسانو شعارونه لکه "ګو ايف سي آر ګو" او "موږ په خيبر پښتونخوا کې د فاټا د شامليدو غوښتنه کوو" پورته کړل.
شهاب الدين خان، چې د باجوړ ايجنسۍ نه د پارلمان يو غړی دی، وويل چې تر څو چې حکومت ايف سي آر نه وي ختم کړی او قبايلي سيمې يې د پاکستان د نورو سيمو سره نه وې يو ځای کړي، دوی به پر حکومت فشار اچولو ته دوام ورکړي.