امنیت

د خیبر پښتونخواہ په ټولو پوليس سټيشنونو کې به کمانډو ځای پر ځای شي

د جاويد خان لخوا

د ايليټ ځواک یو کمانډو د اکتوبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې د محرم په ترڅ کې چمتو ولاړ دی. [جاوید خان]

د ايليټ ځواک یو کمانډو د اکتوبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې د محرم په ترڅ کې چمتو ولاړ دی. [جاوید خان]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیس پلان لري چې د صوبې په ټولو پوليس سټيشنونو کې ځانګړي روزل شوي کمانډو ځای پر ځای کړي چې د خپل کار یا پولیسۍ کولو په عادي هڅو کې د امنیت غبرګون پیاوړی کړي.

په پیښور کې د پولیسو په ځینو مرکزونو کې د کمانډو ځای پر ځای کول له مخکې نه پيل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د پولیسو په ټولو مرکزونو کې د ایلیټ ځواک کمانډو ځای پر ځای کوو چې دوی د لټون او ګزارپه عملیاتو او نورو اقداماتو کې برخه واخلي."

د پولیسو چارواکو له مخې، په دې وخت کې د ایلیټ ځواک کمانډو یوازې په غیر معمولي حالتونو کې کارول کیږي، او د عادي پولیسو سره دندې نه ترسره کوي.

محسود وویل، "اوس د پولیسو په مرکزونو کې د دوی ګمارلو سره، دوی به په منظم ډول په عملیاتو، ګزمو او نورو کړنو کې برخه واخلي."

هغه وويل، جونير افسران، د سب انسپکټرانو او اسسټنټ سب انسپکټرانو په ګډون، به د دې کمانډوز د مشرۍ لپاره روزنه ترلاسه کړي، کوم چې د پوليسو له منظم عملياتو سره واقف دي يا له خلکو سره اړيکې لري.

هغه زياته کړه، د کمانډو ګمارل به د پوليسو عمليات او بريدونه ښه کړي او په عادي ځواک به بار کم کړي.

محسود وويل: "موږ په دې هم غور کوو چې څنګه د سپيشل کمبيټ يونټ لوړ روزل شويو سرتيرو دسته استعمال کړو."

ايس سي يو يوه کوچنۍ دسته ده چې ۱۵۰ پولیس کمانډوز لري. دوی توان لري چې د سټينګ عملیاتو، د مخنيوي او د تروريزم ضد عملیاتو لپاره يوازې او یا د نورو پولیسو او قانون پلي کونکو ادارو د ملاتړ په موخه په چټکۍ سره ځای پر ځای شي.

د پولیسو، چارواکو څخه ملاتړ

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک د فبرورۍ په میاشت کې په نوښار کې ایلیټ ځواک ته په خطاب کې د تروریزم په وړاندې په لومړۍ کرښه کې د جګړې کولو له کبله د پولیسو ستاينه وکړه. وزیر اعلی د پولیسو کمانډو په تنخواګانو او نورو ګټو کې د پام وړ زیاتوالي اعلان وکړو.

ډیری ښځینه کمانډو په دې وروستیو میاشتو کې د ایلیټ ځواک سره د یو ځای کیدو لپاره روزنه بشپړه کړې.

په پیښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر وويل، د خیبر ایجنسۍ پولې ته څېرمه په ځینو پولیسو سټیشنونو کې د ایلیټ ځواک کمانډو ځای پرځای شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د پیښور په ځينو کلیوالي پولیسو سټيشنونو کې کمانډوز موجود دي چې د ترهګرو په وړاندې غبرګون کې وخت بچ کړي.

د ایلیټ ځواک کمانډوز نه علاوه، په ميترا، ‌بډه بيره او تاتاره کې پولیس سټیشنونه د ريپيډ ريسپانس فورس يونټ لري، چې دا وړتيا لري چې په بيړني حالت کې د پولیسو ځواکونو د را رسيدلو نه مخکې غبرګون ورکړي.

په پيښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (اپريشنز) سجاد خان وویل، "دا کمانډوز د ترهګرو او سختو جنایتکارانو د نيولو لپاره خورا اړین دي." هغه د محسود سره موافقه وکړه او ويي وويل چې کمانډوز به د پولیسو بریدونه ښه کړي او پولیسو ته به لږ آرام ورکړي.

ثاقب آفريدي، چې قبايلي سيمې ته نږدې د متنو کلي اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د کمانډوز ځانګړي روزنه به په بیړني حالتونو کې ډيره مهم وي.

هغه وويل، د ايليټ ځواک ګمارل او قبايلي سيمو سره د پولې په اوږدو کې د امنيتي پوستو جوړېدل به د پوليسو سره مرسته وکړي چې په پېښور باندې هر تروريستي بريد ته ښه غبرګون ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې له ځواک سره یوځای شم او د خپل هیواد خدمت وکړم. زه د ايم ايس سي کمپيوټر ساينس طالب علم یم

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

معلومات ترلاسه کړئ

ځواب

د خيبر پښتونخوا پوليس د پام وړ او ښه کار کوي.

ځواب

جناب زه له پوځ سره يو ځای کيدل غواړم

ځواب