اقتصاد

په عکسونو کې: په مهمند ایجنسۍ کې نهاکي تونل جوړول

د عالمګير خان لخوا

په مهمند ايجنسۍ کې په نهاکي تونل باندې کار په فبروري ۲۰۱۴ کال کې پیل شو. [عالمګیر خان]

په مهمند ايجنسۍ کې په نهاکي تونل باندې کار په فبروري ۲۰۱۴ کال کې پیل شو. [عالمګیر خان]

انجينران په اپريل ۲۰۱۶ کال کې په مهمند ايجنسۍ کې د جوړيدونکي نهاکي تونل سروی کوي.

انجينران په اپريل ۲۰۱۶ کال کې په مهمند ايجنسۍ کې د جوړيدونکي نهاکي تونل سروی کوي.

په ۲۰۱۶ کال کې په مهمند ایجنسی کې په نهاکي تونل باندې کار روان دی. [عالمګير خان]

په ۲۰۱۶ کال کې په مهمند ایجنسی کې په نهاکي تونل باندې کار روان دی. [عالمګير خان]

د نهاکي تونل جوړول د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې پای ته ورسیدو. [عالمګیر خان]

د نهاکي تونل جوړول د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې پای ته ورسیدو. [عالمګیر خان]

په مهمند ایجنسۍ کې نهاکي تونل د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې ښودل شوی دی. [عالمګیرخان]

په مهمند ایجنسۍ کې نهاکي تونل د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې ښودل شوی دی. [عالمګیرخان]

یو موټر په ۲۰۱۶ کې د جوړيدونکې نهاکي تونل څخه تېرېږي. [عالمګیر خان]

یو موټر په ۲۰۱۶ کې د جوړيدونکې نهاکي تونل څخه تېرېږي. [عالمګیر خان]

په مهمند ایجنسۍ کې نهاکي تونل په اپريل ۲۰۱۷ کال کې له بهر څخه ښودل شوی دی. [عالمګیر خان]

په مهمند ایجنسۍ کې نهاکي تونل په اپريل ۲۰۱۷ کال کې له بهر څخه ښودل شوی دی. [عالمګیر خان]

د پوځ افسران په اپریل ۲۰۱۶ کې د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا (ګس اړخ ته) ته د نهاکي تونل په اړه مالومات ورکوي. [عالمګير خان]

د پوځ افسران په اپریل ۲۰۱۶ کې د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا (ګس اړخ ته) ته د نهاکي تونل په اړه مالومات ورکوي. [عالمګير خان]

هالمزۍ تحصيل، مهمند ایجنسي -- د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سپتمبر په ۲۷ مه په مهمند ایجنسۍ کې د نهاکي تونل او غلنۍ مهمند ګټ سړک پرانيسته وکړه.

د فرنټير ورکس آرګنايزيشن له مخې، په ۷۵۱ ميټره اوږد نهاکي تونل باندې ۲.۴ ميليارده روپي (۲۳ ميليونه امريکايي ډالره) لګښت راغلی دی.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر په وینا، ايف ډبليو او د پروجيکټ په لومړی پړاو کې د ۴۱ کيلو ميټره اوږد، د غلنۍ-مهمند ګټ سړک په ۱۴ کيلوميټره باندې کار مکمل کړو، په داسې حال کې چې په پاتې برخه باندې کار روان دی.

د دې پروجيکټ موخه دا ده چې په محلي سفر کې اسانتیا راولي او همدارنګه د افغانستان سره د ناوا پاس له لارې تجارت ته وده ورکړي.

په مهمند ایجنسۍ کې نوی پرانيستل شوې نهاکي تونل په دې انځور کې ښودل شوی دی. [عالمګير خان]

په مهمند ایجنسۍ کې نوی پرانيستل شوې نهاکي تونل په دې انځور کې ښودل شوی دی. [عالمګير خان]

باجوه د ترهګرو نه د خلاصي ترلاسه کولو کې د پاکستاني پوځ سره د ملاتړ له کبله د ځايي قومونو مننه وکړه. هغه وويل، پرمختيايي پروژې د تل پاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره اړين دي.

د مهمند ایجنسۍ د ملي شورا غړي ملک بلال رحمان د اکتوبر په ۳ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې تونل له کبله د ۳۵ دقیقو اوږد مهاله غرنۍ سفر ۴ دقیقو ته راکم شوی دی."

هغه وويل، دا تونل به نه يوازې د مهمند او باجوړ ايجنسو اوسيدونکو ته ګټه ورکړي بلکې په سيمه کې به د مرمرو صنعت ته هم ګټه ورکړي.

ملک اسراییل، چې د صافي تحصیل اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا تونل به د سيمې په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا زما خوښ شو، زه غواړم چې يوې ايجنسۍ ته لاړ شم

ځواب

کويټه

ځواب

ډیر ښه وخانده پاکستان سلام پاکستان سلام پاک پوځ

ځواب