ځوانان

سيند صوبه په سکولونو کې د مخدره توکو د رنځ په وړاندې ګامونه پورته کوي

د آمنه ناصر جمال لخوا

د پاکستان د کسټم ادارې چارواکي د جنورۍ په ۲۶ مه په کراچۍ کې د شرابو بوتلې د سټيم رولر په واسطه چقوي. چارواکو د ګمرکونو په نړیواله ورځ قاچاق شوي مخدره توکي او الکوحل تباه کړل. [آصف حسن / ای ايف پي]

د پاکستان د کسټم ادارې چارواکي د جنورۍ په ۲۶ مه په کراچۍ کې د شرابو بوتلې د سټيم رولر په واسطه چقوي. چارواکو د ګمرکونو په نړیواله ورځ قاچاق شوي مخدره توکي او الکوحل تباه کړل. [آصف حسن / ای ايف پي]

کراچۍ -- د سيند صوبې چارواکي ګامونه پورته کوي چې د پاکستان په تعلیمي ادارو کې د مخدره موادو مخه ونیسي.

د يو حیرانونکې راپور، چې د سویل آسیا د ستراتیژیکي ثبات ادارې په اکتوبر ۲۰۱۶ کال کې د داخلي او د مخدره موادو کنترول لپاره د سينيټ سټينډنګ کمیټې ته وړاندې کړو، له مخې، په اسلام آباد کې په پرايويټ سکولونو کې د ۴۴ نه تر ۵۳ فيصده پورې طالب علمان مخدره توکي کاروي.

د سویل آسیا د ستراتیژیکي ثبات ادارې، چې په اسلام آباد کې يوه څيړنيزه موسسه ده، ډايريکټر جنرل، ماریا سلطان وويل، دا موندنې په مرکزي ښار کې د ۴۴ سکولونو د زده کونکو له سروې څخه ترلاسه شوې.

دغه راپور د کمیټۍ غړي حيران کړل او هغوی د اضافي تحقیقاتو وړاندیز وکړو.

يو پاکستانی هلک په اسلام آباد کې د اپريل په ۵ مه "د سپي او د كورني څاروو په ميله" کې په خپل سپي لاس وهي. د "سپې او کورني څاروي" په نوم دا ميله پیټ لاورز کلب پاکستان د مخدره توکو پر ضد ځواک په مرسته منعقد کړه چې موخه يې د نشه يي توکو پر ضد پوهاوی رامنځته کول دي. [فاروق نعیم / ای ايف پي]

يو پاکستانی هلک په اسلام آباد کې د اپريل په ۵ مه "د سپي او د كورني څاروو په ميله" کې په خپل سپي لاس وهي. د "سپې او کورني څاروي" په نوم دا ميله پیټ لاورز کلب پاکستان د مخدره توکو پر ضد ځواک په مرسته منعقد کړه چې موخه يې د نشه يي توکو پر ضد پوهاوی رامنځته کول دي. [فاروق نعیم / ای ايف پي]

کمیټې وړاندیز وکړو، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک ټیمونه باید د سکولونو ليدنه وکړي او سکولونو له پکار ده چې د مخدره توکو موندلو لپاره د زده کونکو ضروري تلاشي وکړي.

د نیوز انټرنیشنل له مخې، "د کمیټۍ مشر، عبدالرحمان ملک، وویل: "زه د نشه یي توکو په وړاندې د جګړې اعلان کوم او د وسله والو ځواکونو، مدني ټولنو، سیاستوالانو او رسنیو څخه غوښتنه کوم چې د هغو کسانو د ګټو لپاره خپل رول ولوبوي کوم چې په دې رنځ کې اخته دي او زمونږ د راتلونکي نسلونو په ژغورولو کې مرسته وکړي."

سيند د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه کوي

اوس د سيند صوبی چارواکي ګامونه پورته کوي چې د زده کونکو لخوا د نشه یي توکو د کارولو په خطر باندې نظر وساتي.

د سيند وزیر اعلی مراد علي شاه د جولای په ۱۹ مه د نوي تعليمي ټرم نه مخکې اعلان وکړو، چې په وفاقي مرکز کې د زده کوونکو لخوا د نشه یي توکو کارولو په اړه د راپورونو وروسته، د سيند حکومت پریکړه کړې چې په کال کې یوځل د هغه طالب علمانو د وينې ټسټونه وکړي کوم چې په پبلک او پرايويټ سکولونو کې سبق وایي."

هغه وويل: "موږ په سيند کې د طالب علمانو په اړه اندېښمن يو، په ځانګړي توګه هغه څوک چې په هاسټل کې اوسيږي." هغه زياته کړه، "د زده کونکو د وينې ټسټونه به د هغوی د روغتیايي مسلو په مالومولو کې هم مرسته وکړي."

شاه وويل، حکومت به د پبلک سکولونو زده کوونکو ته د وينې د ټسټونو لپاره پيسې ورکړي، په داسې حال کې چې پرايويټ تعليمي موسسو ته به لارښوونه وکړې شي چې هرکال د زده کوونکو د وينې ټسټونه وکړي.

سربیره پردې، هغه وویل، "موږ د ای اين ايف مرستې ته اړتیا لرو چې د هغه منظم ډلو خاتمه وکړو کوم چې ښار ته د مخدره موادو په رسولو کې ښکیل دي."

ای اين ايف، والدین، ښوونکي همکاري کوي

د ای اين ايف ډايريکټر جنرل، ميجر جنرل مسرت نواز ملک وويل، د والدينو، ښوونکو او دولتي ادارو، چې د دې خطر په وړاندې کار کوي، ترمنځ زياته همغږي شتون لري.

هغه د سپبتمبر په مياشت کې پاکستان فارورډ ته وويل، "د مخدره توکو په سوداګرۍ کې د ښکیل عناصرو سره به د هيواد د خوندي او صحتمند راتلونکي لپاره سخت چلند وکړې شي."

د ملک په وینا، د ثانوي سکولونو زده کونکي د مخدره توکو اخیستلو یا د مخدره موادو آيس کارولو لپاره کیفو ته ځي، په داسې حال کې په يونيورسټو کې، چيرته چې زده کوونکي معمولا د لوړ عاید کورنیو سره تعلق لري، مخدره مواد لکه کرسټل میت، کوکين، چرس او هيروين موجود دي.

هغه وړاندیز وکړ چې سکولونو، کالجونو او يونيورسټو له پکار ده چې په کیمپس کې د مخدره موادو اړوند فعالیتونو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي. هغه وويل، پکار ده چې د سکولونو منتظمين ذمه وار وګرځول شي چې دوی چارواکو ته د مخدره توکو کارولو په اړه راپور ورکړي.

هغه وويل: "موږ بايد د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې اعلان وکړو او مدني ټولنې، سياستوالانو او رسنيو څخه غوښتنه وکړو چې د هغو کسانو د بهبود په ساتنه کې خپل رول ولوبوي کوم چې په دې رنځ کې اخته دي او زمونږ د راتلونکي نسلونونو په ژغورولو کې مرسته وکړي."

د ای اين ايف له مخې، د تیر کال راهیسې، چارواکو په روزنیزو ادارو کې ۹،۸۸۵ کیلوګرامه هیرويین، ۱،۴۴۰ کیلو ګرامه چرس او ۳۳ کیلوګرامه افيم نيولي دي.

سربيره پردې، د ای اين ايف پرسونلو په ورته وخت کې په پاکستاني تعليمي ادارو کې په ۳۳۹ چاپو کې د مخدره توکو ۴۱۲ تورن کسان نیولي دي.

د نښه يي توکو د کارولو د مخنيوي لپاره د بنيادي لاملونو پر ضد مبارزه کول

ډاکټر ناصر سعيد خان، چې په لاهور کې په سروسز هسپتال کې د نفسياتو ډاکتر دی، د سپتبمر په مياشت کې پاکستان فارورډ ته د تلیفون په واسطه وویل: "کمزوري درجه او کمه کارکردګي مايوسي رامنځته کوي، چې بالاخره خلک مجبوروي چې د نشه يي توکو له لارې خپل ورځني اندیښنې او خفګان کم کړي، په ځانګړې توګه کله چې دا په اسانۍ سره شتون لري."

هغه زياته کړه: "په نورو لاملونو کې په لومړي کلونو کې ګډ فشار او ناکافي باور شامل دي." هغه زياته کړه، چې يو ځوان کس نشه يي توکې د خوند لپاره کاروي، خو هغه بيا په دې اخته کيږي او په تدريجي ډول د هغه ژوند او راتلونکی تباه کوي."

خان وويل: "ښه فعاليتونه لکه سپورټس او مناظرې ځوانان په دې نشه کې د اخته کيدو نه په منع کولو کې ستر رول لوبوي."

هغه وويل، "پروفیسران او ښوونکي کولی شي چې د اغیزمنو مداخلو له لارې د ګډ فشارونو په کمولو کې کلیدي رول ولوبوي." هغه زياته کړه، "دوی کولی شي چې دا يقيني کړي چې د کلاس چاپيريال غیررسمي او دوستانه دی او دا چې د زده کړې چاپیریال پاملرنه، پوهه او ونډه منعکس کوي."

خان وويل: "په دې کې شک نشته چې په سکول کې يا په ټولنه کې په سپورټس، فن، يا په نورو غير نصابي فعاليتونو کې ګډون کول د ځوانانو سره د نشه يي توکو نه په ډډه کولو کې مرسته کوي." هغه زياته کړه، "دوی به د ټولنې پیاوړی احساس ولري کله چې دوی ګډون کوي. دا به دوی ته احساس ورکړي چې دا د دوی سره د نشه یي توکو نه په ډډه کولو کې مرسته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500