ځوانان

د خیبر پښتونخوا ځوانان سولې او امنیت ته په وده ورکولو کې برخه اخلي

د دانش يوسفزۍ لخوا

شفیق ګیګیاني، چې يو ځوانان فعال دی، د سپټمبر په ۲۹ مه په پېښور کې د ځوانانو، سولې او امنیت په اړه د پالیسۍ خبرو اترو غونډې ته خطاب کوي. دغه غونډه اويیر ګرلز (Aware Girls) موسسې منعقد کړې وه. [دانش یوسفزۍ]

شفیق ګیګیاني، چې يو ځوانان فعال دی، د سپټمبر په ۲۹ مه په پېښور کې د ځوانانو، سولې او امنیت په اړه د پالیسۍ خبرو اترو غونډې ته خطاب کوي. دغه غونډه اويیر ګرلز (Aware Girls) موسسې منعقد کړې وه. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- د ۲۰۰ څخه زیات ځوانان، پالیسي جوړونکي او د مدني ټولنې غړي تیره اوونۍ راټول شول چې د سولې، امنیت او په خیبر پښتونخواه او فاټا کې د ځوانو خلکو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د اوییر ګرلز، چې د ځوانانو او د ښځو يو تنظيم دی او په پاکستان کې د ښځو د پیاوړتیا، د جندر یا جنس د برابرۍ او د سولې د پیاوړتیا لپاره کار کوي، د سپټمبر په ۲۹ مه په پېښور کې د پالیسۍ د خبرو اترو انتظام وکړو.

شفيق ګيګياني، چې يو ځوان فعال دی او په پيښور کې د پوهه (Poha) تنظيم مشر دی، وويل، په خيبر پښتونخوا او فاټا کې -- چې له څو کلونو راهيسې د ترهګرۍ او نا امنۍ سره مخامخ شوي ده -- د پرمختګ نښې نښانې راپورته کيدل پيل شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ تروریزم ته ماتې ورکړی دی." هغه زياته کړه چې ټولنیز او تعلیمي اصلاحات د تل پاتې سولې لپاره اړین دي. "د سولې د پایښت لپاره، موږ له پکار ده چې د سکول په کچه په نصاب کې يو څو بدلونونه وکړو. دا به زموږ نوي نسل ته تعليم ورکړي."

نږدې ۳۰۰ ځوانان، پالیسي جوړونکي او د مدنې ټولنې غړي د سپټمبر په ۲۹ مه په پیښور کې په خبرو اترو کې ګډون کوي. [دانش یوسفزۍ]

نږدې ۳۰۰ ځوانان، پالیسي جوړونکي او د مدنې ټولنې غړي د سپټمبر په ۲۹ مه په پیښور کې په خبرو اترو کې ګډون کوي. [دانش یوسفزۍ]

هغه وويل: "د روزنيز ورکشاپونو، سيمينارونو او د پوهاوي نورو پروګرامونو له لارې موږ کولی شو چې خپل ځوانان خبر کړو." "په ځوانانو پانګونه کول به د پاکستان لپاره روښانه راتلونکې یقیني کړي."

کرن فدا، چې د اویير ګرلز صوبايي ډيريکټره ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "ځوانان د پاکستان د ملا تير دی." "ځوانان د سولی فعالینو په توګه په ټولو کچو د سولې په بحالولو او د شخړې په حل کولو کې مهم رول لوبولی شي."

هغې وويل، اويیر ګرلز د دغه خبرو اترو انتظام وکړو چې په صوبايي او ملي کچه د يو ستر نوښت په اړه پوهاوي رامنځته کړي. دغه نوښت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۵۰ پریکړه لیک پلي کول دي چې دا يقيني کړي چې د پالیسۍ اقدامات د ځوان فعالانو د سولې فعالینو په توګه اهميت په ګوته کړي.

نور پروګرامونه پلان شوي دي

فدا وویل، اويیر ګرلز پلان لري چې د ځوانانو لپاره د پوهاوي او د خبرو اترو د زيات پروګرامونو انتظام وکړي. "دا پروګرامونه د خبرو اترو لپاره فرصت برابروي چې ځوانان په مستقیم ډول د پالیسي جوړونکو سره اړیکه ونیسي او د ځوانانو لپاره د دوستانه پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړي."

شګفته ملک، د عوامي نيشنل پارټۍ مشرې، د سولې د سفیرانو په توګه د ځوانانو لپاره ملاتړ څرګند کړو.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "د امنیت او د سولې د ودې لپاره، موږ له پکار ده چې خپلو ځوانانو ته روزنه ورکړو او هغوی په ښه فعالیتونو کې بوخت کړو."

هغې وړانديز وکړو، د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره، پاليسي جوړونکي بايد د پاکستاني ځوانانو په سلا مشورې پاليسۍ جوړې کړي. هغې زياته کړه، "د دې کار کولو سره، [پالیسي جوړونکي] کولی شي چې د ځوانانو د ارزښت وړ ګډون له کبله تولیدونکي قوانین او پالیسۍ جوړې کړي."

داود افريدي، ۲۶ کلن، چې په خبرو اترو کې يې ګډون وکړو، وویل: د انفرادي او ټولیزې سولې دواړو لپاره دا اړینه ده چې د ټولنې نه تروریزم او افراطیت ختم کړی شي.

هغه وويل، پاکستانيان د کلتوري شوګانو، سپورټس او د لوبو، پوهاوي کمپاينونو او نور ښه پروګرامونو له لارې سولې ته وده ورکولی شي.

افریدي پاکستان فارورډ ته وویل، "د سولې مطلب مينه، امید او ښه اړیکه ده." "د مینې او امید له لارې، موږ کولی شو چې په بشپړه توګه د سیمې څخه تروریزم له منځه یوسو."

کشماله خان، چې په پېښور کې په انجنیرۍ او ټیکنالوژۍ يونيورسټۍ کې طالب علمه ده او په دغه خبرو اترو کې يې ګډون وکړو، وويل، د دې ستونزې یوه برخه دا ده چې د لوبو ټوپکونه د پښتنو په ټولنه کې په کوچني عمر کې تاوتریخوالی رامنځته کوي.

هغې وويل: "موږ بايد د دې کلتور مخه ونيسو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500