ديپلوماسي

د پاکستان د پوځ مشر او افغان ولسمشر دوه اړخیزې همکارۍ ته وده ورکوي

سلام ټایمز

افغان ولسمشر اشرف غني (ښۍ خوا) او د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه د اکتوبر په ۱ په کابل کې د یوه ملاقات په ترڅ کې د سیمه ییز امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، سولې او ثبات، او د ترهګرۍ پر ضد جګړې په هکله خبرې اترې کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

افغان ولسمشر اشرف غني (ښۍ خوا) او د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه د اکتوبر په ۱ په کابل کې د یوه ملاقات په ترڅ کې د سیمه ییز امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، سولې او ثبات، او د ترهګرۍ پر ضد جګړې په هکله خبرې اترې کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

کابل -- د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه د یکشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱/ په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره وکتل، چې تحلیلګران دغه کتنه د تعمیري دوه اړخیزې همکارۍ په لور یو ګام ګڼي.

له کتنې څخه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل، چې دواړو لوریو د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د سیمه ییز امنیت، دوه اړخیزو اړیکو، سولې او ثبات، د ترهګرۍ پر ضد جګړې، او د سوداګرۍ او ترانزیټ د ارتباطاتو په هکله خبرې اترې وکړې.‌

غني وویل، چې اوس هغه وخت را رسېدلی چې باید د دوه اړخیز باور د فضا جوړونې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

پاکستاني هیئت، چې د آی اېس آی رییس تورن جنرال نوید اختر هم په کې شامل وو،‌ وویل چې پاکستان دې ته تیار دی چې د ترهګرۍ پر ضد هغې جګړه کې همکاري وکړي چې دواړه هېوادونه ورسره مخامخ دي، او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.‌

غني، چې د نورو ترڅنګ د هغه د ملي امنیت سلاکار او د دفاع وزارت چارواکو یې ملګرتیا کوله، د داسې یوه سیستم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه چې د هر لوري له خوا د شویو ژمنو نظارت وکړي.

د پاکستان لپاره افغان سفیر عمر زاخېلوال، چې په دې کتنه کې یې برخه لرله، په یوه ټویټ کې ولیکل، چې خبرې «صریحې، مثبتې، احترامانه، تعمیري او هڅوونکې وې».‌

په دوه اړخیزو اړیکو کې یو نوی فصل

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر لطیف نظري سلام ټایمز ته وویل، «د اوسني حالت په پام کې نیولو سره،‌ کابل ته د پاکستان د لوی درستېز راتګ ډېر مؤثر دی او کېدای شي چې مثبت نتایج رامنځته کړي،»‌

هغه وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ غښتلې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او د پولې دواړو غاړو ته ننګونو یا چلینجونو په راکمولو کې به مرسته وکړي.

هغه وویل، «ترهګري نړیوال امنیت، او په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان ته یو لوی ګواښ دی؛ له دې امله، په کار دی چې دواړه هېوادونه په ګډه سره کار وکړي،»‌

د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي فرهاد صدیقي وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ همکاري به په سیمه کې د امنیت او ثبات په انکشاف کې مرسته وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانستان او پاکستان یوه اوږده شریکه پوله سره لري، او دغه دواړه ولسونه ډېر مشترکات سره لري،»

هغه وویل، «ښه ارتباط به نه یوازې د امنیت په برخه کې مرسته وکړي بلکې په سیمه کې به سوداګرۍ ته هم وده ورکړي.‌ پاکستان کولی شي چې د افغانستان له ستراتيژیک موقعیت څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د تجارت لپاره ګټه واخلي.»

په پېښور کې د امنیتي چارو یوه تحلیلګر (متقاعد) ډګرمن محمودشاه وویل، له کابل څخه د باجوه لیدنه په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ضروري ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پاکستان او افغانستان دواړه له افراطیت څخه سخت ډېر متأثر شوي دي. د هغوی له همکارۍ څخه پرته، ښایي مونږ ونشو کولی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوو او د پولې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو ستونزې حل کړو.»

هغه وویل، «دا ضروري ده چې دواړه خواوې د هغو خلکو پر ضد لاسونه سره یو کړي چې د سولې د مختل کولو مسؤلیت ورګرځي،» او زیاته یې کړه چې هغه شک نه لري چې دغه کتنه به د هغو خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي چې د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې د اورپکو له خوا یرغمل نیول شوي دي.‌

محمودشاه وویل، «دواړه هېوادونه د افراطیت ستونزې سره مخامخ دي، او دا چې دغه ستونزې ډېرې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري،»

د پاکستان او افغانستان لپاره سوله

په پېښور پوهنتون کې د پاکستان د مطالعاتو یوه استاد شاه جهان وویل، له کابل څخه د پوځ د مشر لیدنه د ترهګرۍ په واسطه د ځپل شویو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د زړه له تله اړیکو جوړونې په لور یو مهم ګام وو.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «پاکستان او افغانستان ته بل هېڅ هېواد هم سوله نشي راوړلی،‌ او دا د هغوی وظیفه ده چې دا کار پخپله وکړي. اوس په دواړو هېوادونو کې واکمنانو دا درک کړې ده چې هغوی یو له بل سره د خبرو نه کولو له امله ډېر زیات تاوانونه کړي، او د دغه حالت ګټه اورپکو وړې ده.»‌

هغه وویل، دغه کتنه همدارنګه د سرحدونو د مدیریت د پیاوړتیا او اورپکو ته د لاسرسي لرلو د ممانعت په برخه کې مهم رول لوبوي.‌

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وویل، سوله د پاکستان او افغانستان د خلکو په ګټه ده او دا چې دواړه حکومتونه باید د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره دوامدارې خبرې اترې وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د پاکستان او افغانستان ترمنځ یووالی به بالاخره د ترهګرۍ ختمولو ته لاره ورجوړه کړي.‌ مونږ سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو ته د لارې هوارولو لپاره یوه سوله ییز چاپېریال ته ضرورت لرو.»

[له کابل څخه سلیمان او له پېښور څخه اشفاق یوسفزي د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500