امنیت

پاکستان له کلک امنیت سره سوله ايزه عاشورا ولمانځله

دجاويد خان لخوا

په پیښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان (چې چشمې لري) د سپتمبر په ۳۰ مه په پیښور کې د عاشورا د جلوسونو لپاره د امنیتي ترتیباتو څارنه کوي. [د پیښور پولیس]

په پیښور کې د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان (چې چشمې لري) د سپتمبر په ۳۰ مه په پیښور کې د عاشورا د جلوسونو لپاره د امنیتي ترتیباتو څارنه کوي. [د پیښور پولیس]

پیښور -- پاکستان د امنیتي تدبیرونو او د پولیسو، پوځ او نورو امنیتي ادارو ترمنځ د همکارۍ له کبله سوله ایزه عاشورا ولمانځله.

په ټول هېواد کې، په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا، پنجاب، سيند او بلوچستان صوبو په حساسو ډسټرکټونو کې، امنیت ټینګ کړی شوی وو.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "د پولیسو، پوځ، فرنټير کور، فرنټير کانسټبلري، د ضلعي انتظاميې او نورو ادارو ترمنځ غورې همغږۍ په ټوله خیبرپښتونخوا کې په سولې سره د عاشورا محرم لمانځلو کې مرسته وکړه."

هغه وويل، "په ټولو حساسو ډسټرکټونو کې، چيرته چې چارواکو د ترهګرۍ ګواښونه ترلاسه کړي ول، کلک امنيتي ترتيبات نيول شوي ول."

یو پولیس د سپتمبر په ۲۹ مه چاودیدونکي توکې، چې بال بیرنګونه لري، ښایي. پوليسو دغه چاوديدونکي توکې د ترهګرو نه په پيښور کې ترلاسه کړې. ترهګرو په محرم کې د يو څو بریدونه پلان لرلو، خو پولیسو د هغوی پلانونه ناکامه کړل. [جاوید خان]

یو پولیس د سپتمبر په ۲۹ مه چاودیدونکي توکې، چې بال بیرنګونه لري، ښایي. پوليسو دغه چاوديدونکي توکې د ترهګرو نه په پيښور کې ترلاسه کړې. ترهګرو په محرم کې د يو څو بریدونه پلان لرلو، خو پولیسو د هغوی پلانونه ناکامه کړل. [جاوید خان]

د مختلفو طبقو دیني عالمان، پولیس او پاکستانیان د سپتبمر په ۲۸ مه په ډيره اسماعيل خان کې د سولې لپاره مارچ کوي. لاریون کوونکو غوښتنه وکړه چې د محرم په دوران کې فرقه يي همکارۍ ته وده ورکړي. [د ډیره اسماعيل خان پولیس]

د مختلفو طبقو دیني عالمان، پولیس او پاکستانیان د سپتبمر په ۲۸ مه په ډيره اسماعيل خان کې د سولې لپاره مارچ کوي. لاریون کوونکو غوښتنه وکړه چې د محرم په دوران کې فرقه يي همکارۍ ته وده ورکړي. [د ډیره اسماعيل خان پولیس]

محسود وویل: "ټولو سیمه ایزو او د ډسټرکټ ټولو افسرانو ته امر ورکړی شوی وو چې د عاشورا د غونډو او جلوسونو لپاره کلک امنیتي ګامونه پورته کړي."

هغه زياته کړه، په پيښور کې امنيت "بې ساري" وو. هغه زياته کړه چې د پاکستان پوځ، فرنټير کور او فرنټير کانسټبلري د قانون او نظم په ساتلو کې د پوليسو سره مرسته وکړه.

د محرم لپاره سخت امنیت

د دې امنیتي تدابیرو د یوې برخې په توګه، چارواکو په پیښور، کراچۍ، حیدرآباد، ډیره اسماعيل خان، کوهاټ، هري پور، مردان او د پنجاب او بلوچستان په ځينو برخو کې د محرم په ۹ مه او ۱۰ مه، کله چې شیعه مسلمانان د امام حسین، د حضرت محمد (ص) لمسې، په مرګ باندې ماتم کوي، د تلیفون خدمتونه بند کړي ول.

امنيتي ځواکونو په پېښور کې د سيکيوريټې کمانډ يو مرکزي پوسټ او پنځه سيټلايټ کمانډ پوسټونه جوړ کړل چې د عاشورا په جلوسونو او غونډو کې د امنيت څارنه وکړي. د پوليسو سينير افسران او د پوځ افسران په دې پوسټونو کې موجود ول چې شپه او ورځ د امنیت څارنه وکړي.

محسود وویل، چارواکو ټولو حساسو ډسټرکټونو ته مساوي اهميت ورکړی وو.

د پوليسو انسپکټر جنرل د امنیتي تدابیرو د معاینې لپاره د ډيره اسماعیل خان، کوهاټ، پیښور، مردان او د نورو ډسټرکټونو ليدنه وکړه.

د پېښور مرکزي ښار د پوليسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وویل، "نږدې ۱۰،۰۰۰ پولیس په پیښور کې ځای پرځای شوي ول." هغه زياته کړه چې پوليسو سوداګریز مرکزونه تړلې ول او سړکونه يې بلاک کړي ول چې د عاشورا جلوسونه او غونډي پرته له کومې پيښې يقيني کړي.

هغه وويل، "دا د زرګونو پولیسو، د نورو امنیتي ادارو د کارکوونکو، د ټولنې د مشرانو او د رسنیو له امله ممکنه شوه چې هیڅ ډول ناوړه پیښه رامنځته نه شوه."

عاشورا په کوهاټ او ډیره اسماعيل خان کې هم، چې د خيبر پښتونخوا تر ټولو حساس ډسټرکټونه دي، له سولې سره ولمانځل شوه.

سيد فدا حسن شاه، چې په ډیره اسماعيل خان کې د ځايي پوليسو افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په ډيره اسماعيل خان کې ټول جلوسونه او غونډې د امنیتي ځواکونو لخوا د عاشورا لپاره د امنیتی تدابیرو له امله پای ته له سولې سره ورسېدلې."

د تدبیرونو ستاینه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د یکشنبې په ورځ ( اکتوبر په لومړۍ نيټه) د امنیتي همکارۍ ستاینه وکړه او هغه په يو ټويټ کې وويل چې صوبايي حکومتونو، پولیسو، وسله وال ځواکونو او امنیتي پرسونلو یوه "ښه دنده" ترسره کړه چې د عاشورا په جلوسونو کې یې سوله یقیني کړه.

د جيو نيوز له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف وویل، "د الله شکر دی، چې د عاشورا جلوسونه له سولې سره پای ته ورسيدل او څه پيښه رامنځته نه شوه." په داسې حال کې چې هغه د امنیتي چارواکو د کارکردګۍ ستاینه هم وکړه.

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف د اکتوبر په لومړۍ نيټه په يو بيان کې وويل، "زه د قانون او نظم لپاره د کابینې کمیسون، پولیسو، د قانون پلي کونکو ادارو، دیني عالمانو او د هیواد د خلکو او د صوبو مشکور يم چې دوی په دې هکله د پام وړ کار ترسره کړو او د محرم په دوران کې يې سوله يقيني کړه."

په پیښور کې د ويليج کونسل يو ناظم، نزير محمد، پاکستان فارورډ ته وویل: "د ډیرو ګواښونو سربيره، پولیسو، پوځ او نورو ځواکونو د سولې ساتلو لپاره ډير ښه کار کړی دی."

هغه زياته کړه، يو شمير کسانو د محرم نه مخکې وېره لرله، خو د پاکستان ټولو امنيتي ځواکونو، په ځانګړي توګه د خيبر پښتونخوا پوليسو، غير معمولي دنده ترسره کړه.

په پېښور کې يو امنيتي شنونکي، بريګيډير جنرال (ريټايرډ) اسد منیر، په پاکستان کې د "تاوتریخوالي د کموالي" د ستاینې کولو سره په يوټويټ کې وويل، د ۲۰۰۴ کال راهیسې، دا په پاکستان کې ترټولو سوله ایز محرم وو. د قانون پلي کوونکي او استخباراتي ادارې د ستاينې وړ دي."

د ترهګريز بریدونو مخه نيول

امنیتي ځواکونو د محرم نه مخکې او د محرم په دوران کې د ځینو پلان شویو بریدونو مخه ونیوله، شکمن کسان يې ونیول او وسلې او مهمات یې ترلاسه کړل.

د اطلاعاتو وزیرې مريم اورنګزيب د اکتوبر په لومړۍ نيټه په یو بیان کې وویل، "د محرم په دوران کې او د محرم نه مخکې د يو شمير بريدونو مخه نيول د قانون پلي کونکو ادارو لپاره لوی بریالیتوب و." هغې د سولې لپاره د هڅو له امله د ټولو ولايتي او فدرالي ادارو ستاینه وکړه.

په پېښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان پاکستان فارورډ ته وویل، "په پیښور کې يو شمير بریدونه هغه مهال وځنډول شول کله چې پولیسو د سپتمبر په ۲۹ مه د استخباراتي چارواکو سره د چکمنۍ په یاسین آباد کې يوه چاپه ووهله او د چاودیدونکي توکو يو لوی مقدار يې ترلاسه کړو."

په نيول شويو چاودیدونکو توکو کې د چاودیدونکي توکو دوه وسيلې چې هرې وسيلې ۱۵ کلوګرامه وزن لرلو، ۵۶ کلوګرامه چاوديدونکي توکې، مقناطیسي بمونه، ۲۸۷ پټاخې، ډاينامايټ، اوه لاسي بمونه او نور مهمات شامل ول.

خان وويل: "دوه ترهګر، چې د نړيوالو شبکو سره يې تړاو لرلو، د چمکنۍ په بريد کې ونيول شول، په داسې حال کې چې د هغوى يو ملګری په تښتيدو کې کامياب شو." هغه زياته کړه چې پوليس د دريم سړي په لټه کې دي. هغه د دغه درې شکمن تورن ترهګرو د تړاو په اړه څه مالومات ورنه کړل."

په نورو عملیاتو کې، پولیسو د سپتمبر په ۲۷ مه حیات آباد ته نږدې په یو موټر کې د ۶ کلو ګرامه چاودیدونکي توکو يوه وسيله ناکامه کړه او يو کس يې ونيولو. او د سپتمبر په ۲۶ مه، پیښور ته نږدې يو ترهګر ونیول شو، په داسې حال کې چې هغه ۶ کلو ګرامه چاوديدونکي توکې لرلې او دغه توکې یې ښار ته وړلې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500