تروريزم

وګړي د پاكستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د ګډوډۍ رامنځته كولو لپاره د وسله والو د هڅو غندنه كوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو پاکستانی عسکر د اګست په میاشت کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې چمتو ولاړ دی. [قاسم یوسفزۍ]

یو پاکستانی عسکر د اګست په میاشت کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې چمتو ولاړ دی. [قاسم یوسفزۍ]

پیښور -- وسله وال د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې په دواړو هيوادونو کې د سوداګرو، ټرانسپورټرانو او نورو اتباعو لپاره دښمنان جوړوي.

تیر کال د ترهګرۍ د يو شمير فعالیتونو له کبله د تګ راتګ لاره بنده شوې وه، چې د توکو او خلکو تګ راتګ يې محدود کړی وو.

غريب ګل، چې په پېښور کې د سبزيجاتو يو افغانی پلورونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د ترهګرۍ له کبله د پولې دواړو غاړو ته د يو څو ورځو لپاره انتظار کوو ... چې دا زموږ په کار اغېز کوي."

ګل وويل چې هغه هره مياشت د تورخم پولې له لارې د افغانستان جلال آباد ته سفر کوي او ترهګريز فعاليتونو او د پولې تړلو هغه او نورو کسانو ته د وخت او پيسو زيات زيان رسولی دی.

د تورخم پوله په دې انځور کې د اګست په ۳ مه ښودل شوې ده. [اشفاق یوسفزۍ]

د تورخم پوله په دې انځور کې د اګست په ۳ مه ښودل شوې ده. [اشفاق یوسفزۍ]

د تورخم لاره په پاکستان کې خیبر پښتونخواه صوبه او فاټا د افغانستان د ننګرهار صوبې سره منسلک کوي.

زاهد شينواري، چې په پیښور کې د سوداګرۍ او صنايعو پخوانی صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، چې دا د دواړو هېوادونو تر منځ تر ټولو زياته بوخت لاره ده. هره ورځ د ۱۵،۰۰۰ څخه تر ۲۰،۰۰۰ پورې لاروي کسان او په سلګونو ګاډي دا لاره کاروي.

دا پوله د سپتمبر په ۱۶ مه وروسته له هغې وتړل شوه کله چې د جنايتکارانو د لاسي بمونو په غبرګ بريد کې اوه کسان ټپیان شول، چې په دې کې د فرنټير کور شپږ غړي هم شامل ول. په زرګونو مسافر د دوو ورځو لپاره د پولې دواړو غاړو ته پاتې شو.

ګل وويل: "دا د ډيرې خوشحالۍ خبره وه کله چې پوله د سپبتمبر په ۱۸ مه پرانيستل شوه او موږ سره له شمير خلکو د پولې نه تېر شو." هغه زياته کړه، چې دا پوله بار بار تړل کيږي.

د سیمه ییز رسنیو په وینا، د فبرورۍ په ۱۶ مه، د تورخم د تلاشۍ پوسته د شپږو ورځو لپاره وروسته له هغې وتړل شوه کله چې په پاکستان کې د ځانمرګي بریدونو يوه لړۍ رامنځته شوه. په دغه بريدونو کې د داعش لخوا د سيند صوبې په سيهون کې د صوفي لعل شهباز قلندر په مزار باندې برید شامل وو، چې ۸۸ کسان په کې وژل شوي ول.

د بلوچستان په چمن کې يوه بله لويه لاره د ورته دلیل له کبله تړل شوې وه.

دغه دواړه لارې يوه مياشت وروسته له هغې پرانيستل شوې کله چې د پاکستان او د افغانستان د امينتي ځواکونو اوسياسي مشرانو ترمنځ خبرې اترې وشوې او د بشري مرستو له کبله يې په سلګونو هغه ملکي وګړو او ګاډو ته د سفر کولو اجازه ورکړه کوم چې افغانستان ته خوراک او نور سامان وړلو.

د اختلاف او ګډوډۍ په لټه کې

په پیښور کې د سیاسي لارو چارو شنونکي خادم حسین له مخې، وسله وال غواړي چې د ګاونډيانو تر منځ د سوداګرۍ او بشري اړیکو ته زيان ورسوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "طالبان وسله وال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورولۍ د اړیکو مخالفت کوي او له دې امله هڅه کوي چې د هغوی اړیکو ته زيان ورسوي." هغه زیاته کړه چې د ورورولۍ د اړیکو وده به د ترهګرۍ ملا ماته کړي.

هغه وويل: "نړيواله ټولنه او د پولې دواړو خواو ته خلک بشپړه سوله غواړي، ځکه چې دوی د دوامداره ترهګريز فعاليتونو نه تنګ راغلي دي. دغه فعاليتونو د هغوی سوداګرۍ ته زيان رسولی دی."

هغه وويل: "اورپکۍ په ترانزيت او سوداګرۍ دواړو باندې په جدي توګه اغيز کوي، او په دواړو هېوادونو کې سوداګريزې ټولنې د ستونزو سره مخامخ کیږي."

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چيرمين، محمد زبير موتيواله، وويل، د يو کال نه د زياتې مودې راهيسې، د پولې تړل د دواړو هيوادونو تر مينځ سوداګرۍ ته زيان رسولی دی.

د لار تړلو نورې پیښې

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د تورخم د لارې تړلو بله پيښه په ۲۰۱۶ کال کې د اګست په ۱۸ مه د تاوتريخوالي اړي ګړي له کبله رامنځته شوه، چې دې "د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته د پام وړ زیان ورسوو." هغه زياته کړه چې دا پوله په ۲۰۱۶ کال کې د سپتمبر په لومړۍ نیټه بيا پرانستل شوه.

موتيواله پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د سرحدي امنیتي چارواکو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د ښه کولو او په راتلونکي کې د ناوړه پیښو د مخنيوي لپاره د هڅو ستاینه کوو."

هغه د پولو ترمنځ د رابطې نيټ ورک ته په اشاره کولو سره وویل: "موږ ډيره هڅه کوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بيا بحالولو او د پیاوړتیا لپاره د باور جوړولو یوه لړۍ پیل کړو."

هغه وويل: "د سوداګرۍ ټولنه سوله غواړي چې له افغانستان سره سوداګرۍ ته وده ورکړي." هغه زياته کړه، "تجارت د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې ټولنې او عامو خلکو ته ګټې ورکوي."

په بلوچستان کې، پاکستاني چارواکو د اپريل په ۲ مه د چمن پوله وروسته له هغې بنده کړه کله چې د سرحدي محافظینو او مسافرینو تر منځ جګړه رامنځته شوه او يو کس په کې مړ شو. دا پوله ۲۲ وروځې وروسته بیا پرانستل شوه.

موتيواله وويل، د بیا بیا تاوتريخوالي له امله د پولې تړلو د دواړو هېوادونو اوسيدونکو ته ډير زيات زيان رسولی دی.

د هغه کسانو زيان چې د برداشت کولو توان يې نه لري

محمد عبيد الله، چې په پیښور يونيورسټۍ کې يو څيړونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه کسان چې د ستونزو سره مخامخ دي، عادي خلک دی." هغه په تیرو ۱۵ کلونو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولو تړلو ته اشاره وکړه.

هغه وويل: "د پولې تړل د افغانستان په هغه سیمو کې د بيې لوړوالی رامنځته کوي، چيرته چې صارفین په پاکستاني خوراکي توکو تکيه کوي."

د موتيواله له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ کلنيز تجارت به په ۲۰۱۷ کال کې د ۳ ميليارده امريکايي ډالرو نه ۲ ميليارده ډالرو ته راټيټ شي که چيرې د ۲۰۱۷ کال لومړي حالات داسې پاتې شي.

ترهګري يوازې سوداګريز فعاليتونو ته زيان نه رسوي.

نه يوازې د افغانستان د سکول ماشومان چې پاکستاني سکولونو ته ځي، بلکې هغه مريضان هم متاثره کيږي کوم چې په پاکستان کې علاج ترلاسه کوي.

ملتان خان، چې د لوګر صوبې یو بزګر دی، وویل: "موږ د ځانګړو درملنې لپاره د پاکستان په هسپتالونو باندې تکيه کوو." "کله چې سرحدونه وتړل شي، نو د افغانستان ناروغان پولې ته نږدې د يو شمير ورځو لپاره انتظار کوي."

خان وویل، زما مور د کینسر ناروغي لري او هره مياشت په پېښور کې علاج ترلاسه کوي. هغه زياته کړه، د پولې تړل د هغې ژوند په خطر کې اچوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500