تروريزم

په سټریټیجۍ کې غټ بدلون، داعش نور 'د مرګه پورې جنګیدل' نه غواړي

د جاوید محمود رپورټ

د شام ډیموکریټیک ځواکونه وروسته له هغه ګډاګانې کوي کله چې هغوی د سپتمبر په ۲۴ مه د رقا په شرقي فرنټ کې یو ځای ونیولو. د شام جنګیالان د ایتلافی ځواکونو په مرسته جګړه کوي چې په رقا کې د داعش د کسانو د پټېدو روستي ځایونه تصفیه کړي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د شام ډیموکریټیک ځواکونه وروسته له هغه ګډاګانې کوي کله چې هغوی د سپتمبر په ۲۴ مه د رقا په شرقي فرنټ کې یو ځای ونیولو. د شام جنګیالان د ایتلافی ځواکونو په مرسته جګړه کوي چې په رقا کې د داعش د کسانو د پټېدو روستي ځایونه تصفیه کړي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د اسلام آباد د سټریټیجیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ د خپور شوي رپورټ تر مخه، د داعش په سټریټیجۍ کې وروستی بدلون ښیي چې د ترهګرۍ دغه نیټ ورک په نړیواله توګه ختمیدونکي دی.

د سپتمبر د ۱۵ مې په دغه رپورټ کې د لبنان او شام په پوله وروستۍ جګړې ته په اشارې کولو سره ویل شوي چې داعش مخکې داسې عهد کړی وو چې تر مرګه پورې به جګړې ته دوام ورکوي، خو ولې اوس یې په دغه سټریټیجۍ کې بدلون څرګندیږي.

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې د اګست په میاشت کې د شام او لبنان په پوله په شپږ ورځنۍ جګړه کې داعش د شرمناک شکست سره مخامخ شوی.

د پبلېک ریډیو انټرنیشنل د رپورټ تر مخه، چې د داعش پاتې شوي غړي -- چې له ۳۰۰ نه زیات دي -- او د هغوی تقریباً دغه هومره خپلوان د خوندي لارې د لټون لپاره جوړ جاړی وکړو چې په شام کې د دیرالزور ښار ته لاړ شي.

د اسلام آباد د سټریټیجیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ رپورټ وایي، "په سټریټیجۍ کې دا بدلون چې 'د مرګه پورې جنګیدلو' پرځای ځان وسپاري او خوندي لار ولټوي، د داعش په پالیسۍ کې د سټریټیجیکي بدلون ښودنه کوي".

د دې رپورټ د لیکوال او د اسلام آباد د سټریټیجیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ د څیړونکي، محمد عباس حسن په وینا، دا ګروپ ... د خپلې بقاء لپاره لاس اوپښې وهي".

هغه وایي، "دغه جوړ جاړید داعش د ختمیدو په لور یو بل ګام دی.دغه جوړ جاړی هغه ځواکونو ته هم دا هیله ورکړې کوم چې د دې ګروپ خلاف جنګیږي، چې اوس بالاخره دغه ګروپ ته شکست ورکړي."

'د داعش طاقت ته یوه ضربه'

د پیښور اوسیدونکی او د فاټا پخواني سیکیوریټي سیکریټري، بریګیډیر (ریټایرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "په شام کې د نړیوالو طاقتونو همکارۍ د داعش طاقت ته یوه ضربه ورکړې او د اورپکۍ دا ډله یې په نړیواله کچه نوره هم کمزوري کړې ده."

هغه وویل، د عراق او شام امنیتي ځواکونه د داعش خلاف په زړورتیا وجنګیدل، "او هم دا وجه ده چې د اورپکۍ دغه بدنامه ډله اوس د خپلې بقاء لپاره لاس او پښې وهي."

شاه وویل، "په افغانستان کې د اپریل په میاشت کې د داعش او طالبانو ترمنځ سختې او خونړۍ جګړې هم دا څرګنده کړه چې د داعش ډله په مشکلاتو کې ګیر ده او نشي کولی چې د اوږدې مودې پورې ځان وساتي".

هغه وویل، په جوزجان ولایت کې په یوه سیمه باندې د جګړې په وخت د ۷۰ نه زیات طالبان او ۱۵ داعش جنګیالي ووژل شول.

هغه وویل، لکه څنګه چې طالبان نه د داعش سره ملګري شوي دي او نه یې د هغوی نظریه یا ایډیالوجي منلي ده، له دې وجې، د داعش په افغانستان کې بقاء -- او پاکستان ته د دوی ورننوتل - مشکل دي.

شاه وویل، د اورپکۍ ضد عملیات ردالفساد اپریشن چې د فبرورۍ په میاشت کې شروع شوي دي، د مخکې نه په پاکستان کې د اورپکۍ د ډلو ملا ماته کړې ده او زیاته یې کړه، چې که "داعش په نړیواله کچه د سخت حالت سره مخامخ ده نو مونږ دا ویلی شو چې د ترهګرۍ نړیوال ګروپونه به هم زر یا وروسته تیت و پرک شي".

هغه وویل، په شام او عراق کې د داعش شکست به بې لارې شوي پاکستاني ځوانان هم منع کړي چې د یاغیانو لپاره دغه هیوادونو ته د جګړې لپاره لاړ نشي.

داعش د همیش همیش له پاره له منځه وړل

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د امنیتي چارو د موسسې منیجنګ ډایریکټر عبدالله خان وویل، که څه هم داعش په پاکستان کې وجود نه لري، خو بیا هم دې ډلې په سنټرل ایشیا کې ځینې ځایي ملګري او "بې نومه او یوازې" خواخوږي د خپلو خاصو ځایونو نه بهر هم متاثره کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "داعش په عراق او شام کې خپل مرکزي خلافت بایللی شي خو د دوی پاتې برخې به د نړۍ په بېلابېلو برخو کې، د پاکستان او افغانستان په شمول، مشکلات پیدا کوي.»

هغه وویل، داعش به یو نړیوال خطر پاتې شي او کوم خلک چې د دوی د نظریې څخه متاثره کیږي، هغوی به بیا هم یو ځای بل ځای حملې کوي.

د اسلام آباد د سټریټیجیکي مطالعاتو د انسټیټیوټ رپورټ وایي، د دې علتونو په وجه باید د داعش سره د جوړ جاړي مخه ونیول شي.

دغه رپورټ وایي، «که دغه ګروپ ته د بیا جوړیدلو چانس ورکړل شي، نو په زیات وحشیانه طاقت سره به دا بیا واپس راشي. د داسې رنګه پیښو د مخنیوي او د امن راوستلو لپاره دا ضروري ده چې داعش په ګډه سره له منځه ویوړل شي.»

د دغه رپورټ په اخر کې راغلي، چې "د تش په نامه خلافت مړاوی اور باید ووژل شي".

په کراچۍ کې امنیتي تجزیه نګار او د ډیلي پاکستان مقامي ایډیټر، مبشر میر پاکستان فارورډ ته وویل، «نړیوال طاقتونه باید لاسونه ورکړي او د پراکسي جګړې، اورپکۍ مخه ونیسي او د داعش خلاف په ګډه مبارزه وکړي.»

هغه وویل، "د نړیوالې ټولنې په ګډه د هلو ځلو نه بغیر اورپکي له منځه نه شي وړل کیدی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډيره ښه تجزيه، د اجرتي قاتلانو او پراکسي جنګونو حقیقت د یو فرنچایز او د تروریستي مارکيټ په څير دی. دا د سیمې بې ثباته کولو لپاره د یو چتر لاندې کار کوي.

ځواب