سپورټس

په میرانشاه کې د انګلستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه د اورپکۍ ردول دي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان د کرکټ پخوانی کپتان انضمام الحق، چې قبایلي لونګۍ يې په سر کړې ده، د سپتمبر په ۲۵ مه د میرانشاه په سټيډيم کې د کرکټ د لوبغاړو مشري کوي. [د آی ايس پي آر نه په مننه]

د پاکستان د کرکټ پخوانی کپتان انضمام الحق، چې قبایلي لونګۍ يې په سر کړې ده، د سپتمبر په ۲۵ مه د میرانشاه په سټيډيم کې د کرکټ د لوبغاړو مشري کوي. [د آی ايس پي آر نه په مننه]

میرانشاه -- د پاکستان ټیم او د بریتانيې ټیم د میرانشاه په ښار کې د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) د کرکټ په يو ميچ کې له يو بل سره مقابله وکړه، چې يو څو مياشتې مخکې چا د دې په اړه فکر هم نه شو کولی.

د کلونو راهیسې، شمالي وزیرستان د تروریستانو، لکه د تحریک طالبان پاکستان ډلې مرکز وو. شمالي وزيريستان یو داسې ځای وو چې حتی پوځیان ورته هم نه شو ورننوتلې. خو د شمالي وزيريستان دغه شهرت د پوځيانو د څو کلونو د دوامداره عملياتونه وروسته ختم شو. په دې عملياتو کې ضرب عضب عمليات شامل ول چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل شوي ول.

په میرانشاه کې په پيس کپ ۲۰۱۷ کې، د پاکستان اليون ټيم يوکې ميډيا اليون ټيم ته ماتی ورکړو، په داسې حال کې چې د خوشحاله شمالي وزيريستان اوسيدونکو د خپل ټیم د بريا په اړه د خوشحالۍ چيغې وهلې.

دا د پاکستان لپاره اهميت لري

دې ميچ د لوبغاړو او مينه والو لپاره ډير اهميت لرلو. ځکه چې په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټيم باندې د تروريستي بريد نه وروسته، ټول پاکستان، حتی چې نسبتا خوندي ځایونه، په ټولیز ډول یو داسې هيواد پاتی ګڼل کیدو چيرته چې د ټولو سپورتونو بهرني ټیمونو تلل نه غوښتل. په دغه بريد کې اوه پاکستانيان وژل شوي او د سري لنکا اوه کسان ټپیان شوي ول.

د سولې کپ ۲۰۱۷ ټرافيانې د سپتمبر په ۲۱ مه په میرانشاه کې ښودل شوي دي. [د آی ايس پي آر نه په مننه]

د سولې کپ ۲۰۱۷ ټرافيانې د سپتمبر په ۲۱ مه په میرانشاه کې ښودل شوي دي. [د آی ايس پي آر نه په مننه]

په میرانشاه کې د بهرنې ټيم کوربه توب کول، د قبايلي خلکو لخوا د وسله والو غندنه او د تحریک طالبان پاکستان په پخواني کمانډ او کنټرول مرکز کې د تل پاتې امنیت لاسته راوړنې استازيتوب په ګوته کوي.

انضمام الحق، چې د پاکستان اليون کپتان دی او د ملي ټیم پخوانی کپتان پاتی شوی دی، دا ميچ "یو رښتینی خوب" وبللو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په شمالي وزیرستان کې د لوبې کولو خوب "يوازې په سیمه کې د سولې د بيابحالۍ له کبله" ممکن شو.

هغه وويل: "قبایل د سولې سره مینه لري." هغه زیاته کړه، چې په فاټا کې سپورټ ته وده ورکول به د فاټا د ښه انځور رامنځته کولو نه علاوه، موږ وتوانوي چې په فاټا کې ټيلنټ ومومو.

نورو هغه کسانو چې په عمومي توګه يا په ځانګړي توګه يې په ميچ کې برخه اخیستې وه، د دې پیښې په اړه يې ډیر اطمینان څرګند کړو.

جاويد افريدي، چې په پاکستان سپر لیګ کې د زلمي ټیم چيرمين دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "دا د سولې لپاره یوه ښه پیښه ده." موږ د انګلستان د لوبغاړو هرکلی کوو.

پیټر اوبرون، د يوکې ميډيا ايليون لیکوال او کپتان، د ميچ نه وروسته میډیا ته وویل، "پاکستان یو دوستانه او په زړه پورې هیواد دی." "د کرکټ ډیرو ټیمونو لپاره پکار ده چې دلته راشي."

هغه زياته کړه: "دا د فخر خبره ده چې زه د ځايي خلکو په وړاندې دلته لوبه وکړم."

د پاکستان د پوځ ویاند، ميجر جنرال آصف غفور، په يو ټويټ کې وويل، "سوله په شمالي وزيريستان کې بريا ترلاسه کوي."

د زیاتو پیښو مطالبه

د شمالي وزيرستان اوسيدونکو، چې په دې ميچ کې يې برخه اخيستې وه، د نورو داسې پېښو ترسره کولو مطالبه وکړه.

یو قبايلي ملک، سید عالم، پاکستان فارورډ ته وویل: "دا یوه غوره پیښه ده." "دا ډول نوښتونه به زموږ ځوانان وهڅوي او دوی به له ترهګرۍ څخه لرې وساتي."

رحیم ګل، د کرکټ يو ځوان لوبغاړي، پاکستان فارورډ ته وویل، "ما هیڅکله د سترو لوبغاړو -- لکه انضمام، عمر ګل او [جاوېد] افریدی سره ليدنه نه وه کړې." "دا د دې میچ له امله رامنځته شوه."

يو قبايلي مشر نورخان پاکستان فارورډ ته وویل، د يوکې میډیا ايليون وزټ دا "ثابتوي چې مونږ څومره سوله ايز يو." "زه د نړۍ څخه غواړم چې راشئ او موږ وګورئ. موږ مه پریږدئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500