دین

پاکستان د محرم لپاره له زيات امنيت سره تياری کوي

د جاويد خان لخوا

د پاکستان د نیم پوځي ځواک يو سرتیری چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې شیعه مسلمانان د تير اکتوبر په ۱۱ مه په کراچۍ کې د محرم په نهمه ورځ په يو مذهبي جلوس کې مارچ کوي چې د امام حسين، چې د پيغمبر محمد لمسی دی، شهادت ولمانځوي. پوليس سږ کال بيا ډير چمتو دي چې په دې مبارکه مياشت کې د هر ډول فرقه يي یا ترهګريز بریدونو مخه ونيسي. [آصف حسن / ای ايف پي]

د پاکستان د نیم پوځي ځواک يو سرتیری چمتو ولاړ دی، په داسې حال کې چې شیعه مسلمانان د تير اکتوبر په ۱۱ مه په کراچۍ کې د محرم په نهمه ورځ په يو مذهبي جلوس کې مارچ کوي چې د امام حسين، چې د پيغمبر محمد لمسی دی، شهادت ولمانځوي. پوليس سږ کال بيا ډير چمتو دي چې په دې مبارکه مياشت کې د هر ډول فرقه يي یا ترهګريز بریدونو مخه ونيسي. [آصف حسن / ای ايف پي]

پیښور -- پاکستان د محرم د میاشتې نه مخکې ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي څو دا يقيني کړي چې عاشوره، کله چې شیعه مسلمانان د امام حسين، حضرت محمد (ص) د لمسې د شهادت ورځ لمانځوي، په سوله ایزه توګه ترسره شي.

د پولیسو د چارواکو په وینا، په ټول هېواد کې، په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخوا، پنجاب، سيند او بلوچستان په حساسو ولسوالیو کې، امنيت لوړ کړی شوی دی.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د سپتمبر په ۱۱ مه د ټولو سیمه ییزو پولیسو افسرانو او د مختلفو امنیتي او استخباراتي ادارو د مشرانو سره د غونډې مشري وکړه او د هغوی د اړوندو ځواکونو لخوا د امنیتي ترتیباتو بیا کتنه يې وکړه.

محسود پاکستان فارورډ ته وویل: "ټولو افسرانو ته لارښوونه شوې ده چې د محرم د جلوس لايو اليکټرانک څارنه يقيني کړي او همدارنګه د پیښې نه مخکې د لارو او د عبادت د ځایونو په مناسبه توګه پلټنه وکړي."

د پوليسو يو افسر د امنيت د څارنې لپاره په سپيشل کمانډ پوسټ کې د سپتمبر په ۱۸ مه د عاشورا په اړه په يوې غونډه کې د کوهاټ ډسټرکټ د پولیسو افسر جاوېد اقبال (چې لاسونه يې په تخرګ کې ورکړي دي) ته د محرم د میاشتې لپاره د امنیتي ترتیباتو په اړه معلومات ورکوي. [د کوهاټ پولیس]

د پوليسو يو افسر د امنيت د څارنې لپاره په سپيشل کمانډ پوسټ کې د سپتمبر په ۱۸ مه د عاشورا په اړه په يوې غونډه کې د کوهاټ ډسټرکټ د پولیسو افسر جاوېد اقبال (چې لاسونه يې په تخرګ کې ورکړي دي) ته د محرم د میاشتې لپاره د امنیتي ترتیباتو په اړه معلومات ورکوي. [د کوهاټ پولیس]

هغه وويل، سينير افسرانو ته هدايات ورکړل شوي دي چې د عاشوره په ترڅ کې او د عاشوره نه ورووسته د فرقه يي او مذهبي هم آهنګۍ يقيني کولو لپاره ټول همکاران، د مذهبي او سوداګريزو مشرانو په ګډون، په امينتي تدابيرو کې ښکيل کړي.

محسود وویل: "امنیتي تدابیر به د [پولیسو] د يوې ځانګړي څانګې له لارې وڅیړل شي، او په امنيتي تدابيرو کې د غفلت له کبله به د ډسټرکټ د پولیسو افسرانو په وړاندې ګامونه پورته کیږي."

پیښور، هنګو، کوهات او ډیره اسماعیل خان ترټولو حساس ډسټرکټونه ګڼل کيږي، چیرته چې پوځیان او پولیس افسران له مخکې نه د جلوسونو د لارو او د عبادت د ځايونو معاینه کوي.

د خیبرپښتونخوا پولیس د محرم په مياشت کې د ۱۱۹ جلوسونو او ۳۱۶ مجلسونو (د محرم غونډې) تمه لري.

خلک د پولیسو سره همکاري کوي

پولیس په پیښور کې د سني او شیعه دیني عالمانو، سوداګریزو مشرانو او ټاکل شوي استازو سره هره ورځ غونډه کوي چې ټولنه د امنیتي تدابیرو په اړه خبر وساتي.

د سپتمبر په ۱۳ مه د ملک سعد شهيد پولیسو په لاينونو کې د سينير پولیسو افسرانو سره په غونډه کې، سوداګريزو مشرانو د عاشورا په جریان کې د امنیتي ځواکونو سره د بشپړ ملاتړ څرګندونه وکړه.

د محرم د جلوسونو په دوران کې د امنيت يقيني کولو لپاره يو شمير سوداګریز مرکزونه به د اقداماتو د برخې په توګه وتړل شي.

عبدل مجيد، چې په پېښور کې په کوهاټي بازار کې یو سوداګر دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "د وضعیت د حساسیت له امله، په پيښور کې ډیر تجارتي مرکزونه به د شپږم محرم نه تر لسم محرم پورې بند وي."

سجاد خان، چې په پیښور کې د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دیني عالمانو او د سوداګریزو موسسو مشرانو د امنیتي تدابیر په نیولو کې د پولیسو سره د هر ډول مرستې څرګندونه کړې ده."

هغه وويل، مخکې له هغې چې شکمن کسان د محرم په دوران کې د قانون او نظم ستونزې رامنځته کړي، امنيتي ځواکونو د هغوی د نيولو لپاره ګامونه پورته کړل.

خان وويل: "موږ د پيښور ښار په ښاري او کليوالو سيمو کې د پلټنې او ګوزار عمليات تيز کړي دي." "یوازې په دوو اونیو کې، ۸۲۸ اعلان شوي مجرمان [مطلوب تښتیدلی مجرمان] ونیول شول."

هغه وويل، "د محرم په ورځو کې د سولې يقيني کولو لپاره د اقداماتو په ترڅ کې، ۱۳ لاسی بمونه، چاودیدونکي توکي، ۱۹ توغندي راکټونه، ۵۲ ای کې-۴۷ او ۴۱ نورې رایفلې، ۳۰ ټوپکونه او ۳۸۵ تومانچې ترلاسه شوې."

هغه زیاته کړه چې د زياتو پولیسو د کارولو نه علاوه، په سپينه جامه کې د پوليسو ښځينه او نارينه کمانډو به د جلوسونو په لارو او د امام بار ګاهونو په شاوخوا کې ځای پرځای شي.

په کوهاټي ګیټ کې به د کمانډ او کنټرول مرکز جوړ کړې شي چې په ټول پېښور کې د امنیت څارنه وکړي.

رضا محمد، چې په کوهاټ کې د پولیسو ډپټي سپرنټنډنټ دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د پلټنو او د ګوزار د عملیاتو سربیره، د پولیسو کمانډو په ډسټرکټ کې ځانګړي جعلي مشقونه ترسره کړل چې د کمزوري ځایونو د امنیت بيا کتنه وکړي."

په سيند او پنجاب کې زيات امنیت

د نيشن راپور ورکړو چې په سيند صوبه کې، وزیر اعلی سید مراد علی شاه د سپتمبر په ۱۵ مه د يوې غونډې مشري وکړه چې د محرم لپاره د پاکستان د رینجرو او د سيند د پولیسو لخوا د امنیتي پلان بیاکتنه وکړه.

د رينجرو ډايريکټر جنرل، میجر جنرل محمد سعید شاه وویل، په کراچۍ کې به د محرم د لومړۍ ورځې نه اته زره رینجر ځای پر ځای شي.

د سيند آی جي پي، ای.ډي خواجه غونډې ته وویل، دغه صوبه ۱،۹۳۲ امام بارګاهونه لري، او چارواکي د عاشورا د ۵،۶۶۲ جلوسونو تمه لري -- چې په دغه جلوسونو کې ۴۰۵ جلوسونه "حساس" ګڼل کیږي.

په پنجاب کې هم امنیت لوړ شوی دی. یوازې په راولپنډۍ کې، د محرم په لومړيو لسو ورځو کې، ۳،۷۶۵ مجلسونه او ۷۲۷ جلوسونه ټاکل شوي دي.

د پنجاب آی جي پي، آصف نواز خان د سپتمبر په ۱۵ مپه پولیسو ته لارښوونه وکړه چې جلوسونه او غونډې په دوو برخو کې تقسيم کړي.

په کټګوري ای کې تر ټولو خطرناکې سیمې شاملې دي، چې د فرقه يې ټولنو ترمنځ د نښتو تاریخ لري، په داسې حال کې چې په کټګوری بي کې هغه ځایونه شامل دي چيرته چې د جګړې یا د قانون او نظم د حالت د ګډوډۍ چانس شته.

خان په سپينو جامو کې پولیسو ته لارښوونه وکړه چې د مطلوبه شکمن ترهګرو لټون شروع کړي او هغوی ته یې وويل چې دوی دې د ټولو غونډو او جلوسونو څخه لیدنه وکړي او دا يقيني کړي چې شکمن ترهګر شتون ونه لري.

تمه کیږي چې محرم، چې د قمري میاشتې لومړۍ میاشت ده، د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) پيل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې د پوليسو په اداره کې کار وکړم.

ځواب

دا مې خوښه شوه

ځواب