چاپیریال

د خیبر پښتونخواه د بيليون ونو کرلو پروژه د چاپيريال د ساتنې د بریالیتوب کیسه ده

د عديل سعيد لخوا

د پیښور په شاوخوا کې کرل شوي ونې د جولای په مياشت کې په دې هوایي نظاره کې ښودل شوي دي. د خیبرپښتونخوا حکومت به ژر د دری کلونو په موده کې د چاپیریال د ساتنې لپاره یو میلیارده ونې وکري. [د بيليون ونو د کرلو پروژې نه په مننه]

د پیښور په شاوخوا کې کرل شوي ونې د جولای په مياشت کې په دې هوایي نظاره کې ښودل شوي دي. د خیبرپښتونخوا حکومت به ژر د دری کلونو په موده کې د چاپیریال د ساتنې لپاره یو میلیارده ونې وکري. [د بيليون ونو د کرلو پروژې نه په مننه]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د بيليون ونو کرلو ستره پروژه د چاپیریال د ساتلو او د نړيوالو مسلو د حل کولو لپاره د پاکستان جدي ژمنه په ګوته کوي.

د خیبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د بيليون ونو کرلو پروژه پیل کړه، چې هدف يې د یو ملیارده ونو کرل او د ۲۰۲۰ کاله پورې د صوبې په ځنګلي سيمو کې لږترلږه ۲ فیصده زياتوالی راوستل دي.

دغه پروژه هم د بون چیلنج سره خپلې ژمنې پوره کوي -- بون چيلنج یوه نړیواله هڅه ده چې موخه يې د ۲۰۲۰ کاله پورې د ځنګل نه پاکه شوي او خرابه شوي ۱۵۰ ميلیونه ايکړه ځمکه بیرته بحالول دي، او د ۲۰۳۰ کاله پورې ۳۵۰ ملیونه ايکړه ځمکه بیرته رغول دي.

د بون چيلنج د برخې په توګه، د خیبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۱۴ کال کې ژمنه وکړه چې دا به د ۲۰۲۰ کاله پورې ۳۴۸،۴۰۰ ايکړه ځمکه بیرته بحال کړي.

په موثره توګه بشپړتيا

د طبیعي زیرمو د ساتنې لپاره نړیوالې اتحادیې، چې د بون چيلنچ سيکرټريټ دی، له مخې، دې پروژې د درې کالو نه په کمه موده کې په دې صوبه کې د پام وړ کاميابۍ ترلاسه کړي دي.

د آی يو سي اين جنرل ډايريکټرې انګر انډرسن د اګست په ۱۱ مه په خپور شوي بیان کې وویل، "د بیلیون ونو د کرلو نوښت د ریښتینې ساتنې د بریالیتوب یوه کیسه ده، یوه داسې کيسه چې د نړیوالې بیا رغونې هڅو کې د پاکستان مشرتابه رول او د بون چیلنج سره دوامداره ژمنې ښيي."

هغې له دې امله خیبرپښتونخوا ته مبارکې ورکړه چې دې د ځمکې د بیا رغونې او په ۰۰۰، ۳۵۰ ايکړه خرابه شوي ځمکه باندې د ونو د کرلو هدف د درې کالو د ټاکل شوي وخت نه مخکې ترلاسه کړو.

د آی يو سي اين له مخې، د بيليون ونو د کرلو پروژې خپل هدف د خوندي طبیعي زيرمو بیارغونې (٪۶۰) او د پلان شوي د ونو د کرلو (٪۴۰) له لارې ترلاسه کړو.

سربيره پر دې، دې ۱۳،۰۰۰ خصوصي نرسرۍ جوړې کړي دي، چې عايد يې لوړ کړى دى، په زرګونو "شنه" دندې يې رامنځته کړي او په خيبر پښتونخوا کې يې پخواني بې روزګاره ځوانان او ښځې پياوړي کړي دي.

د جیو نیوز د سپتمبر د مياشتې د يو راپور له مخې، تمه کيږي چې خیبرپښتونخوا به د بيلون ونو کرلو هدف د سپتمبر په پای کې ترلاسه کړي، چې دا به د خپل وخت نه درې کاله مخکې وي.

د آی يو سي اين له مخې، د خیبرپښتونخوا حکومت د بيليون ونو کرلو په پروژې باندې ۱۲۳ ملیونه امریکايي ډالره (۱۲.۳ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) خرچ کړي دي او د ۲۰۲۰ کاله پورې د دې پروجيکټ د جاري ساتلو لپاره به نورې ۱۰۰ ميليونه امریکايي ډالره (۱۰ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) تخصيص کړي.

د بيليون ونو د کرلو پروژې پروجيکټ ډايريکټر محمد تهماسيپ له مخې، تراوسه پورې، د بيليون ونو کرلو پروژه د ۸۰ ملیونو ډالرو (۸ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) په بجټ کې ترسره شوي ده -- چې په دې باندې د پلان شوي بجټ ۲۲ ميليارده روپو ( ۲۲۰ ميليونه امريکايي ډالرو) په پرتله ۱۴ ميليارده پاکستانۍ روپو ( ۱۴۰ ميليونه امريکايي ډالره) لګښت راغلی دی.

د چاپیریال د ساتنې لپاره سرمايه کاري کول

د طبیعي زیرمو د ساتنې لپاره نړیوالې اتحادیې په يو خپل بيان کې د خيبر پښتونخوا د هڅو په اړه وويل، "دا پروژه د دې ملاتړ له کبله په پاکستان کې د چاپيريال د ساتنې لپاره تر ټولو لویه سرمايه کاري ده."

د می په میاشت کې، د پاکستان حکومت د بون چیلنج سره خپله ژمنه وکړه. د خیبرپښتونخوا حکومت هم په دې هکله ژمنه وکړه چې دا به په ۱۵۰ ملیونه ايکړه ځمکه باندې د ونو کرلو لپاره د بون چيلنج سره مرسته وکړي.

د آی يو سي اين د بیان له مخې، د خيبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د می په مياشت کې وويل، پاکستان د شين پاکستان پروګرام د برخې په توګه دا ژمنه کوي چې دا به په ۰.۱ ميليون ايکړ ځمکه باندې ونې وکري." "د دې ژمنې پلي کولو لګښت به حکومت او صوبې په مساوي توګه برداشت کړي. په پاکستان کې نورې صوبې هم احتمال لري چې په نږدې راتلونکې کې خپلې اضافي ژمنې وکړي."

د آی يو سي اين د ورته بيان له مخې، ملک آمين خان، چې د آی يو سي اين نايب صدر دی او په خيبر پښتونخوا کې د شنې ودې د نوښت او په پاکستان کې د بيليون ونو د کرلو مشر دی، د می په مياشت کې وويل، "د بون چیلنج یواځی د ځنګل د بیا رغاونې لپاره يوه هڅه نه ده؛ دا د کر کروندې د ودې لپاره یوه وسیله ده، دا د چاپيريال د بدلون د کمولو لپاره يوه وسیله ده او د کر کروندې کارونه رامنځته کوي."

هغه د می په میاشت کې وویل: "د خبرو اترو له کبله چې کومه ښه مفکوره رامنځته شوی وه، هغه اوس د بیا رغاونې غورځنګ دی چې په ځمکه باندې يې د پام وړ پایلې ښودلې دي."

د بيليون ونو د کرلو پروژې له خوا تهماسیپ وويل، "د بون چیلنج [ژمنتیا] ترسره کولو په لړ کې د لومړي هیواد په توګه، د بیلیون ونو سونامي پروژې بریالیتوب د نړیوالې تودوخې په اړه د نړیوالې کنوانسیونونو سره سم دی چې په دې کې د پاریس تړون هم شامل دی. دا تړون يو نړيوال تړون دی چې په ۲۰۱۵ کال کې په اقليم د بدلون د کمولو لپاره په فرانسه کې لاسلیک شوی وو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په ۲۰۲۰ کال کې د یو میلیاردو ونو په بشپړتیا سره، د خیبر پښتونخوا درجه حرارت به دوه درجي کم شي لکه څنګه چې پاريس تړون د دې مطالبه کوي."

تهماسيپ وويل، په پاريس کې په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې، خيبر پښتونخوا -- د میکسیکو، هوندوراس، کوسټا ریکا او هند سره -- د ځنګلونو د بیا رغاونې لپاره په مخکښ هيوادونو کې يو مخکښ سيمه وبلل شوه -- ځکه چې دې د نړيوال اقليم بدلون سره د مبارزې لپاره په رضاکارانه ډول د ونو د کرلو او د ځنګلونو د ساتنې لپاره پروژې پيل کړي دي.

د پرمختګ او پرمختيا لپاره ژمنه

شميم شاهد، چې په پيښور کې يو ژورناليست او امنيتي شنونکی دی، وويل، "د خیبرپښتونخوا حکومت د پام وړ لاسته راوړنو په نړيواله ټولنه کې د پاکستان مثبت انځور رامنځته کړی دی او دا څرګندوي چې پاکستان یو زمه دار هيواد دی او نړیوالو اندیښنو ته ډير زيات پام کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې زمونږ د هیواد مرستې هم د پاکستانيانو ذهنیت په ګوته کوي او دا څرګندوي چې موږ یو مسؤل خلک یو او مونږ د نړۍ نه د دې خطرې لري کولو لپاره هر ډول مرسته کولی شو."

په پيښور کې د کوچنیو سوداګرو او کوچنیو صنایعو د خونې صدر، شکیل احمد خان، موافقه وکړه او وی ویل "د بيليون ونو کرلو سونامي پروژې بریالیتوب نړېوالې ټولنې ته د پاکستان مثبت انځور وړاندې کړی دی."

هغه وويل: "پاکستانيان د پرمختيا پلوه او يو پرمختللى مينه وال قوم دى. دوی غواړي چې خپل هېواد او ټوله نړۍ پرمختللی او سوله ييزه جوړه کړي، چې دا به د تعصب، نفرت او د خطرناک ډول نورو عناصرونه پاکه وي."

هغه وويل، د چاپېريال د ساتنې لپاره ژمنه نړۍ ته د پاکستان مختلف اړخ ښيي، چې د لسيزو راهيسې يې د تاوتريخوالي او ترهګرۍ سره جګړه کړې ده.

هغه وويل: "دې د نړيوالو اندېښنو، د افراطيت په شمول، د حل کولو لپاره زموږ ژمنتيا ښودلې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د یو ملیارده ونو د کښت لپاره څومره ځمکه پکاره ده؟ هره ورځ څومره ونې کرل پکار دي؟ دا کښت لاسي دی او که خودکار

ځواب

ښه مقاله

ځواب

زه په پاکستان کې د خيبر پښتونخوا حکومت ته مبارکي وړاندې کوم

ځواب