امنیت

پاکستان په ټول هیواد کې د جشن په موقع د ډزو د لعنت پر ضد مبارزه کوي

پاکستان فارورډ

په ناکراره پاکستان کې د ودونو، مذهبي مراسمو او د سپورټ د بریالیتوبونو په اړه د جشنونو په موقع په هوا کې ډزې کول یو مهم رواج دی، خو په دغه وخت دغه رواج ته درناوی ورکول مرګ ژوبله رامنځته کوي. [آفتاب احمد / ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي]

نوښار-- په دې اوړي کې د هند خلاف د کرکټ ميچ د ګټلو نه وروسته، کله چې پاکستان د يو خوشحال هيواد خوشالیو کې اخته شوو، پنځه کلن نووين د پیښور په روغتون کې ساه ورکولو. دا ماشوم دجشن په موقع د يو وژونکې رواج ښکار شوه..

په پاکستان کې د ودونو، مذهبي مراسمو او د سپورټ د بریالیتوبونو په اړه د جشنونو په موقع په هوا کې ډزې کول یو مهم رواج دی. په پاکستان کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې بازارونه د وسلو نه ډک دي او په سترو ښارونو کې د ټوپک جرمونه زيات دي.

کله چې پاکستان د جون په میاشت کې په چیمپینز ټرافۍ کې خپل ستر حريف هند ته ماتي ورکړو، نو په ټول هيواد کې هغه وخت د جشنونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل او په سلګونو ژوبل شول کله چې د کرکټ مينه والو په هوایي ډزې کولې.

د خیبر پښتونخواه په نوښار کې، لایق شاه د خپل زوي سره په پارک کې وو کله چې جشنونه پيل شول، په داسې حال کې په یوې هوايي ګولۍ د هغه پنځه کلن ماشوم ولګیدو.

وریشا (ښې اړخ ته) او زوفیشا، د نووين خويندي -- چې د جون په میاشت کې د جشن په لمانځنه کې د يوې هوايې ګولۍ له کبله وروسته له هغې ووژل شو کله چې پاکستان خپل ستر حريف هند ته په کرکټ کې ماتی ورکړو -- د جولای په ۲۴ مه د خیبر پښتونخواه په نوښار کې د هغه د سکول انځور نيولی دی. [عبدل مجید / ای ايف پي]

وریشا (ښې اړخ ته) او زوفیشا، د نووين خويندي -- چې د جون په میاشت کې د جشن په لمانځنه کې د يوې هوايې ګولۍ له کبله وروسته له هغې ووژل شو کله چې پاکستان خپل ستر حريف هند ته په کرکټ کې ماتی ورکړو -- د جولای په ۲۴ مه د خیبر پښتونخواه په نوښار کې د هغه د سکول انځور نيولی دی. [عبدل مجید / ای ايف پي]

یو پاکستانی هلک په ۲۰۱۲ کال کې د اګست په ۲۰ مه په اسلام آباد کې د لوبو يو ټوپک په لاس کې نيولی دی. حکومت کار کوي چې په پاکستان کې د ټوپک د قوي کلتور اصلاح وکړي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

یو پاکستانی هلک په ۲۰۱۲ کال کې د اګست په ۲۰ مه په اسلام آباد کې د لوبو يو ټوپک په لاس کې نيولی دی. حکومت کار کوي چې په پاکستان کې د ټوپک د قوي کلتور اصلاح وکړي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

نوموړی هلک د پیښور روغتون ته واستول شو، چیرته چې هغه د زخمونو له امله د مړ کيدو نه مخکې د ۶۰ ګهنټو لپاره د مرګ سره مقابله وکړه.

شاه وويل: "يو انسان په ناپوهۍ سره د بل کور تباه کولی شي."

د ټوپک قوي کلتور

په قبایلي شمال لویدیز کې، د ټوپکو سره د پاکستانیانو مينه په ځانګړې توګه ښکاره ده، چيرته چې وسلې د سمارټ فونونو په پرتله ارزاني دي او زياتره سړي د سفر په دوران کې وسلې لري. وسلې هر ځای موجود دي او دا د زيور په توګه ګڼل کیږي.

د پاکستان د ټوپک قوي کلتور د ۱۹۸۰ په عشره کې وروسته له هغې نور هم خراب شو کله چې شوروي اتحاد په افغانستان يرغل وکړو، او په سیمه کې د وسلو سيلاب يو بل کلتور رامنځته کړو چې د "کلاشینکوف کلتور" په نامه یاديږي.

کلاشینکوفونو او پوځي وسلو ډیر ژر په ټولنیزو جشنونو کې د بولټ ايکشن او فلينټلاک ټوپکونو ځای واخيستو، چې په جشن کې برخه اخيستونکو به د ودونو او د لوبو بريا د لمانځلو لپاره په اتوماتیک ټوپکونو سره په هوا کې ډزې کولی.

خو د وخت معتبر رواج ډير ناوړه قميت لري

وژونکی رواج

په داسې حال کې چې د ډزو له امله د مړینې رسمي شمېره شتون نه لري، چارواکي وایي چې په تیرو کلونو کې په سلګونو کسان وژل شوي دي.

د خپل زوي د مرګ نه وروسته، شاه د يو ګام پورته کولو پریکړه وکړه. هغه جوماتونو ته لاړو او د دیني مشرانو څخه یې وغوښتل چې د جمعې په لمونځونو کې خپلو ټولنو ته لارښوونه وکړي چې دا دود پریږدي.

شاه ای ايف پي ته وویل: "پخوا به خلکو هوايي ډزې کولی ځکه چې موږ پراخه میدانونه لرل."

"اوس هره يوه هوايي ګولۍ به يو کس ووژني، او هیڅوک یقیني نه دی چې دا به په خلاص ځای کې راپريوزي."

سیمه ییزو چارواکو هم په نوښار او نورو ډسټرکټونو کې د پولیسو سره ګامونه پورته کړي دي چې دوی پامپليټونه او پوسترونو ویشي او ټولنه په دې هڅوي چې دوی په داسې نوښتونو کې ښکیل کړي چې د دې وبا نه خلاصی ترلاسه کړي.

سجاد خان، چې په پیښور کې د پوليسو سپرنټنډنټ (آپريشنز) دی، ای ايف پي ته وویل: "موږ د خلکو د مرستې نه بغير په دې لعنت کنټرول نه شو موندلی."

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر په جشن کې په برخه اخيستونکو باندې زور ورکړو چې دوی دې هغه پيسې د خيرات په توګه ورکړي کومې چې دوی د هوايي ډزو لپاره په مهماتو باندې خرچ کوي.

هغه وويل: "په يوې ګولۍ باندې د ۶۰ نه تر ۷۰ روپو (۰.۶۷ امريکايي ډالره) پورې لګښت راځي؛ موږ دا پيسې په بېوزلو کسانو خرچ کولی شو."

د وسلو قوانین ورو ورو بدليږي

په پاکستان کې د وسلې ساتلو لپاره د لايسنس ضرورت وي، په داسې حال کې چې د غټې وسلې او اتوماتيک ټوپکونو ساتلو لپاره خاص پرمټ ته اړتيا وي.

په پېښور کې د نوتیې قدیم نيبرهوډ ناظم، صفدر خان باغي، له مخې، هغه کسان چې په هوا کې ډزې کوي، هغوی به د ۱،۰۰۰ روپو ( ۹.۴۹ امريکايي ډالره) جریمې سره مخامخ شي -- خو دا قوانين په سمه توګه نه پلي کيږي.

نثار احمد خان، چې په پيښور کې د تحقیقاتو ايس ايس پي دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د خیبرپښتونخوا پولیس د خطرناکو کړنو پر ضد د مبارزې لپاره د هغه کسانو لپاره د سختو قوانینو او سزاګانو وړاندیز کوي کوم چې په هوایې ډزو کې ښکیل دي.

هغه وويل: "موږ په تیرو څلورو کلونو کې د نږدې ۲،۲۰۰ هوایي ډزو کيسونو په اړه معلومات راغونډ کړي چې د دغه کيسونو په اړه حکومت ته معلومات ورکړو او د سختو قوانینو لپاره وړانديز وکړو."

خان وویل "د خیبرپښتونخوا پولیس به حکومت ته سپارښتنه وکړي چې د هوايي ډزو لپاره سزا زياته کړي او د دې عمل مخه ونیسي."

د جون په میاشت کې، د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پولیسو ته لارښوونه وکړه چې د ولایت په کچه پراخه کمپاین پیل کړي چې د جشن په موقع د ډزو مخه ونيسي.

ډسټرکټ پولیسو افسرانو ته لارښوونه وشوه چې دوی دې د عامه ځایونو، جوماتونو، حجرو او د ناظمانو د دفترونو ليدنه وکړي چې دوی خلکو ته خطابونه وکړي او د هوایي ډزو مخه ونيسي.

د مردان ډي پي او ميا سعيد احمد پاکستان فارورډ ته وويل، "د پوليسو لخوا د کمپاين او همداراز په ولسواليو کې د سخت ګامونو نه وروسته، په دې عمل کې د پام وړ کمی راغلی دی." هغه زياته کړه، د جون په ۱۹ مه، د پاکستان کرکټ د بريا نه وروسته، د مردان پوليسو ۴۹ کسان ونيول او هغوی يې د هوايي ډزو له امله تورن وګرځول.

د لوبو ټوپکونو پر ضد مبارزه

په هېواد کې د ټوپک کلتور د خپریدلو پر وړاندې د مبارزې په هڅه کې، په ټول پاکستان کې ولایتي چارواکو په يو څو کلونو کې په ماشومانو باندې د وسلو په څیر د لوبتکو خرڅولو باندې د بندیز لپاره ستر ګامونه پورته کړي دي.

که څه هم، پیښور ته یو وروستي سفر څرګنده کړه چې د ښار لوی بازار د تومانچو او کلاشینکوفونو په څیر د لوبتکو نه ډک دی.

شريف خان، چې يو هټيوال دی، وويل: "حکومت د ټوپکو په څیر د لوبتکو خرڅولو باندې بنديز لګولی دی؛ دا وايي چې دا د ماشومانو ذهنونه خرابوي، نو غوره خبره دا ده چې دوی ته قلم يا نورې لوبتکې ورکړل شي."

"خو ماشومان نور بدیل نه لري؛ د لوبو کولو لپاره بل څه شتون نه لري."

ژوندونه برباد شوي دي

په قربانیانو او د هغوی په کورنیو باندې د هوايي ډزو اثرات د اوږدې مودې پورې موجود وي.

صفير الله، چې د پیښور ښار اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه یو ماشوم وم، چې په ۱۹۸۴ کې د خپل کور څخه بهر په هوایي ګولۍ ولګيدم."

صفير، چې اوس ۴۲ کلن دی، د ډیرې مودې لپاره په کټ کې پروت وو او د څو کلونو لپاره يې درملنه ترلاسه کړې وه. اوس هغه د ملاتړ سره ورو ورو تلې شي.

هغه وویل: "دا تل دردناکه خبره ده چې تاسو منډه وهلې نه شئ یا لوبه کولی نه شئ یا د مرستې پرته هیڅ يو کار کولی نه شئ." هغه زیاته کړه، دا ډيره د غم خبره ده کله چې هغه د مجرم په اړه فکر کوي ځکه چې هغه به هیڅکله هم پوه نه شي چې څنګه دهغه د ډزو عمل د یو کس ژوند برباد کړی دی."

د شاه کور ته زیان رسېدلی دی.

د خپل زوي د مړینې نه وروسته، شاه وویل چې کورنۍ د نووين ټول شیان -- پيزار، د سکول بسته او جامې -- له خپل کور څخه لرې کړل.

دا ډيره د خفګان خبره ده چې څوک ماته دغه زيان رايادوي.

شاه وايي چې د هغه ښځه تر اوسه پورې په دغه صدمه کې اخته ده، په داسې حال کې چې د هغه لور په دې نه پوهیږي چې ولې ټوپکونه د جشن لپاره اړین دي.

د نووين خور وريشا پوښتنه کوي، "ولې خلک د هوايي بریدونو سره جشنونه ترسره کوي؟"

"که تاسو خوشحاله یئ، نو بیا د الله شکريه اد کړئ."

[د پيښور نه جاويد خان په دې راپور برابولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا په ډیرو نورو ځایونو کې هم پیښیږي! زه د نوي کال په موقعه په لاس انجلس کې وم، او په نیمه شپه موږ ټولو پارټي پریښوده چې بهر ته لاړ شو او د ارنونو او داسې نورو شيانونو نه خوند واخلو، خو کله چې ما، یوځل نه بلکې ډیر ځله، د هغه څه شور واوریدو چې یوازې د کوچني وسلو (ډیرې اتوماتیک او نیم اتوماتيک) ډزې وې، چې د هغه غره څخه لاندې د وادۍ نه راتللې چې موږ پکې موجود و، زه په چټکۍ سره بیرته کور ته لاړم او د لږ وخت لپاره د انګيټۍ په فرش باندې په ارام سره کينستم، په داسې حال کې چې زما ملا اور ته وه. په هیڅ يو ځای کې د ګوليو سوري نه ول، لږ تر لږه په هغه کور کې چې موږ په کې وو. نوی کال مو مبارک شه!

ځواب