ټولنه

سيف الملوک جهيل يو شمير سیلانیان راجلب کوي

د قاسم يوسفزۍ لخوا

سیلانيان د اګست په میاشت کې په سیف الملوک جهيل کې په کشتۍ کې سفر کوي. [قاسم یوسفزۍ]

د ټول هیواد نه سیلانیان د اګست په مياشت کې د سيف الملوک جهيل نظاره کوي. [قاسم یوسفزۍ]

د سيف الملوک جهيل خوا ته په پارک کې ولاړ جيپونه په دې انځور کې ښودل شوي دي. جیپونه د سخت او ډیر ډبرين سړکونو له امله سیمې ته د رسیدلو یوازینۍ وسیله ده. [قاسم یوسفزۍ]

یو محلي پلورونکی د اګست په مياشت کې په سيف الملوک جهيل کې ځايي جوړ شوي د روغتیا ټانیک چې د "سلاجيت" په نامه یادیږي خرڅوي. [قاسم یوسفزۍ]

د کشتۍ مالکان د اګست په میاشت کې په سيف الملوک جهيل کې د پیرودونکو لپاره انتظار کوي. [قاسم یوسفزۍ]

یو سیمه ییز پلورونکی د اګست په میاشت کې د سیف الملوک جهيل سره نږدې مالوچي خواږه خرڅوي. [قاسم یوسفزۍ]

ماشومان د سيف الملوک جهيل په څنګ کې يوې بيزې ته خواړه ورکوي. [قاسم یوسفزۍ]

په ټول هیواد کې سیلانيان د اوړي په موسم کې د خیبر پښتونخواه په ناران کې د سيف الملوک جهيل (چې د اګست په میاشت کې ښودل شوی دی) ليدنه کوي. [قاسم یوسفزۍ]

جيپونه د خیبر پښتونخواه د ناران په دره کې د ناهوارو او سختو سړکونو له لارې سيف الملوک جهيل ته ځي. [قاسم یوسفزۍ]

ماشومان د اګست په مياشت کې په ناران دره کې سيف الملوک جهيل ته نژدې په اس باندې سپرلي کوي. [قاسم یوسفزۍ]

سیلانیان د اګست په میاشت کې د سیف الملوک جهيل سره نږدې د مار ننداره ګوري. [قاسم یوسفزۍ]

سيف الملوک جهيل -- سيف الملوک جهيل د سيلانيانو لپاره د ښکلا د يو ځای په توګه د پاکستانيانو او نړيوالو سيلانيانو توجو ترلاسه کوي، چې سیمه ایز چارواکي دې ته هڅوي چې د سيلانيانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

په پاکستان کې تر ټولو لوړ الپاین جهيل، چې د بحري سطح نه ۳،۲۲۴ ميټره اوچت دی، د خیبر پښتونخواه په مانسهرا ډسټرکټ کې په ناران دره کې موقعيت لري.

د ليدونکو په وينا، سخت سړکونه او لوړ غرونه د سيلانيانو لپاره ستونزې رامنځته کوي چې دوی په سيمه کې لکه په بابو سر پاس او لالازار کې د ښکلي جهيل او نور ځايونو نه خوند واخلي.

د پیښور یو خبریال، محمود جان بابر، چې د اګست په میاشت کې یې د خپلې کورنۍ سره د جھیل لیدنه کوله، پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت باید په سیمه کې لږ تر لږه د سيلانيانو د آسانتیاو مرکزونه جوړ کړي."

د خیبر پښتونخواه په ناران دره کې سيف الملوک جهيل د اګست په میاشت کې ښودل شوی دی. [قاسم یوسفزۍ]

هغه وويل، د تاسیساتو نشتوالی، لکه تشنابونه او د کثافاتو لوښي له کبله دا د سیلانیانو لپاره مشکله ده چې دوی هلته کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او د ښکلی جهيل نه خوند واخلي. هغه زياته کړه، "د سيمې د پاکولو او د قدرت د نظارو خوندي ساتلو لپاره رضاکاري اړينه ده."

د خیبرپښتونخوا د سیاحت او کلتور ریاست ویاند، حسینه شوکت، وویل، سیمه ایز حکومت د سيلانيانو د اسانتیا لپاره ګامونه پورته کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د ناران، کالام او د سوات د نورو سيمو د سړکونو د جوړولو لپاره کار کوو. هغې زياته کړه چې حکومت په نورو پاتې برخو کې هم کار کوي، لکه د جهيل په خواشا کې د ګلونو بازارونه او د خوراک ځايونه جوړول."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا نوټس د هغه کسانو لپاره خورا ګټور دي کوم چې د دريمې درجې صنعت په اړه مطالعه کوي، خو پکار ده چې داسې فکتورونه دي وي چې سياحت ته وده ورکړي.

ځواب

زبردست

ځواب