ديپلوماسي

پاکستان د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د وړاندیز هر کلی کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د افغانستان صدر اشرف غني په کابل کې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د لوی اختر په لومړۍ ورځ خلکو ته خطاب کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ نه په مننه]

د افغانستان صدر اشرف غني په کابل کې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د لوی اختر په لومړۍ ورځ خلکو ته خطاب کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ نه په مننه]

پیښور -- پاکستاني سیاستوال د پاکستان سره د سولې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی د وړانديز هرکلی کوي او وایي چې دا د ترهګرو په وړاندې د متحد کيدو او د پولې دواړو غاړو ته د خلکو لپاره د سولې راوستلو لپاره يوه ډيره ښه موقع ده.

اشرف غني د سپتمبر په لومړۍ نېټه د لوی اختر د ورځې په خپل پیغام کې وویل: "موږ د پراخه سیاسي خبرو اترو لپاره تیار یو." "د پاکستان سره سوله د افغانستان ملي اجنډا ده، د پاملرنې وړ هغه سوله چې د [سیاسي پروسې] له کبله رامنځته شي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف يوه ورځ وروسته وويل، اسلام اباد غواړي چې په سيمه کې د سولې او ټيکاو لپاره د کابل سره يوځاى شي.

د بهرنیو چارو وزارت د يو بيان له مخې، آصف وويل، "د پاکستان موقف د افغانستان په هکله خورا روښانه دی ... موږ غواړو چې په افغانستان کې سوله او ثبات وينو او د دې لپاره به پاکستان په ټولو هڅو کې ونډه واخلي او خپل رول به ولوبوي."

هغه وويل، "موږ له مخکې نه له افغانستان سره د خبرو اترو او اړیکو لپاره دوه اړخیزه، درې اړخیزه، څلور اړخيزه او څو اړخيزه میکانیزمونه لرو." "دا میکانیزمونه باید په بشپړه توګه وکارول شي."

هغه د وروستیو خبرو اترو په ترڅ کې وويل، "دواړه هيوادونه همکارۍ ته اړتیا لري."

دوه اړخیزو اړیکو ته وده ورکول

د پاکستان سیاسي مشران د خبرو اترو لپاره د دواړو لوریو د ګامونو هرکلی کوي.

شیرین مهرون نیسا مزاري، چې د ملي شورا غړي او په اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشره ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "د افغانستان او پاکستان تر منځ جامع مذاکرات يوازينۍ لاره ده چې دوی خپل ناوړه تعلقات ښه کړي."

هغې وويل، دواړه هېوادونه د ترهګرو لخوا ډېر زيات ځپل شوي دي او اوس دواړه ګاونډيان بايد د سولې د ټينګښت لپاره د ځواکونو سره يوځاى شي. "د اورپکۍ له امله ځپل شوي هیوادونو ترمینځ همکاري سوله راوستلی شي چې دا به دواړو هیوادونو ته ګټه ورکړي."

مزاري وويل: "موږ د اوږدې مودې راهيسې د تروریزم د ختمولو لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړي ده. د ترهګرۍ دور د پنځه ويشت کالو نه په زياته موده باندې مشتمل دی."

هغې وویل: "موږ د سولې د خبرو اترو لپاره د غني د وړاندیز هر کلی کوو، او حکومت باید بې له وخت ضایع کولو خبرې اترې پیل کړي."

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولی خان وویل چې د پاکستان سره د خبرو اترو پيلولو لپاره د غني وړاندیز یو مثبت ګام دی چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راټيټ کړي.

د ځايي رسنیو په وینا، دوه اړخیزې خبرې اترې به د دواړو هیوادونو ترمنځ ناباوري پای ته ورسوي.

د طلوع نيوز له مخې، هغه وويل: "پاکستان بايد په دې اړه ګامونه پورته کړي. کابل او اسلام آباد بايد د اړيکو د ښه کولو لپاره ستر ګامونه پورته کړي." طلوع نيوز زياته کړه چې د پښتنو تر منځ يووالی اړين دی او بهرني عناصرو له پکار ده چې په سيمه کې د لاسوهنې نه ډډه وکړي.

خان وويل، په تيرو څو کلونو کې، طالبان وسله والو د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمنځ د سختو اړيکو نه ګټه پورته کړې ده. هغه زياته کړه، پکار ده چې د سولې د خبرو اترو شروع کولو او د بلواګرو د مخنيوي لپاره د ګډ کوششونو په پيلولو کې وخت ضايع نه کړی شي.

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ هم د پاکستان سره د سولی د خبرو اترو لپاره د افغانستان د وړانديز هرکلی وکړو.

د ځايي رسنيو له مخې، هغه وويل، د پاکستان او افغانستان تر منځ دوستانه اړيکې په سيمه کې د تلپاتې سولې لپاره مهم دي.

د وسله والو پټنځایونه له منځه وړل

په پېښور يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتو په مرکز کې د پروفیسر عبدالرحمان له مخې، د پولې دواړو غاړو ته پټنځایونو په سیمه کې اورپکۍ ته وده ورکړي ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پاکستان او افغانستان لخوا د یاغیانو په وړاندې یو اغېزناک اتحاد پایلې رامنځته کولی شي." "که چيرې دواړه هېوادونه ګامونه پورته کړي، نو دوی کولی شي چې مختلف وسله والو ډلو ته ماتې ورکړي."

هغه وويل، د ډيورند کرښې دواړو خواوو ته خلک د ترهګرۍ نه تنګ راغلي دي او د دغه بحران خاتمه غواړي، چې دوی يې د تېرو څو لسيزو راهيسې يرغمل کړي دي.

هغه وويل: "پکار ده چې د تاوتريخوالي ختمولو لپاره يو دايمي حل راويستلی شي."

میرزا خان، چې یو افغان کډوال او په پیښور کې په بورډ بازار کې ميوې خرڅوي، وویل، هغه د غني د بیان له امله ډير خوشحاله دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دواړو حکومتونو له پکار ده چې د خلکو د ستونزو ختمولو لپاره یوځای شي." "دا یو ناوړه حالت دی."

هغه وويل: "د افغانستان او پاکستان تر منځ دښمني وسله والو ته ګټه ورکوي." "موږ باید خپل ټول اختلافونه دفع کړو چې د اورپکۍ لخوا د ځپل شوي هیوادونو د پراختیا لپاره لاره هواره کړو."

موږ د سیمې د سوداګرۍ لپاره په بشپړه توګه سوله ليدل غواړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500