امنیت

افغان ځانګړیو ځواکونو طالبان او داعش وارخطا کړي دي

ای اېف پي

افغان ځانګړي ځواکونه د جولای په ۲۷ مه په کابل کې مشق کوي.‌ افغان کمانډوز به ژر د طالبانو پر ضد د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

افغان ځانګړي ځواکونه د جولای په ۲۷ مه په کابل کې مشق کوي.‌ افغان کمانډوز به ژر د طالبانو پر ضد د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ شي. [شاه مراعي/ای اېف پي]

کابل -- په آر پي جي -۷ راکټ لانچرو باندې سمبال کمانډوز څو سوه متره لیرې یو ټانک په نښه کوي، دا د افغانستان ډېر ماهر جګړه کوونکي ځواک -- ځانګړیو ځواکونو لپاره تازه نیول شوي کسان دي، چې کتونکي وایي د شمېر په ډېرېدا سره یې طالبان او نورې اورپکې ډلې وارخطا شوي دي.

د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو د قوماندانۍ دا نوي غړي به ژر د هغې جګړې لومړیو کرښو ته لاړ شي چې متحده ایالاتو یې تر نامعلومې مودې پورې د لا نورو امریکایي عسکرو په پاتې کېدلو سره د ګټلو ژمنه کړې ده.

مورهیډ کمپ له کابل سره نژدې د شوروي ځواکونو یو پخوانی مرکز دی چې هلته دغه کمانډوز د افغان ښوونکیو له خوا تربیه کیږي او د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د دغه روزنیز پروګرام څارنه کوي.‌

په داسې حال کې چې د افغانستان د ځانګړیو عملیاتو قومانداني -- چې د لوړې کچې ځانګړي ځواکونه په کې شامل دي -- د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خواوشا ۷٪ جوړوي، د خواوشا ۸۰٪ عملیاتو د ترسره کولو لپاره توظیف شوي او هغوی وایي چې هرځل بریالي راوتلي دی -- چې متحده ایالاتو او بهرنیو ځواکونو هم دغه ادعا تایید کړې ده.‌

د روان کال په پیل کې افغان ولسمشر اشرف غني حکم وکړ چې د هغوی شمېر چې ۱۷۰۰۰ دی دوه برابره شي او دا کار یې په هغه څلورکلن پروګرام کې کې ونیو چې په ترڅ کې یې د افغانستان هوایي ځواک هم پیاوړی کیږي.‌

په مورهیډ کمپ کې، چې پخوا د طالبانو له خوا هم د یوه روزنیز کمپ په توګه کارول کېده، کمانډوز ته د جګړې کرښو ته له لېږل کېدلو څخه مخکې څو میاشتې روزنه ورکول کیږي.‌

په شمال کې له کندوز ولایت څخه نیولې بیا په جنوب لوېدیځ کې تر هلمند ولایت پورې، هغوی د هغو کلیو دفاع کوي چې طالبان یې ګواښي او دغه ځواکونه په خپل ځانګړي مهارت سره د شپې له مخې د یاغیانو په پټنځایونو باندې چاپې اچوي.‌

یوه افغان افسر وویل، «تاسو باید په ښه حالت کې واوسئ. د انتخاب د اونۍ په ترڅ کې باید هغوی له ۲۵ کیلوګرامه بیګ سره منډه وکړي او بېرته راستانه شي،»

'ماتې نه منل'

له هغه وخته چې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو د ۲۰۱۴ په ډسمبر کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه، افغان ځانګړیو ځواکونو او کمانډوز د طالبانو او داعش ډلې د اورپکو له خوا د کېدونکیو حملو پر ضد د یوه سپر په توګه رول لوبولی دی.‌

یوه امریکایي جنرال وویل، «د دې دلیل چې ولې هغوی داسې ښه دي دا دی چې هغوی په نړۍ کې د یو شمېر غوره ځانګړیو ځواکونو له خوا تربیه کړای شوي دي،»‌

«کله چې ځانګړي ځواکونه توظیف شي، هغوی هېڅکله ماتې نه خوري.‌ که مونږ د هغوی شمېر دوه برابره کړو، دا په دې معنی چې یو د پام وړ ظرفیت به رامنځته کړای شي، او مونږ پوهېږو چې طالبان دې ته اندېښمن دي.»

په افغانستان کې د متحده ایالاتو جیګپوړي قوماندان جنرال جان نېکلسن په وروستیو کې خبریالانو ته وویل، چې اضافي امریکايي عسکر به د افغان ځواکونو روزنه پیاوړې کړي او د افغان هوایي او ځانګړیو عملیاتو د جنګیاليو شمېر به زیات کړي.‌

که څه هم چې افغان امنیتي ځواکونه لا دې ته تیار نه دي چې په یوازې ځان جګړه وکړي،‌ نېکلسن په افغان امنیتي ځواکونو اعتماد څرګند کړ او ویې ویل، «طالبان نشي کولی چې په میدان کې جګړه وګټي،»

د هغوی د عملیاتو قوماندان ډګروال احمد ذبیح الله وویل، «د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو د شمېر په ډېرېدلو سره به مونږ د هېواد لا نوره برخه هم وپوښو او مونږ کولی شو چې لا نورې وظیفې ترسره کړو،»

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري باور لري چې افغان ځواکونه به بالاخره بریالي شي.‌

هغه وویل، «آیا مونږ کولی شو چې دا جګړه وګټو؟ هو، مونږ دا جګړه ګټو.‌ تل دې وي افغانستان،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Allah di ye kamyab ki

ځواب