|

ټولنه

د کالاش خلک د ځانګړي کلتور او تاریخ پيروي کوي

د کالاش خلک، چې شمير يې يوازې ۴،۱۰۰ دی، د هندوکش د غرونو په منځ کې په يوه ښکلي دره کې وسيږي.

د عالمګير خان لخوا

  • 
د کالاش يوه نجلۍ د اګست په میاشت کې د چترال ډسټرکټ په کالاش دره کې خپل کور ته نږدې ولاړه ده. [عالمګير خان]

    د کالاش يوه نجلۍ د اګست په میاشت کې د چترال ډسټرکټ په کالاش دره کې خپل کور ته نږدې ولاړه ده. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش نجونۍ د اګست په میاشت کې د کمپیوټر مهارتونه زده کوي. [عالمګير خان]

    د کالاش نجونۍ د اګست په میاشت کې د کمپیوټر مهارتونه زده کوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش يوه نجلۍ يو لوښی د چينې د اوبو نه ډکوي. [عالمګير خان]

    د کالاش يوه نجلۍ يو لوښی د چينې د اوبو نه ډکوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش مور خپل ماشوم په لاس کې اخلي. [عالمګير خان]

    د کالاش مور خپل ماشوم په لاس کې اخلي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش ښځه د خپل ماشوم سره د خپل کور په دروازه کې ولاړه ده. [عالمګير خان]

    د کالاش ښځه د خپل ماشوم سره د خپل کور په دروازه کې ولاړه ده. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش نجلۍ د کیمرې لپاره پوز جوړوي. [عالمګیرخان]

    د کالاش نجلۍ د کیمرې لپاره پوز جوړوي. [عالمګیرخان]

  • 
د کالاش هلکان په هغه ځای کې لوبې کوي چېرې چې ښځې په نورو وختونو کې رقص کوي. [عالمګير خان]

    د کالاش هلکان په هغه ځای کې لوبې کوي چېرې چې ښځې په نورو وختونو کې رقص کوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش ښځه په کور کې نان (ډوډۍ) پخوي. [عالمګير خان]

    د کالاش ښځه په کور کې نان (ډوډۍ) پخوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش نجونۍ د لوبو په دوران کې ښودل شوي دي. [عالمګير خان]

    د کالاش نجونۍ د لوبو په دوران کې ښودل شوي دي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش يوه ښځه په خپل دوکان کې روايتي جامې خرڅوي. [عالمګير خان]

    د کالاش يوه ښځه په خپل دوکان کې روايتي جامې خرڅوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش ښځه په خپلې دوديزو جامو کې پوز جوړوي. [عالمګير خان]

    د کالاش ښځه په خپلې دوديزو جامو کې پوز جوړوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش ښځي دودیز رقص کوي. [عالمګير خان]

    د کالاش ښځي دودیز رقص کوي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش نورې ښځي د رقص کولو په وخت ښودل شوي دي. [عالمګير خان]

    د کالاش نورې ښځي د رقص کولو په وخت ښودل شوي دي. [عالمګير خان]

  • 
د کالاش نارینه د مختلفو موضوعاتو په اړه خبرې کوي. [عالمګير خان]

    د کالاش نارینه د مختلفو موضوعاتو په اړه خبرې کوي. [عالمګير خان]

چترال ډسټرکټ -- د خيبر پښتونخوا په چترال ډسټرکټ کې د هندوکش غرونو په منځ کې د کالاش خلک خپل کلتور، ژبه او مذهب خوندي ساتي.

د کالاش خلک د یو مذهب، کالاشا، پيروي کوي چې د اسلام او پخواني هندویزم مرکب دی.

د کالاش يوې ښځې، شاهین ګل، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ یو بې ساري کلتور لرو." سیلانيان زموږ کورونو ته راځي او د کالاش جامې اخلي او زموږ د کلتور په اړه زده کړه کوي."

ګل د پېښور يونيورسټۍ نه فارغه شوې ده او په ککرال کلي کې اوسيږي. ککرال کلی د کالاش په ۱۲ کلیو کې يو کلی دی.

هغې يادونه وکړه: "جنرال پروېز مشرف [د پاکستان پخوانې صدر] زما کور ته راغلې وو."

د کالاش يوه بله ښځه، شيره، ۲۷ کلنه، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ په ۱۲ کلیو کې یوازې ۴،۱۰۰ خلک یو." هغه د کالاش لومړۍ ښځه ده چې د پېښور يونيورسټۍ نه يې په نړيوالو اړيکو کې د ماسټرز ډګري ترلاسه کړې ده.

هغې وويل: "غريبۍ او د تعليم نشتوالي زما قبيله شاته پاتې کړه او هغه د اساسي بشري حقونو نه خبر نه ده."

یوازې سږ کال، د پېښور عالي محکمې د پاکستان حکومت ته امر وکړو چې په سرشمیرنې کې د کالاشا مذهب د يو انتخاب په توګه شامل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Pf icons no 1

1 تبصرې

* ضروري برخې ښيي
Captcha
Tahir akbar | 02-28-2018

ډېر ښه

ځواب

د رایو شمېر

تاسو د وزیر اعظم عمران خان د حکومت د لومړو درې مياشتو نه څومره مطمئن یئ؟

نتایج وګورئ