امنیت

پاکستانيان په هيواد کې د نړيوال کرکټ د بحالۍ هرکلى کوي

د عبدل ناصر لخوا

يو کتونکی په لاهور کې د سپتمبر په ۴ مه د پاکستان کرکټ بورډ دفتر مخې ته د کرکټ د لوبغاړو د يو انځور ستاينه کوي. [عبدل ناصر خان]

يو کتونکی په لاهور کې د سپتمبر په ۴ مه د پاکستان کرکټ بورډ دفتر مخې ته د کرکټ د لوبغاړو د يو انځور ستاينه کوي. [عبدل ناصر خان]

لاهور -- د اتو کالو راهیسې د نړیوالو لوبو نه د يو محروم شوي هيواد په توګه، د پاکستان د کرکټ مينه وال ليوال دي چې بهرني لوبغاړي او ټیمونه ويني چې د هغوی په هيواد کې بيا لوبه وکړي.

بهرني ټیمونو په لاهور کې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې د سري لنکا په کرکټ ټیم باندې د حملې نه وروسته په بشپړه توګه پاکستان ترک کړی وو. په دغه بريد کې اوه پاکستانيان وژل شوي او د سري لنکا اوه کسان ټپيان شوي ول.

د دغو کلونو په جریان کې، پاکستاني ټیمونو چې د دې پیښې مخکې عموماً د ټولو لوبو استازیتوب به یې کولو، وروسته له دې يا خو به يې په بهر کې لوبې کولې او يا يې نه کولی. ېوازې د کینیا او زیمبابوې ټیمونه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې په ترتيب سره پاکستان ته راغلي ول.

بهرني ټیمونه پلانونه جوړوي

اوس، په ټول هيواد کې د پوځي عملياتو د یوې لړۍ لخوا د وسله وال مرکزونو، پټنځايونو او شبکو د تباه کولو نه وروسته، ټیمونه په پاکستان کې د بیا لوبې کولو لپاره د پلانونو اعلان کوي.

ویسټ انډیز او په سمبولیک ډول، سري لنکا -- هغه هیواد چې ټيم یې په مارچ ۲۰۰۹ کال کې د يو شمير مرمو سره مخامخ شوی وو -- دا پلان څرګند کړو چې دوی به په لاهور کې د سپتمبر په نيمايۍ کې د نړيوال کرکټ شورا د ورلډ الیون ټیم (چې په ټولیزه توګه په بهرنيانو باندې مشتمل دی) لخوا د درې ميچونو نه وروسته په پاکستان کې لوبه کوي.

په لاهور کې د لوبو په اړه يو ليکونکي حافظ شهباز علی پاکستان فارورډ ته وویل، "د پاکستان کرکټ بورډ په دوامداره توګه د کرکټ په نړیوالې شورا او په هغه هیوادونو چې د کرکټ لوبې کوي، زور ورکوي چې دوی بیرته پاکستان ته راشي." هغه د پي سي بي دې کاميابۍ ته اشاره وکړه چې کینیا او زمبابوې يې په پاکستان کې په لوبو کولو باندې راضي کړي ول.

علي وویل: "زه فکر کوم چې پاکستان ته د ورلډ الیون ټیم، سري لانکا او ویسټ انډیز ټيمونو راتلل به په پاکستان کې د نړيوال کرکټ د بحالۍ لپاره ډير زيات ګټور وي." "د بحالۍ دا کریډیټ د پي سي بي چيرمين، نجم سیټهي ته ځي چې په لاهور کې يې د پاکستان سپر لیګ سوله ايز فاينل ميچ انتظام کړی وو.

علی د کوټې ګليډيیټر خلاف د پیښور زلمي بریالیتوب ته په اشاره سره وویل: "يو شمير بهرني لوبغاړو په فاينل ميچ کې برخه اخیستې وه." "د پي ايس ايل د فاينل ميچ بریالیتوب آی سي سي، سري لانکا او ویسټ انډیز وهڅول چې پاکستان ته راشي."

سيد علي، چې پخوانی فسټ کلاس کړکټر دی، وويل، که چیرې پي سي بي سوله ایزو لوبو ترسره کولو ته دوام ورکړي، نو آی سي سي او د کرکټ نور هيوادونه به پاکستان ته بيا پام وکړي.

د آی سي سي ورلډ الیون ټیم، چې د اوو هیوادونو په لوبغاړو باندې مشتمل دی، به لومړۍ لوبه کوي، بيا به د اکتوبر په میاشت کې سري لانکا او په نومبر کې ویسټ انډیز لوبه کوي.

ورلډ الیون ټیم به د سپتمبر په ۱۲، ۱۳ او ۱۵ مه د پاکستان خلاف درې ټي ټونټي ميچونه کوي. آی سي سي خپل امنيتي ټيمونه راليږلي دي چې په لاهور کې د انتظاماتو بيا کتنه وکړي.

د پي سي بي له مخې، د جنوبي افریقې فاف ډوپپليسي، چې د ورلډ الیون ټیم کپتان دی، وويل، زه د لاهور خپل لومړي سفر ته سترګې په لار یم او غواړم چې په پاکستان کې د نړیوال کرکټ په خوندي او تدریجي ډول بیا پیلولو کې خپله برخه واخلم.

سرفراز احمد د پاکستان د ټیم کپتان دی.

چارواکي د سخت امنیت ژمنه لري

امنیتي چارواکي ژمن دي چې په پاکستان باندې د راتلونکو لیدونکو باور بیرته بحال کړي.

د پنجاب د پولیسو ویاند، نايان حیدر، پاکستان فارورډ ته وویل: "د نړیوالو ټیمونو ټورونه زموږ د ښه امنیتي حالت باندې نه يوازې د هغوی باور څرګندوي بلکې د دې ثبوت هم دی."

هغه وویل: "موږ دا ثابته کړه چې پاکستان د هر ډول لوبو لپاره خوندي هیواد دی." هغه زياته کړه: "موږ د پي ايس ايل فاينل کوربه توب وکړو او مونږ د نړیوالو فوټبالرانو، پهلوانانو او باډي بلډرانو کوربه توب هم کړی دی ځکه چې امنیت ښه شوی دی."

هغه وویل: "لوبغاړو ته به امنیت ... د دولت د مشرانو په څير ورکول کیږي." موږ به په لاهور کې د امنیت لپاره اضافي امنيتي پرسونل ځای پرځای کړو."

حیدر وویل: "امنیتي تدابیر به د پي ايس ايل د فاينل په پرتله سخت وي."

په لاهور کې د جرمونو خبریال عرفان مالک پاکستان فارورډ ته وویل، "یوازې د ټکټ خاوندانو ته به سټیډيم ته د ننوتلو اجازه ورکړل شي." "هغوی به د ځانګړي ګاډو له لارې د ګاډو د ودرولو د ځايونو نه اوچت کړل شي او سټيډيم ته به ورسول شي."

ليوالتيا راپورته کيږي

پي سي بي وويل، د آنلاین ټکټونو خرڅول د سپتمبر په لومړۍ نېټه پیل شول، په داسې حال کې چې ټاکل شوي بوتونو د ټکټونو شخصي خرڅول د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) پيل کړل.

د کرکټ مينه وال په ډیر لیوالتیا سره انتظار کوي چې بهرني لوبغاړي ويني ځکه چې دوی د اتو کلونو راهيسې د لائیو کرکټ کتلو موقع نه وه لرلې.

په لاهور کې د کرکټ يو مينه وال، اسد خان، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا به ډيره ستره لمحه وي چې د پاکستان په خاوره باندې د جنوبي افريقې هاشم املا او ډوپليسي وينو."

په لاهور کې يو بل مينه وال، وحيد بټ، وويل: "زه هڅه کوم چې د درې واړو [ورلډ الیون ميچونو] لپاره ټکټونه واخلم."

د پي سي بي له مخې، د پاکستان د ټيم درې پخواني کپتانانو، وسیم اکرم، وقار یونس او انضمام الحق په پاکستان کې د نړیوال کرکټ د بحالۍ لپاره د پي سي بي د هڅو ستاینه وکړه.

د انضمام په وینا، د ورلډ الیون سيريز "د پاکستان لپاره ډيره ښه موقع ده چې يو ځل بيا وښيي چې دا یو سوله ایز او د کرکټ مينه وال قوم دی، کوم چې د خپلې څه غلطۍ نه بغير د نړیوال کرکټ د لو‌بغاړو د ليدلو نه محرومه پاتې شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500