امنیت

د اختر نه مخکې په ټول پاکستان کې امنیتي ګامونه ټينګ کړی شوي دي

د جاويد خان ٰلخوا

پاکستانيان په پيښور کې د اګست په ۲۶ مه د لوی اختر لپاره د قربانۍ څاروي اخلي او خرڅوي. [جاوید خان]

پاکستانيان په پيښور کې د اګست په ۲۶ مه د لوی اختر لپاره د قربانۍ څاروي اخلي او خرڅوي. [جاوید خان]

پیښور -- په ټول پاکستان کې امنیت سخت کړی شوی دی، په داسې حال کې چې د لوی اختر د کلنيز جشن لپاره تياری وروستي پړاو ته رسېدلی دی. د رخصتۍ ورځ به د شنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۲ مه) لمانځل کيږي.

په پیښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر پاکستان فارورډ ته وويل، "ګشتونه زیات شوي دي، په داسې حال کې چې پولیس افسرانو ته امرونه ورکړل شوي دي چې په د ګڼې ګوڼې په سوداګریزو مرکزونو، د څاروو په بازارونو او د اختر نه مخکې او د اختر په ورځ د عبادت په ځایونو کې امنیت ټينګ کړي."

طاهر وويل چې هغه پخپله په ښار کې د ګڼې ګوڼې په يو شمير سوداګريزو مرکزونو کې د امنيتي تدابيرو کتنه وکړه، چې په دې کې قصه خواني، خيبر بازار، هشتنګري، کريم پوره او رامداس شامل دي، چيرته چې په سلګونه زره اوسيدونکي د اختر نه مخکې د شيانو په اخيستلو او خرڅولو کې بوخت دي.

هغه زياته کړه، پوليسو په پېښور کې د ننوتلو په مختلفو ځايونو کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړې دي.

د مرکزي ښار د پوليسو افسر محمد طاهر (په منځ کې) د اګست په ۲۹ مه په پیښور کې د استول شوي پولیسو سره خبرې کوي. [جاوید خان]

د مرکزي ښار د پوليسو افسر محمد طاهر (په منځ کې) د اګست په ۲۹ مه په پیښور کې د استول شوي پولیسو سره خبرې کوي. [جاوید خان]

فدا حسين شاه، چې په ډیره اسماعیل خان کې ځايي پولیس افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه پولیس کوم چې د تلاشۍ په پوسټونو کې ځای پر ځای شوي دي، هغوی ته هدايات ورکړل شوي دي چې چمتو ووسي او د موټر سايکلو په سمه توګه تلاشي ترسره کړي. "ټول پوليس په ډيره اسماعیل خان کې چمتو دي چې د هر ډول ناوړه پيښې سره مقابله وکړي."

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود هم د اګست په ۲۹ مه د امنیتي غونډو د مشرۍ لپاره د ډيره اسماعیل خان ليدنه وکړه.

محسود له سفر وروسته رسنیو ته وویل: "په ډیره اسماعیل خان او د صوبې په نورو سیمو کې د سولې د ټینګښت لپاره امنیت سخت کړی شوی دی."

په ټول پاکستان کې پرمختللي اقدامات

په بلوچستان، پنجاب او سېند صوبو کې او همدارنګه په فاټا او مرکزي ښار اسلام اباد کې هم امنيت لوړ کړی شوی دی.

د پاکستان په ټولو ډسټرکټونو کې په غونډو کې، امنیتي چارواکو د اختر څخه وړاندې د خپلو سیمو د وضعیت بیاکتنه وکړه.

د ۲،۵۰۰ پورې پولیس افسران او رینجرز به په اسلام اباد کې د اختر په ورځو کې ډیوټي کوي، او هلته کې اوسيدونکو ته ويلې شوي چې د دې جشن په ترڅ کې د پولیسو او نورو ادارو سره همکاري وکړي.

د نيشن ورځپاڼې راپور ورکړو چې پولیسو په کراچۍ کې د تلاشۍ په سلګونه ګرځنده پوستې جوړې کړي دي.

په کراچۍ کې به پولیس د څرمنو د راټولولو هم څارنه کوي. دا ځکه چې پاکستاني چارواکو د تروریزم لپاره د پیسو د سرچینو د کمولو په هڅه کې د څاروو د څرمنو راټولولو نه يو شمير بنسټیزې ډلې منع کړي دي..

د نيوز ورځپاڼې راپور ورکړو چې د لاهور پولیسو خپل يو جامع امنیتي پلان جوړ کړی دی. د اګست په ۲۸ مه په يوه غونډه کې، چې ايډيشنل آی جي پي محمد امین يې مشري وکړه، چارواکو د څاروو د منډهو، د رېلوی، د بسونو د اډو او د عبادت د ځایونو د ساتنې لپاره ترتیبات بشپړ کړل.

بوخت پلورونکي د سوله ییز اختر په لټه کې دي

په ټول پاکستان کې د سوداګرۍ په مهم مرکزونو کې خلک سودا په زور او شور سره کوي ځکه چې د اختر جشن په چټکۍ سره نژدې راروان دی.

ثناء، ۸ کلنه، د ګڼې ګوڼې په صدر بازار کې پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ دلته د خپلو مور او پلار سره د جامو او پيزارو اخيستلو لپاره راغلې يو."

هغې زیاته کړه چې هغه به د اختر په شپه بنګړي اخلي.

شاهد علي، چې په صدر بازار کې فاسټ فوډ خرڅوي، وویل: "کله چې زيات خلک د هر جشن نه مخکې د پیرودلو لپاره راځي، نو د خوراکي توکو خرڅول زیاتيږي." هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د هغه عواید په تیرو دوو اوونیو کې درې برابره شوي دي.

که څه هم، په عارضي ډول د څاروو منډې د ډيری ګڼې ګوڼې ځايونه دي. په ځینې بازارونو کې هره ورځ په زرګونو مېښې، غواګاني، بيزې، ارغومى او اوښونه خرڅیږي.

بشیر خان، چې د اختر په لومړۍ ورځ یې د قربانۍ لپاره يوه ميښه په ۱۲۰،۰۰۰ روپۍ ( ۱،۱۴۰ امريکايي ډالره) واخیسته، وویل: "قيمتونه د عادي قیمتونو نه لوړ دي ځکه چې حکومت د قربانۍ د څاروو بیه نه مقرروي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د اختر په دوران کې، د غواګانو او د ميښو بيه د ۸۰،۰۰۰ روپو ( ۷۶۰ امريکايي ډالره) نه ۱۵۰،۰۰۰ روپو (۱،۴۲۴ امريکايي ډالره) ته رسیدلې ده. هغه زياته کړه چې د ګډو او بيزو بيه د ۱۵،۰۰۰ روپو (۱۴۲ امريکايي ډالره) او ۴۰،۰۰۰ روپو ( ۳۸۰ امريکايي ډالره) تر منځ ده.

سفیر احمد، چې په پیښور کې یو بل پیرودونکی دی او د يو څاروي په لټه کې دی، وویل: "ځینې پیرودونکي د قربانۍ د څاروي لپاره ډیرې پيسې ورکوي ځکه چې دوی په کلکه باور لري چې دوی ته به په آخرت کې د ددې لپاره انعام ورکړل شي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د څاروو پیرودونکي په عادي توګه د غوښې تر ټولو ستره برخه هغه ضرورت مند کسانو او خپلوانو ته ورکوي کوم چې د قربانۍ د څاروي اخيستلو توان نه لري او د خپلو کورنیو لپاره لږه برخه ساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500