دین

پاکستان د لوی اختر نه مخکې د غیرقانوني چندو پر وړاندې مبارزه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو پاکستانی سړی د اګست په ۲۳ مه په پیښور کې د لوی اختر نه مخکې د يوې غوا د غاښونو معاینه کوي. د نړۍ ټول مسلمانان د لوی اختر لمانځلو لپاره تیاری کوي، چې دا ابراهیم علیه اسلام هغه رضایت یادوي چې خپل زوی قرباني کړي او الله ته خپل اطاعت وښيي. [عبدل مجید / ای ايف پي]

یو پاکستانی سړی د اګست په ۲۳ مه په پیښور کې د لوی اختر نه مخکې د يوې غوا د غاښونو معاینه کوي. د نړۍ ټول مسلمانان د لوی اختر لمانځلو لپاره تیاری کوي، چې دا ابراهیم علیه اسلام هغه رضایت یادوي چې خپل زوی قرباني کړي او الله ته خپل اطاعت وښيي. [عبدل مجید / ای ايف پي]

پيښور -- د پاکستان چارواکو د راتلونکي لوی اختر په دوران کې، چې د سپتمبر په ۲ مه به پیل کيږي، يو شمير افراطي ډلي د څاروو د څرمنو راټولولو نه منع کړي دي.

تیر کال د پنجاب او سيند صوبو ورته بنديزونه ولګول چې افراطي ډلي په دې ګټوره سوداګرۍ کې د ښکیل کيدو نه منع کړي..

دا امر، چې د کورنیو چارو وزارت د اګست په ۲۴ مه خپور کړو، د هغه ټولو هڅو برخه ده کوم چې د تروریزم لپاره د تمویل د سرچینو مخه نيسي. د دې امر له مخې ۶۵ منع شوي تنظیمونه ثبت کړی شول، چې په هغې کې لشکر جهنګوي، سپاه صحابه پاکستان او ډیرې نورې ډلې شامل دي.

په دې امر کې راغلي دي چې "یواځې هغه سازمانونه څرمنې راټولولی شي کومو چې په خپلو اړوندو سيمو کې د ډپټي کمیشنرانو نه د اعتراض نه لرلو سندونه ترلاسه کړي وي."

حکومت خبرداری ورکړو چې چارواکي به د څرمنو راټولولو په کلکه څارنه کوي او د تروریزم ضد قانون لاندې به د سرغړونکو خلاف کيسونه درج کوي.

د پیښور یو خبریال او امنیتي شنونکي، عقیل یوسفزۍ، وویل: د اختر او روژې په دوران کې -- اکثر د ناخبره کسانو نه چنده راټولول چې هغوی افراطي ډلي (چې نوی نوم کاروي) نه پيژني -- د افرطي ډلو لپاره د عوايدو اصلي سرچينه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "تر څو چې د دې سازمانونو د مالي تمویل مخه نيولی شوی نه وي ... په هیواد کې د تروریزم د مخه نيولو موخه نه شي ترلاسه کیدی."

په پیښور کې د مهابت خان جومات مشر خطيب ( پيش امام) مولانا محمد طیب وویل: "خلکو ته سلا مشورې ورکول کیږي چې د هغه مشهورو سازمانونو سره مرسته وکړي کوم چې د بشريت د سوکالۍ لپاره کار کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په لسګونو معتبر خیراتي او مذهبي سازمانونه د بشريت د خدمت لپاره ریښتینې هڅې کوي او دوی د چندو مستحق دي.

خیبر پښتونخواه کلک ګامونه پورته کوي

په ټول هیواد کې د لوی اختر نه مخکې په داسې حال کې هڅې کیږي چې صوبې، لکه خیبر پښتونخواه، پلان لري چې په عمومي توګه د ترهګرو د مالي مرستو مخه ونيسي.

د جولای په وروستيو کې، د خيبرپښتونخوا د کور او قبايلي چارو څانګې د غير قانوني بسپنو د څارنې لپاره ضلعي انتظاميې، پوليسو او استخباراتي ادارو ته ليکل شوي هدايات جاري کړل.

په پیښور کې بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبايلي سيمو چارو پخوانی وزير هم وو، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پر وخت اقدام دی چې د هغه سرچینو مخه ونيسي د کومو نه چې مختلف ترهګریز ډلې د ناوړه فعاليتونو لپاره مالي مرستې ترلاسه کوي چې په عمومي خلکو کې ویره رامنځته کړي."

د پېښور د پولیسو ريټايرډ افسر، هدایت الرحمان، د دې سره موافقه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د چاوديدونکو توکو اخيستلو، د ګاډو او انساني سرچينو ترلاسه کولو او په ميدان کې خپل پلان پلي کولو لپاره ټولو ترهګرو ته د پيسو ضرورت دی."

هغه وويل: تروريستي ډلې په چندو تمرکز کوي. هغه زياته کړه: "هغوى دا څرګندوي چې هغوی خيراتي ادارې چلوي يا د مذهبي مدرسو په چلولو کې مرسته کوي."

پوهاوی رامنځته کول، پلټنې ترسره کول

خیبرپښتونخوا د عامه پوهاوی کمپاین پیل کړی دی چې خلک د تروریزم د تمویل په اړه خبر کړي.

سجاد خان، چې په پیښور کې د پولیسو يو سينير چارواکی دی، وویل: "موږ اړوندو ادارو ته وويل چې د غیرقانوني بسپنو راټولولو مخه نيولو لپاره د عامه پوهاوی کمپاین پیل کړي."

هغه وويل، د نوي لارښوونو لاندې، د خيبرپښتونخوا پوليسو او ضلعي انتظاميې د جوماتونو او مدرسو لپاره د بوديجو راټولولو پلټنې پيل کړي دي.

خان زياته کړه: "موږ د هغه خيراتي ادارو لپاره د بوديجې په سرچينې غور کوو کوم چې د [کی پي] حکومت سره ثبت شوي دي."

هغه وويل: يوازې هغه خيراتي ادارو او نورو موسسو ته به د چندو راټولولو اجازه ورکول کيږي کوم چې له حکومت سره ثبت شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وویل، د راجستر کولو موخه دا یقیني کول دي چې د هغه ډلو په منظم ډول پلټنه وشي کومې چې د چندې راټولولو غوښتنه کوي.

فرمان زياته کړه، د خيبر پښتونخوا پوليس سټيشنونو ته امر ورکړل شوی دی چې دوی د هغه سازمانونو خلاف کيسونه درج کړي کوم چې دا قانون ماتوي.

په پېښور کې يو امنیتي شنونکي خادم حسین وويل، دا ډول ګامونه يوه لاره ده چې د هغه امنیت ښه والي ته استحکام ورکړي د کومې نه چې پاکستان په دې وروستیو کلونو کې خوند ترلاسه کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا اړینه ده چې موږ افراطيان په نا سمه توګه د پیسو ترلاسه کولو نه منع کړو." "په تیر وخت کې ... دا چندې به د ترهګرۍ سر د ملاتړ لپاره استعماليدلې."

[عديل سعيد په دې راپور کې مرسته کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500