امنیت

د راجګال درې پاکولو د افغانستان په پوله باندې د ترهګرو د تګ راتګ لاره بنده کړه

د محمد آهل لخوا

پاکستاني پوځیان د جولای په وروستیو کې د راجګال درې ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي. پوځ د اګست په ۲۲ مه اعلان وکړو چې هغوی دره ترلاسه کړې ده. [د آی ايس پي آر نه په مننه]

پاکستاني پوځیان د جولای په وروستیو کې د راجګال درې ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي. پوځ د اګست په ۲۲ مه اعلان وکړو چې هغوی دره ترلاسه کړې ده. [د آی ايس پي آر نه په مننه]

اسلام آباد -- په دې وروستيو کې د پاکستان د پوځ لخوا د خیبر-۴ عملیاتو بشپړیدل، چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې يې په راجګال دره کې د ۲۵۰ مربع کلو ميټره نه زياته سخته ځمکه پاکه کړه، په پوله باندې د وسله والو د تګ راتګ مخه نيولو یوه مهمه برخه ده.

دا دره چې په خیبر ایجنسۍ کې موقعیت لري، د مختلفو وسله والو ډلو لپاره د تګ راتګ يو مرکز وو او د پولې هاخوا د بریدونو لپاره د مهمې لارې په توګه استعمالیده.

امنیتي شنونکي وايي، ترهګريز ډلې، لکه داعش، تحریک طالبان پاکستان، جمات الاحرار او لشکر اسلام په افغانستان کې د ننګرهار صوبې نازیان ډسټرکټ په پاکستان او افغانستان دواړو کې د بریدونو لپاره کاروي.

د پوځ وياند ميجر جنرل آصف غفور وويل، پوځ خیبر-۴ عملیات پیل کړل ځکه چې د "استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې داعش او نورو وسله والو ډلو پلان لرلو چې د دې درې له لارې پاکستان" ته داخل شي."

غفور وويل چې په دې عملياتو کې ۵۲ ترهګر وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان شوي دي، په داسې حال کې چې دوه پاکستاني سرتيري مړه شوي او شپږ تنه ټپيان شوي دي. دا عمليات د يوې نيمې مياشتې نه د زياتې مودې پورې جاري ول او د اګست په ۲۲ مه پای ته ورسيدل.

هغه زياته کړه، په دغه عملياتو کې هوايي ځواک مهم رول ولوبولو. هغه زياته کړه، چې خيبر-۴ عمليات په فاټا کې د پوځ لخوا تر ټولو سخت عمليات وو ځکه چې دې لرې پرته سيمې سړکونه او ارتباطي شبکې نه لري.

د دايمي کنټرول لپاره ضرورت

عقيل يوسفزۍ، چې په پیښور کې یو خبريال دی او په خیبر تلویزیون کې د پښتو ژبې اينکر دی، وويل، د راجګال درې پاکول د پاکستاني پوځ لوی بریالیتوب دی ځکه چې داعش د پاکستان په قبایلی سیمو کې د خپل واک غځولو هڅه کوله."

محمد عامر رانا، چې په اسلام آباد کې د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټییتوټ ډايريکټر دی، د دې سره موافقه وکړه او وی ویل، "دا يو لوی بریالیتوب دی." "داعش دروازه وهله. دا پر وخت برید وو چې ستراتیژیکي دره يې پاکه کړه."

رانا پاکستان فارورډ ته وویل: "دا مهمه ده چې هلته کې پوځ پاتې شي او دغه سیمه د کنټرول لاندې وساتي."

هغه زياته کړه، چې په راجګال دره کې په پوله باندې د ستراتيژيکې لارې په منظم ډول کنټرولول د خيبر-۴ عملياتو د اوږدې مودې برياليتوب لپاره اړين دي.

اختر آمين، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو په انسټیټیوټ کې يو ريسرچ سکالر دی، وویل، دا دره په افغانستان کې د وسله والو لپاره د تګ راتګ یوه اصلي لاره وه. دغه وسله وال به خیبر ايجنسۍ او خیبر پختونخواه ته راوړيدل.

هغه زياته کړه، د راجګال درې او د ترهګرو د تګ راتګ نورې لارې پاکول او د ترهګرو د تګ راتګ مخنيوی کول د ترهګرۍ په وړاندې د جنګ د ګټلو او د پولې په اوږدو کې د سولې د بيا بحالۍ لپاره مهم دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب