تروريزم

په افغانستان کې اورپکي په دې هکله چې د هغوی فکر په حقه دی دوکه شوي دي

د سلیمان راپور

افغان امنیتي منسوبین د جولای په ۱۷مه د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د یوه وژل شوي طالب د جسد چاپېر راټول شوي دي. [نورمحمد/ ای اېف پي]‌

افغان امنیتي منسوبین د جولای په ۱۷مه د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د امنیتي عملیاتو په ترڅ کې د یوه وژل شوي طالب د جسد چاپېر راټول شوي دي. [نورمحمد/ ای اېف پي]‌

کابل -- کتونکي وایي، چې د طالبانو او داعش د لومړۍ جبهې ډېر غړي فکر کوي چې د هغوی عملونه په حقه دي،‌ خو په حقیقت کې هغوی دوکه شوي دي، ځکه چې هغه تاوتریخوالی چې هغوی یې ترسره کوي غیراسلامي او د افغانستان د ګټو خلاف دی.‌

په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازي فرهاد مجیدي سلام ټایمز ته وویل، «ترهګرې ډلې، په ځانګړې توګه طالبان چې ځانونه افغانان ګڼي، د افغانستان د نېکمرغۍ، امنیت، سولې یا پرمختګ لپاره کار نه کوي،»

هغه وویل، «د دې پرعکس، هغوی د افغانستان د ویجاړولو او پر شاتګ لپاره کار کوي.‌ که دا خبره سمه نه وي، هغوی دې افغانانو ته داسې یوه پېښه وښیي چې په کې هغوی د افغانستان لپاره یو ښه کار کړی وي.»

مجیدي وویل، «طالبان او داعش ادعا کوي چې اسلامي امارت او اسلامي خلافت دی، په داسې حال کې چې د هغوی عملونه نه اسلامي دي او نه انساني،»

د افغان ملي اردو عسکر د می په ۲۳ مه د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ګزمه کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو عسکر د می په ۲۳ مه د کندهار ولایت په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ګزمه کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د طالبانو او داعش له خوا ترسره کېدونکي بریدونه په نامتناسب ډول د ملکي خلکو په ژوند باندې اغېزه کوي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت د یوه تازه راپور په اساس، د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې،‌ چې په ترڅ کې یې طالبانو او د داعش اورپکو ۱۱۴۱ تنه ملکيان ووژل او ۲۳۴۸ تنه نور یې ټپیان کړل، د ملکي خلکو تلفات ډېر شوي دي.‌

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوې استازې فاطمې نظري سلام ټایمز ته وویل، دغه راپور «په روښانه ډول ښیي چې د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۶۰۰ څخه ډېرې ښځې وژل شوي او/یا ټپي شوي دي. دا د تېر کال په نسبت د ښځو په تلفاتو کې ۲۳٪ ډېرښت ښیي.»

هغې وویل، روان تاوتریخوالی «ثابتوي چې ترهګرې ډلې د افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو څخه پرته نور هېڅ پلانونه نه لري،»

ترهګریز بریدونه د افغانستان اقتصاد کمزوری کوي

د دغو ګروپونو عملونه همدارنګه د اقتصاد لپاره ویجاړوونکې پایلې لري.‌

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او نور ترهګر ګروپونه هر کال د بېخبنا، اسانتیاوو او عامه پروژو د تخریب له لارې افغان حکومت او خلکو ته له ۱۳.۷ میلیارد افغانیو یا ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه ډېر تاوانونه ور رسوي،»

هغه وویل، «د ترهګرو ګروپونو له خوا د ترهګریزو بریدونو موجودیت او ډېرېدا په افغانستان کې د فقر سطحه له ۳۹٪ څخه لوړه کړې ده.‌ دغو پېښو بې کاري زیاته کړې ده،‌ چې په نتیجه کې یې ځوان افغانان دې ته مجبور شول چې خپل پلرنی هېواد پرېږدي.»

د افغانستان د تجارت او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو رییس آذرخش حافظي وویل، تاوتریخوالي او ترهګرۍ د افغانستان قانوني اقتصاد سخت خراب کړی دی، په داسې حال کې چې «غیر قانوني اقتصاد، لکه د نشه ییزو توکو عوایدو [کرنې او قاچاق]، چې د ترهګرو ډلو له لویو عایداتي سرچینو څخه دي، وده کړې ده،»‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تېر کال، کله چې کندوز د طالبانو لاس ته ولوېد، دغې ډلې مارکېټونه او دوکانونه وسوزول، چې په نتیجه کې،‌ سوداګرو او شرکتونو د طالبانو له خوا د رامنځته شوې وېرې او ترهې له امله په دغه ولایت کې خپل تجارتونه ودرول یا یې محدود کړل.»

حافظي وویل، «په هغه وخت کې، مالي زیانونه لسګونه میلیونه ډالر اټکل شوي ول،»

هغه وویل، «په کندوز، بغلان، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې روانې جګړې ډېر زیانونه اړولي دي،»

هغه زیاته کړه،‌ «دغه ولایتونه له پخوا راهیسې په افغانستان کې د خوراکي توکو تر ټولو لوی تولیدونکي ول، خو ترهګرۍ او جګړې د دې مخه ونیوله چې د پخوا په څېر خواړه تولید کړي، چې ناخالص کورنی تولید (GDP) یې د لسګونو میلیونو ډالرو په اندازه راکم کړ،»

افغان ځواکونو اورپکو ته درانه تلفات ور واړول

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه هره ورځ د ترهګرو پر ضد له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې عملیات ترسره کوي، چې هره ورځ لسګونه طالبان او نور ترهګر وژني،»

د اورپکو پر ضد د وروستیو بریالیتوبونو په مثالونو کې د اګست د ۱ هغه هم شامل دی، چې په کې افغان ځواکونو په اروزګان، فاریاب، پکتیا او کندهار ولایتونو کې د طالبانو د درې قوماندانانو او د حقاني شبکې د لسو غړو په شمول ۸۴ تنه ترهګر ووژل.‌

د جولای په ۳۰ مه، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په غور، کاپیسا، هلمند او بدخشان ولایتونو کې ۱۰۳ تنه ترهګر ووژل.‌

هغه وویل، «د جولای په ۲۶مه په بېلابېلو سیمو کې په ټولیز ډول ۱۴۹ تنه ترهګر ووژل شول، په داسې حال کې چې ۱۱۶ تنه نور ټپیان شول،»

د وزیري په وینا، په تلفاتو کې ۴۵ تنه طالبان په نورستان ولایت، ۸ تنه د داعش اورپکي په ننګرهار ولایت کې او ۳ تنه د القاعدې غړي په پکتیکا ولایت کې ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Da tol darogh wayi da amarice ghulaman di

ځواب