د ښځو حقوق

په پاکستان او افغانستان کې ښځې د افراطیت پرضد هڅو کې برخه اخلي

د عديل سعيد لخوا

په کویټه کې د ستاینې په مراسمو کې يوه پاکستانۍ میرمن د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۴ مه يوه ورځ وروسته له هغې شمعې بلوي کله چې غبرګ چاودنو په افغانستان کې د هزارې د شيعه ګانو احتجاج کونکي په نښه کړل. د پاکستان او افغانستان ښځې يو ځای کار کوي چې د یو ګډ دښمن يعني تروريزم او افراطیت سره مبارزه وکړي. [بنارس خان / ای ايف پي]

په کویټه کې د ستاینې په مراسمو کې يوه پاکستانۍ میرمن د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۲۴ مه يوه ورځ وروسته له هغې شمعې بلوي کله چې غبرګ چاودنو په افغانستان کې د هزارې د شيعه ګانو احتجاج کونکي په نښه کړل. د پاکستان او افغانستان ښځې يو ځای کار کوي چې د یو ګډ دښمن يعني تروريزم او افراطیت سره مبارزه وکړي. [بنارس خان / ای ايف پي]

پیښور -- د پاکستان او افغانستان ښځې يو ځای کيږي چې د افراطيت پر وړاندې ډله ایزې هڅې پیل کړي او په خپلو هیوادونو کې سولې ته وده ورکړي.

دا پليټ فارم په دواړو هیوادونو کې د سولې فعالینو ته توان ورکوي چې دوی د "سولې تبادله: د سولې لپاره د پاک افغان میرمنو پل" له لارې له يو بل سره اړيکي ونيسي." په کابل کې د سولې او پراختیا لپاره د برابرۍ تنظيم او په پیښور کې د پوهه نجونو تنظيم د دې پروګرام مفکوره وړاندې کړې وه.

په لومړنۍ پیښه کې، چې په کابل کې د مۍ د يويشتمې نيټې نه څليريشتمې نيټې پورې ترسره شوې وه، د افغانستان او پاکستان تقريبا ۷۰ د سولې فعالين او د مدني ټولنو غړي، د ولایتي شوراګانو غړي او د ملي او نړیوالو موسسو استازي شامل ول.

دوهمه تبادله په اسلام آباد کې د جولای د اولسمې نيټې نه تر يويشتمې نيټې پورې ترسره شوه.

د پاکستان او افغانستان څخه د سولی فعالانو د پاک-افغان میرمنو د سولی د تبادلی پروګرام په جریان کی د ډله ايز انځور لپاره پوز جوړوي. دغه پروګرام په اسلام آباد کې د جولای ۱۷ مې نه د ۲۱ مې نيټې پورې ترسره شو. [انځور د عذرا نفیس یوسفزۍ نه په مننه]

د پاکستان او افغانستان څخه د سولی فعالانو د پاک-افغان میرمنو د سولی د تبادلی پروګرام په جریان کی د ډله ايز انځور لپاره پوز جوړوي. دغه پروګرام په اسلام آباد کې د جولای ۱۷ مې نه د ۲۱ مې نيټې پورې ترسره شو. [انځور د عذرا نفیس یوسفزۍ نه په مننه]

ګلالۍ اسماعيل، چې د پوهه نجونو بنسټ ايښودونکي ده، وويل: "د پاک - فغان سولې د تبادلې پروګرام د پيلولو تر شا مفکوره دا وه چې د ترهګريزو اغيزمنو دواړو هېوادونو ښځو ته يو فورم ورکړي چې دوی په خپل ژوند باندې د افراطيت په اړه د نظرونو تبادله وکړي ... او چې څنګه دا لعنت ختم کړي." د پوه نجونو تنظيم یوه نادولتي موسسه ده چې ښځو ته د واک ورکولو، د جنس د برابرۍ او په پاکستان کې د سولې لپاره کار کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، دا لومړی ځل دی چې د پاکستان او افغانستان ښځو فرصتونه ولرل چې د ډله ایزو لارو رامخکې شوې چې "د افراطيت اور ووژني او راتلونکي نسلونه د دې د اغیزو نه خوندي وساتي."

هغي وويل، "دغه خبرو اترو د ګډون کوونکو سره مرسته وکړه چې دوی په ښځو باندې د افراطیت د تاثیراتو په اړه نظرونه شريک کړي او اندیښنې رامنځته کړي او د سولې پروسه د زياتې جامع جوړلو لپاره د تګلارې په اړه بحث وکړي."

د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ښځو ته واک ورکول

شیلا قيومي، چې د افغان پلاوي مشره ده او په اسلام آباد کې يې د سولې د تبادلې په پروګرام کې برخه اخيستې وه، وويل: "دا يو ښه پرمختګ دی چې موخه يې د ښځو پياوړتيا ده چې دوی هغه ستونزي په ګوته کړي د کومو سره چې دوی د افراطيت او تاوتريخوالي له کبله مخامخ دي."

نوموړي د کابل نه په تليفون پاکستان فارورډ ته وويل، د تبادلې دا پروګرام په پاکستان او افغانستان کې د سولې په پروسو کې د ګډون لپاره ښځو ته یو پلیټ فارم برابروي.

شیلا وویل، له پاکستان څخه د ښځو سره خبرو اترو د افغان ښځو باور لوړ کړو چې دوی د افراطیت په وړاندې اواز پورته کړي.

هغې وويل: "د ترهګرۍ اغيز، جسماني معذوري، بې ځايه کېدل او د جايداد تباه کيدل په نارينه او ښځو له مختلفو لارو اغېز کوي." "په نتیجه کې، ښځې د افراطيت، د شخړې حل او د سولې د جوړولو په اړه مختلفې رايې لري."

هغې وويل، د افغانستان نږدې ۲۰ مېرمنو په اسلام اباد کې د جولای په مياشت کې د تبادلې په پروګرام کې برخه واخيستله، چېرته چې هغوى د تروریزم او تاوتريخوالي له امله د غمونو کيسې شريکې کړې.

په ورته ډول، د مۍ په مياشت کې کابل ته د پاکستان د سولې فعالینو د سفر په ترڅ کې، دغه ښځو د هغه پناه ګاه ليدنه وکړه چيرته چې د جګړې لخوا ځپل شوي ښځې ژوند کوي.

شيلا وويل، "د داسې تبادلو له لارې، د ښځو ناوړه حالات به ښکاره شي او خلک به د پاکستان او افغانستان د هغه ښځو د ستونزو په اړه پوهه شي کومې چې د يو ګډ دښمن 'افراطيت' سره مخامخ دي."

د پاکستان او افغانستان تر منځ خلا ختمول

عذرا نفيس يوسفزۍ، چې يوه ښوونکي، شاعره، ليکواله او د سولې فعاله ده او د پاکستان په پلاوي کې يې ګډون وکړو، وویل، د سولې د تبادلې پروګرام په دواړو هيوادونو کې د سولې راوستلو د پروسې لپاره ډير غوره ګام دی."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "د جګړې اغيز ښځې او ماشومان محسوسوي."

هغې وويل: "ښځې ختم شوي تعلقات بيرته جوړولی شي او د آرټ، د کلتورې موسيقۍ، د زده کړې او د سوداګرۍ د تبادلې په پروګرامونو کې د ګډون کولو له لارې د باور د کمي په ختمولو کې مهم رول لوبولی شي."

د افغانستان د پلاوي غړو د پاکستان د خلکو او په ځانګړي توګه د خیبر پښتونخواه د خلکو مننه وکړه چې دوی په داسې حال کې د هغوی کوربه توب وکړو چې جنګ هغوی بې ځايه کړي دي.

دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښه سفارتي اړیکو غوښتنه وکړه او په دواړو هيوادونو يې زور ورکړو چې د ترهګرۍ سره مبارزه کول يو ستر لومړیتوب وګڼي.

عذرا وويل: "هغوى د دواړو هېوادونو د مشرانو څخه وغوښتل چې د خبرو اترو لپاره يوځاى شي او د سولې راوستلو او زموږ [ځوان] نسلونه د افراطيت د اغېز نه د خوندي ساتلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500