زغم

پاکستان د تروریزم د ختمولو د ژمنې سره د خپلواکۍ اويايمه کليزه ولمانځله

د محمد شکيل لخوا

د پاکستان ځوانانو په اسلام آباد کې د اګست په ۱۴مه ورسته له هغې سندري وايي کله چې د هیواد د خپلواکۍ د اويايمې ورځې لمانځلو لپاره د بيرغ پورته کولو مراسم ترسره شول. دا ورځ په ۱۹۴۷ کې د بریتانوي واک پای لمانځوي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

د پاکستان ځوانانو په اسلام آباد کې د اګست په ۱۴مه ورسته له هغې سندري وايي کله چې د هیواد د خپلواکۍ د اويايمې ورځې لمانځلو لپاره د بيرغ پورته کولو مراسم ترسره شول. دا ورځ په ۱۹۴۷ کې د بریتانوي واک پای لمانځوي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

اسلام اباد -- پاکستان د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۴ مه) د خپلواکۍ اويايمه کليزه ولمانځله، او د پوځ لوړ پوړي چارواکو د يوې وژونکي چاودنې نه يو څو ورځې وروسته د تروریستانو له منځه وړلو لپاره ژمنه وکړه.

په لويو ښارونو کې جشنونه د شپې د آتش بازۍ سره پیل شول.

د هند سره په ستر علامتي وهاګه پوله باندې، د پاکستان ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه په ۴۰۰ فټه لوړې ستنه باندې لوی ملي بیرغ پورته کړو، په داسې حال کې چې خلکو د وطن پالنې شعارونه پورته کول.

باجوه وويل چې هېواد پرمختګ کوي او ژمنه يې وکړه چې "هغه به په پاکستان کې د هر يو ترهګر تعقيب وکړي."

یو سړی د اګست په ۱۴ مه په پېښور کې د خپلواکۍ د ورځې د مراسمو په توګه د پاکستان بيرغ په هوا کې هسکوي. [محمد شکیل]

یو سړی د اګست په ۱۴ مه په پېښور کې د خپلواکۍ د ورځې د مراسمو په توګه د پاکستان بيرغ په هوا کې هسکوي. [محمد شکیل]

يو سکھ په پېښور کې د اګست په ۱۴ مه د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې د نورو هيواد والو سره شعارونه پورته کوي. [محمد شکیل]

يو سکھ په پېښور کې د اګست په ۱۴ مه د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې د نورو هيواد والو سره شعارونه پورته کوي. [محمد شکیل]

هغه وويل: "موږ پخوا يو څو غلطۍ کړې وې، خو موږ د اساسي قانون لارښوونې لاندې د پرمختګ په لور راوان يو."

د ترهګرۍ په وړاندې یووالی غوره کول

پاکستانيانو د دوشنبې په ورځ څرګنده کړه چې دوی به د زياتې جذبې، ليوالتيا او د ملت په راتلونکي باندې د اعتماد سره د خپلواکۍ ورځ د لمانځلو نه ډډه ونه کړي.

په اسلام آباد کې، د خپلواکۍ ورځ د ۲۱ توپو د سلامۍ سره پيل شوه او په جوماتونو کې د پاکستان د سولې، حاکمیت او ثبات لپاره لمونځونه وشول.

صدر ممنون حسین په پاکستانيانو غړ وکړو چې دوی دې متحد پاتې شي.

هغه په يو بيان کې وویل: "راځئ چې خپل اختلافات یو اړخ ته کړو او د خپل وطن د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یو ځای شو." راځئ چې د نفرت او بدګومانۍ ختمولو له لارې مينې او هم آهنګۍ ته وده ورکړو او مايوسي په اميد کې د بدلولو له لارې د خپل قوم مستقبل خوندي کړو او په حقیقت کې د آزادۍ ورځ ولمانځو."

د خیبر پښتونخواه ګورنر اقبال ظفر جهګړا د صدر د یووالي د خبرې سره موافقه وکړه او ویې ویل چې دا به د "ازادۍ غورځنګ د اتلانو" او د هغه کسانو لپاره غوره باج وي کومو چې د ملت د یو ښه راتلونکې لپاره قربانۍ ورکړي وې."

هغه وویل: "دا ورځ موږ ته د سویل آسیا د مسلمانانو لخوا د پام وړ هدفونو د ترلاسه کولو لپاره بې شمیره قربانۍ رايادوي."

په اسلام آباد کې د سکھانو ټولنې هم د خپلواکۍ د ورځې په تړاو یوه ريلي منعقد کړه. د ډهولونو وهلو او ګډا کولو سره، سکهانو د "پاکستان زنده آباد" او "پاکستان پاینده اباد" چيغې وهلو سره د هیواد سره مینه څرګنده کړه.

په کراچۍ کې، د خپلواکۍ ورځ د پاکستان بنسټ ایښودونکي، محمد علی جناح، په مزار باندې د ګارډ د بدلولو سره پیل شوه، چیرته چې سیاستوالو او پوځي کمانډرانو د ګلونو هارونه کيښودل.

د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۳ مه)، یو ځانګړي "د آزادۍ ټرین" د آزادۍ د ورځې د جشنونو په توګه د پيښور نه روان شو. دا به د اګست په ۲۵ مه خپل وروستي منزل ته د رسیدلو نه مخکې په پاکستان کې د يو شمير ښارونو نه تيريږي.

دا اورګاډی په پنځو آرټ ګیلیرو او شپږ پلاتفورمونو باندې مشتمل دی چې په دې کې د خپلواکۍ غورځنګ د شهیدانو انځورونه ښودل شوي دي.

بازارونه او لارې کوڅې د سټالونو او دوکانونو نه ډکي دي چې د هفتو راهيسې وطن پالونکي توکي خرڅوي، او په زرګونو پاکستاني بيرغونه په کورونو، دولتي ودانیو او موټرونو او موټر سايکلونو باندې ځای پر ځای شوي دي.

د ترهګرۍ او يرې سره مقابله کول

په پيښور کې په چاچا يونس پارک کې د امنيت مسؤل، ارشد خان، وويل: "زموږ ټول قوم په هيواد کې د اورپکۍ د موجود خطر او د ترهګرۍ د بې رحمه فعاليتونو له امله په وېره کې اخته شوی وو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبر پښتونخواه خلک په ویره او ابهام کې اخته شوي ول، چې هغوی يې په دې مجبوره کړل چې تفریحی او بهرنی فعالیتونه پریږدي." هغه زیاته کړه چې یو وخت داسې وو چې "حالات به د هرې ورځې تیریدو سره خرابيدل."

هغه وويل، چې اوس هغه ویره او مايوسي په ختميدو ده.

هغه وويل، "په ضرب عضب، رد الفساد او خيبر-۴ عملياتو کې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې یوځل بیا د خلکو باور بیرته بحال کړی دی او خلک بیا ملي جشنونه د تیرو کلونو په څير د جذبې او انرژۍ سره لمانځوي."

هغه وويل: "په ټول هېواد کې جشنونه ... دا ثبوت ورکوي چې د اورپکۍ اغېز د خلکو له ذهنونو څخه ختميږي."

خان وويل، د خپلواکۍ د ورځې نه مخکې، په دې هفته کې په پارک کې د کتونکو "شمير ډير زيات" وو.

هغه وويل: "د دې نه به نوره څه د اطمينان خبره وي چې موږ خپل هېوادوال د خپلواکۍ ورځ په لمانځلو کې بوخت وينو." هغه وویل، "دا د ملت لپاره د اميد يوه رڼا ده."

"ملي یووالی ... د سولې لپاره زمونږ د ژمنې پياوړتيا او د هیواد د دښمنانو په وړاندې زمونږ د دفاع شدت څرګندوي."

د آزادی او خوشحالۍ سره د خپلواکۍ ورځ لمانځل

په پېښور کې د لسم کلاس يو طالب علم، وجاهت فرید، چې نوښار ته نژدې په کنډ پارک کې يې د خپل تره سره د آزادۍ ورځ لمانځلو پلان لرلو، وویل: "د بې ثباتۍ فضا د ليدلو وروسته، موږ د آزادۍ ورځ په ښه چاپیریال کې لمانځو."

هغه وويل: "پخوا، د خراب امنيت له کبله، دا زموږ لپاره ناشونې وه چې ملي پيښې په آزادۍ سره ولمانځو." "خو د بلواګرو په وړاندې د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنې موږ ته فرصتونه راکړي دي چې دا پیښې په ښه ډول ولمانځو."

هغه وویل: "د خپلواکۍ ورځ داسې موقع ده چې د ملت نه غوښتنه کوي چې دوی خپل اختلافات ختم کړي او د یو ګډ مقصد لپاره متحد شي."

په ډبګرۍ بازار کې يو دوکاندار، اشفاق اعوان، وويل، د آزادۍ د ورځې په جشن کې د ټولو پاکستانانو ګډون ښیي چې ملت متحد دی او د خپلو مشرانو قربانۍ یاد ساتي. ډبګرۍ بازار په پيښور کې يوه داسې سيمه ده کوم ځای چې سکهان او هندوان زياته ابادي لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "ما په خپل کوچني سټال کې د ۴۰،۰۰۰ روپو (۳۸۰ امريکايي ډالرو) د خپلواکۍ د ورځې شيان خرڅ کړي دي، چې دا د تیر کال په پرتله تقريبا دوه برابره ده."

هغه وویل: "نه یواځې مسلمانان، بلکې سکهان، هندوان او عیسایان د خپلواکۍ په اويايمې کليزه کې ګډون کوي، چې دا د دوی د خپلې هغه ځمکې سره مينه څرګندوي کوم ځای چې دوی ژوند کوي."

هغه وويل: "په جشنونو کې د اقليت د غړو ګډون په ټول هېواد کې په مجموعي توګه په امنيتي حالت باندې د هغوی باور څرګندوي."

په اګست ۱۹۴۷ کې، برتانوي راج برصغیر په دوه خپلواکه دولتونو کې -- د هندوانو اکثريت واله هند او د مسلمانانو اکثريت واله پاکستان کې تقسيم شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500