امنیت

د پاکستان پوځ په خیبر-۴ عملیاتو کې د پلان شوي وخت نه مخکې روان دی

د محمد شکيل لخوا

پاکستاني پوځیان د جولای په ۲۱ مه د ترهګرو له نیولو وروسته په خیبر ایجنسۍ کې د برخ محمد کنډاو په غر کې پوز جوړوي. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر]

پاکستاني پوځیان د جولای په ۲۱ مه د ترهګرو له نیولو وروسته په خیبر ایجنسۍ کې د برخ محمد کنډاو په غر کې پوز جوړوي. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر]

پیښور -- چارواکي وايي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر-۴ عملیاتو کې د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. دغه عمليات د خیبر ایجنسۍ په راجګال دره کې د ترهګرو په وړاندې پيل شوي ول.

د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د اګست په ۵ مه د سیمې څخه لیدنه وکړه او هغه ته د عملیاتو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل شول.

ځايي پوځي چارواکو هغه ته د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د ستراتیژیکي برخ محمد کنډاو غر کنټرولولو په اړه معلومات ورکړل او ويې وويل چې نږدې ۹۰٪ سيمه چې پخوا د بیلابیلو وسله والو ډلو په کټرول کې وه، پاکه شوې ده.

خیبر- ۴ عملیات د جولای په ۱۶مه پیل شول او په راجګال دره کې د لشکر اسلام، جماعت الاحرار، تحریک طالبان پاکستان او داعش فعالین په نښه کوي.

د پاکستاني پوځ له مخې، د برخ محمد کنډاو غر د پاکستان او افغانستان په پوله باندې پروت دی او دا به ترهګرو د څارنې پوسټ، مرکز او د ګودام په توګه کارولو. د پاکستان پوځیانو دغه غر په خیبر-۴ عملیاتو کې د جولای په ۲۱ مه پاک کړو. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر]

د پاکستاني پوځ له مخې، د برخ محمد کنډاو غر د پاکستان او افغانستان په پوله باندې پروت دی او دا به ترهګرو د څارنې پوسټ، مرکز او د ګودام په توګه کارولو. د پاکستان پوځیانو دغه غر په خیبر-۴ عملیاتو کې د جولای په ۲۱ مه پاک کړو. [د پوځ د عامه اړیکو دفتر]

د پوځ د عامه اړيکو دفتر، چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه ده، په یو بیان کې وويل، پوځ پلان لرلو چې څه وخت وروسته به د برخ محمد کنډاو غر پاک کړي، خو "دا د پلان شوي وخت نه ډير مخکې پاک شوی دی."

په اعلامیه کې راغلي دي: "تروريستانو سخت مقاومت وکړو خو هغوی د پاکستاني پوځونو د ارادې په وړاندې خوندي پاتې نه شو."

پاکستاني پوځیانو د ترهګرو پټنځایونه تباه کړل او د چاوديدونکي توکو، وسلو او مهماتو يوه لويه زيرمه یې ترلاسه کړه. دآی ايس پي آر له مخې، يو شمير ترهګر ووژل شول او یو څو افغانستان ته وتښتېدل.

د غرونو د پاکولو سره، آی ایس پي آر د خیبر-۴ عملیاتو د لومړي پړاو د اختتام اعلان وکړو.

يوه مهمه لاسته راوړنه

امتیاز ګل، چې په اسلام آباد کې د څیړنې او امنیت د مطالعاتو مرکز ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبر-۴ عملياتو بريالي کمپاين ... د خپلې نتيجو او په قبایلي سیمو کې په موجوده امنیتي حالاتو باندې د اغيز له کبله يوه مهمه لاسته راوړنه ده. دغه سيمه ياغيانو د تګ راتګ لپاره کاروله."

هغه وويل، "دا تړل شوي سيمې پاکول او د مناسب څارنې له لارې د امنيت په ساحه کې راوستل به نه يوازې د نفوذ کمولو چانس کم کړي، بلکې په هیواد کې دننه د قانون او نظم ساتلو په برخه کې به د قانون نافذوونکو هڅو ته وده هم ورکړي."

هغه وویل، عملیاتي ثبات د دې لپاره اړین دی چې د دښمن په وړاندې د پاکستان سرحدونه خوندي کړي. دغه دښمن موقع پرست دی او دا توان لري چې خپل ځان پټ کړي او خپل شکل بدل کړي.

ګل وويل: "هغه سيمې په نښه کول چې وسله والو او ترهګرو د وسلو راټولو، د بريدونو پلان جوړولو او ځان پټولو لپاره استعمالولی، به نه يوازې زموږ بهرني دفاع پياوړي کړي بلکې منظم جرم به هم کنټرول کړي." نوموړي زياته کړه، دا عمليات بايد شپه او ورځ او ټول کال ترسره شي.

هغه وويل، برخ محمد کنډاو قبضه کول د اورپکۍ له منځه وړلو په لور يو ستر ګام دی.

هغه وويل، "دا یاغیان د غره د سر نه لري کول یوه لاسته راوړنه ده چې د دې به د پولې په اوږدو کې د سیمې په امنیتي حالت باندې ډير ښه اغيز وي او دا به یاغیانو ته پیغام ورکړي چې، که هر څنګه حالات وي، دوی به په نښه کړی شي او ختم کړی شي."

د یاغيانو د نفوذ مخنیوی کول

رسول داور، چې په پيښور کې يو خبريال دی او په فاټا کې د پيښو په اړه راپورونه ورکوي، وويل، "د ترهګرۍ د پیښو، چې داعش ترسره کړي دي او ادعا يې کړې ده، تاريخ څرګندوي چې هغه فعالین کوم چې د داعش په نګرانۍ کې په پاکستان کې فعاليت کوي، ډير زيات منظم او ژمن دي او که څه هم دوی په پاکستان کې ډير کم دي خو بيا هم دوی خپلې موخې په هرې ناوړه طريقې سره ترلاسه کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل چې د داعش پر ضد ستراتیژي زياتې همغږيزې او څو اړخیزې تګلارې ته اړتیا لري.

داور وويل: "د راجګال دره پاکول او د افغانستان د پولې په اوږدو کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو لخوا ستراتېژیکي سيمې نيول به په قبايلي سيمو کې د وسله والو د ننوتلو مخه ونيسي او هغوی به له دې منع کړي چې له ځايي ډلو سره نوي تعلقات جوړ کړي."

هغه وويل: "د سرحدونو ساتل به وسله وال په هغه سيمو کې د پټ ځايونو جوړولو نه منع کړي کومې چې مخکې سختې سيمې، د لري والي او د تګ راتګ لارو د شتون له کبله مناسب ګڼل کيدلی."

هغه وويل، د ویزې او مهاجرت پالیسي معرفي کول او د پاکستان او افغانستان پولې ته شپول لګول به د خلکو په ناقانونه توګه د داخليدو مخه ونیسي. هغه زیاته کړه، د پولې سخت امنیت به په پاکستان کې د وسله والو د پښې پیاوړي کولو مخه ونيسي.

د پاکستان پولې قوي کول

بريګيډير (ريټايرډ) سید مسعود الحسن، چې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پخواني چارواکو د ټولنې سيکريټري دی، وويل، خلکو ته د امنيت يقين ورکول چې دوی د ویرې پرته ژوند وکړي او پرمختګ وکړي، د حکومت دنده ده، او دا موخه به هغه وخت ترلاسه شي کله چې د هیواد ټول سرحدونه د ناپاکو بریدونو په وړاندې خوندي وي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د امنیتي ځواکونو هڅې او په نيشنل ايکشن پلان کې د حکومت تګلاره د ستاینې وړ ده." "خو د کمزوري سرحدونو د خونديتوب لپاره يو جامع پلان به د اورپکۍ ناسور په وړاندې زموږ ټول کوششونو ته وده ورکړي."

هغه وويل: "هغه سيمې پاکول چې د قانون د لاسرسۍ نه بهر ګڼل کيدې او دا چې وسله والو به په کې پناه اخيستله، د پام وړ برياليتوب دی چې د اشغالګرو په وړاندې به زموږ دفاع پياوړې کړي."

هغه وويل، "د بریالیتوب څخه وروسته د دې سیمو سخت څارنه او نګراني به د یاغیانو په شبکو کې ګډوډي رامنځته کړي او هغوی به د قانون حاکمیت ته د زيان رسولو نه منع کړي. دا يو تاکنيک دی چې دوی يې په ځايي خلکو کې د ويرې او ګډوډي رامنځته کولو لپاره کاروي چې خپل ناوړه پلانونه ترسره کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه له پاکستان پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه د پاک پوځ د راتلونکي پي ايم ای لانګ کورس د انټري ټسټ د تاريخونو په اړه معلومات ترلاسه کول غواړم.

ځواب

زه غواړم چې په پاک پوځ کې شامل شم ځکه چې زه غواړم چې خپل هيواد خوندي وساتم.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم، پوځ زما ژوند دی، پاکستان زما ښکلی هيواد دی زه غواړم چې په پاک پوځ کې شامل شم تل دې وي پاکستان زه د پاک پوځ لپاره دعا کوم چې تل دې وي او سوکاله دې وي.

ځواب

جناب، زه په پاک پوځ کې شاملیدل غواړم ځکه چې زه له پاک پوځ سره مينه لرم. پاکستان زنده باد

ځواب

زه به د پاکستان په پوځ کې شاملیږم. إن شاء الله. پاکستان زنده باد

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه پاک پوځ ته سلامي وړاندې کوم. الله دې په پاکستان باندې د تل لپاره رحمت نازل کړي! آمين. مونږ په پاکستان کې د پاک پوځ له کبله په آزادۍ سره ژوند کوو.

ځواب

الله دې تا د هر بد نظر نه وساتي. آمين

ځواب

الله لوی دی؛ زه غواړم چې ژر تر ژره په پاک پوځ کې شامل شم، زه غواړم چې د خپل هيواد د بشپړتیا لپاره خپل ژوند قرباني کړم؛ پکار ده چې ماته اجازه راکړل شي چې زه د پوځ یوه برخه جوړه شم چې زه د يو پاکستاني په توګه فخر وکړم. تل دې وي پاکستان ... تل دې وي د پاک پوځ.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه به ان شاء الله د پاکستان په پوځ کې شاملیږم. پاکستان زنده باد

ځواب