تروريزم

يوې غټې چاودنې د لاهور اوسيدونکي په 'صدمه' کې اخته کړل

پاکستان فارورډ

د پاکستان يو امنيتي پرسونل د اګست په ۸ مه د شپې د بمي چاودنې د ځای تحقیق کوي. په يو ټرک کې دننه يو بم د اګست په ۷ مه وچاوديدو چې دوه کسان په کې ووژل شول. [عارف علی/ای ايف پي]

د پاکستان يو امنيتي پرسونل د اګست په ۸ مه د شپې د بمي چاودنې د ځای تحقیق کوي. په يو ټرک کې دننه يو بم د اګست په ۷ مه وچاوديدو چې دوه کسان په کې ووژل شول. [عارف علی/ای ايف پي]

لاهور -- د سیمه ایزو چارواکو په وینا، په لاهور کې د دوشنبې په ورځ ( د اګست په ۷ مه) په يو ټرک کې د بم چاودلو له کبله لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او د ۳۰ نه زيات نور کسان ژوبل شول.

دغې قوي چاودنې، چې په ټول ښار کې يې غږ واوریدل شو، په آوټ پال روډ باندې يې يوه غټه کنده جوړه کړه. پولیسو وويل، نږدې ۲۰۰ ګاډي خراب شول او نږدې يو عمارت راغوزار شو.

د لاهور کمیشنر عبدالله خان سنبل ای ايف پي ته وویل، "چاودیدونکې توکي په یو ټرک کې ځای پر ځای شوي وې او دغه ټرک د ميوو نه ډک وو." هغه زياته کړه، په ۳۴ ژوبل شوي کسانو کې زياتره لاروي وو."

چارواکو د دې معلومولو لپاره څیړنې پیل کړي چې دا ټرک څنګه او کله دې سیمې ته داخل شوی وو.

ژوبل شوي قربانيان وروسته له هغې علاج ترلاسه کوي کله چې په لاهور کې د اګست په ۷ مه په يو ټرک کې بمي چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې دوه کسان ووژل شول. [عارف علی/ای ايف پي]

ژوبل شوي قربانيان وروسته له هغې علاج ترلاسه کوي کله چې په لاهور کې د اګست په ۷ مه په يو ټرک کې بمي چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې دوه کسان ووژل شول. [عارف علی/ای ايف پي]

دنيا نيوز راوپور ورکړو چې د تروریزم په وړاندې د مبارزې ادارې پرسونلو د پیښې د ځای نه ثبوتونه راټول کړل او د تحقیقاتو کمانډ یې رینجرو ته وسپارلو.

د جیو نیوز له مخې، د ژغورنې کارکوونکو د ژوبل شوي کسانو د شمېر تایید وکړو او ویې ویل چې یو مړی د نږدې کور په ملبه کې وموندل شو.

سیمه ایز هسپتالونو ژوبل شوي کسان داخل کړل او د هغوی علاج يې وکړو.

د ژغورنې د خدماتو ویاند، سجاد حسین، ای ايف پي ته وویل، لږ تر لږه درې ژوبل شوي پاکستانیان په سخت حالت کې دي.

ټرک شک رامنځته کوي

د سيمې يو اوسيدونکي، عمير خان، پاکستان فارورډ ته وويل: "زه لا تراوسه په صدمه کې اخته يم ځکه چې دا چاودنه دومره غټه وه چې شاوخوا ټوله سيمه يې ولړځوله."

هغه وويل: "زما د کور دروازې او د کړکۍ شيشې دړې وړې شوې او په ديوالونو کې چاوونه رامنځته شول." هغه زياته کړه، هغه شکر ادا کوي چې د هغه د کورنۍ ټول غړي خوندي دي."

د لومړي تحقیقاتو د راپور له مخې، په دې ټرک کې تقریبا ۱۰۰ کلوګرامه چاوديدونکی توکې موجود وې. د چاودیدونکو موادو نمونې د فورنسک ټسټونو لپاره لیږدول شوې دي.

ځايي خبریال عرفان ملک پاکستان فارورډ ته وویل: "ټرک د سوات نه زردالان راوړي ول او د درې ورځو راهیسې ولاړ وو." هغه زیاته کړه، "يو ځایي سړي د ټرک نه د راتلونکي شکمن بوی په اړه پولیسو ته راپور ورکړی وو."

د لاهور مرکزي ښار د پولیسو افسر امین تایید وکړو چې یو ځایي سړي پولیسو ته د ټرک په اړه خبر ورکړی وو او کله چې پولیس دغه ځای ته روان وو، نوچاودنه رامنځته شوه.

د پنجاب د قانون وزیر رانا ثناالله په یو بیان کې وویل چې پولیسو د چاودنې په تړاو درې تنه نیولي دي.

هغه وويل: "موږ د ټرک د ډريور او کنډکټر د رابطې نمبرونه لرو او ژر به يې معلوم کړو."

د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف د دې پیښې غندنه وکړه او اړوندو چارواکو ته یې امر وکړو چې ټول داسې اډې دې د آبادۍ د سیمو نه منتقل کړي.

په ميډيا باندې د خپور شوي بيان له مخې، هغه پولیسو ته امر وکړ چې په لاهور کې د ګاډو لټول سخت کړي.

د ټي ټي پي د بریدونو يوه لړۍ

د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو دا په وروستیو میاشتو کې په لاهور کې د څو بریدونو نه وروسته رامنځته شوه.

يوازې دوه هفتې مخکې، د جولای په ۲۴ مه، تحريک طالبان پاکستان په لاهور کې په سبزي منډۍ کې د ځانمرګي بريدمسووليت په غاړه اخيستی وو چې په دغه چاودنه کې ۲۶ کسان وژل شوي ول. د پولیسو په وینا، د بريد کونکي عمر د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو.

د اپرېل په میاشت کې، د تحریک طالبان پاکستان یو ځانمرګي برید کونکي په لاهور کې د سرشمیرنې ټیم په نښه کړو، چې لږ تر لږه ۵ کسان په کې وژل شوي ول او ۱۸ کسان ژوبل شوي ول. په دوی کې يو ماشوم هم شامل وو.

او د فبرورۍ په میاشت کې، ټی ټي پي په مال روډ باندې د ځانمرګي بريد ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۱۵ کسان، د پولیسو ۶ افسرانو په ګډون، په کې وژل شوي او ۸۷ نور ژوبل شوي ول.

د جیو نیوز له مخې، د سي ټي ډي يو وياند وويل، پولیسو په ورته وخت کې د دوشنبې په شپه په یوه پیښه کې څلور ترهګر ووژل.

دغه ویاند وویل، چې شپږ یا اوه ترهګرو ښار ته د داخليدو کوشش وکړو. هغه زیاته کړه چې د مړه شوي ترهګرو نه چاودیدونکي توکې او وسلې ترلاسه شوې.

[د لاهور نه عبدل ناصر خان په دې راپور کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما دا مقاله خوښه شوه.

ځواب