امنیت

پاکستانيان د خپلواکۍ له ورځې وړاندې د اورپکۍ کموالى لمانځوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

دوه کسان په پیښور کې د اګست په ۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د تيارۍ لپاره یو موټر سينګاروي. [اشفاق یوسفزی]

دوه کسان په پیښور کې د اګست په ۴ مه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د تيارۍ لپاره یو موټر سينګاروي. [اشفاق یوسفزی]

پیښور -- په فاټا او خیبر پښتونخواه کې د طالبانو د ماتې له کبله د زوړورتيا او خوشحالۍ احساس کولو سره، پاکستانيانو د ۱۴ اګست نه وړاندې د خپلواکۍ ورځ لمانځل شروع کړې ده.

محمد عبيد الله، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتو استاد، وويل، دا خوشحالي او د وطن پالنۍ څرګندونه په پراخه کچه د سولې د بيرته راتلو نتيجه ده.

هغه ضرب عضب عملياتو چې په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شول او رد الفساد عملياتو چې د فبرورۍ په میاشت کې پيل شول ته اشاره وکړه او پاکستان فارورډ ته يې وویل، "د وسله والو په وړاندې د پوځي کمپاین نه مخکې، وسله وال په ټول هیواد کې فعال وو او په نتیجه کې به خلک د جشن کولو پرځاى په کور کې پاتې کيدل."

هغه وويل: "دا د خلکو د لېوالتيا ثبوت دى چې ځوانان او مشران سړکونو ته راوتلي دي او د هغوی په ګاډو او موټرسايکلونو باندې ملي بيرغونه لګیدلي دي." هغه وويل، "دوی شرپسندو ته پېغام ورکوي چې دوی په یو داسې خپلواکه هېواد کې ژوند کوي کوم چې د اورپکۍ نه د [پاکستان د پوځ د هڅو له امله] خلاصې ترلاسه کړی دی."

په پېښور کې سوداګري وده کوي ځکه چې دوکانونه د اګست په ۴ مه د خپلواکۍ د ورځې ( ۱۴ اګست) لمانځلو لپاره جهنډۍ او نور یادګارونه د خرڅولو لپاره وړاندې کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

په پېښور کې سوداګري وده کوي ځکه چې دوکانونه د اګست په ۴ مه د خپلواکۍ د ورځې ( ۱۴ اګست) لمانځلو لپاره جهنډۍ او نور یادګارونه د خرڅولو لپاره وړاندې کوي. [اشفاق یوسفزۍ]

د تروریزم نه آزادي ترلاسه کول لمانځل

سعود خان، چې په شمالي وزیرستان کې د میرانشاه د هايي سکول يو طالب علم دی، وویل چې د هغه د کلي اوسيدونکي د راتلونکي جشنونو په اړه خوشحاله دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ خلک د اورپکۍ نه تنګ راغلي دي." هغوی غواړي د هغه وسله والو په ورکيدو باندې خپله خوشحالي څرګنده کړي کومو چې د هغوی ژوند د ستونزو سره مخامخ کړی وو."

هغه وويل: "وسله والو غوښتل چې موږ د هغې آزادۍ نه محرومه کړي کومه چې زموږ د پلرونو دوامداره کوششونو موږ ته راکړې وه." "هغوی ناکامه شول."

خان وويل چې شمالي وزيرستان د ترهګرو نه ډک وو خو ضرب عضب عملياتو هغوى وشړل او ډير خلک يې خوشحاله کړل.

هغه وويل: "وسله والو موږ يرغمل کړي وو." "موږ آزادي نه لرله، او موږ به د طالبانو د اجنډې سره سم ژوند کولو."

هغه زیاته کړه: "اوس موږ جواز لرو چې د خپلواکۍ ورځ ولمانځو."

يو ځايي اوسيدونکي شفيق حسين وويل، چې په کرم ايجنسۍ کې د پاړه چنار اوسيدونکو په پراخه کچه د آزادۍ د جشن لپاره تياري کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د اورپکۍ لخوا ترټولو زيات ځپل شوي یو، خو موږ د تروریزم نه نه يريږو او د ترهګرو سره د مقابلې لپاره چمتو يو."

هغه وويل، "د راتلونکې خپلواکۍ د ورځې جشنونه به هغه کسانو ته چيلنج ورکړي کومو چې غوښتل چې پاړه چنار په نسلي او فرقه ایزو لارو تقسيم کړي."

پېښور په رنګ کې ډک دی، دوکانونه د خپلواکۍ د ورځې شيان خرڅوي او سوداګري مخ په وړاندې روانه ده.

محمد جنید، چې په يونيورسټۍ روډ باندې جهنډې خرڅوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ ملي بيرغونه، ټوپۍ او بيجونه (چې جنډې لري) په هغه خريدارانو باندې خرڅوو کوم چې د خپلواکۍ ورځ لمانځل غواړي." "د نیټې رانژدې کيدو سره د خرڅولو کچه هم لوړيږي."

هغه وويل: "په عام حالاتو کې، موږ ملي بيرغونه يوازې په حکومتي ودانيو باندې وينو، خو اوس دا هرځاى ليدل کيږي."

د پاکستان راتلونکی خوندي کول

فاروق شاه، چۍ د ټانک ډسټرکټ اوسيدونکی دی، وویل: اوږد مهالې اورپکۍ د تروریزم په وړاندې د عامو خلکو حوصله پیاوړې کړې ده او خلک د خپل هیواد د دفاع لپاره متحد دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، داسې یووالی "د زياتې وطن پالنۍ یوه نښه ده." "دا زموږ دښمنانو ته روښانه پیغام ورکوي."

هغه وويل: "موږ د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښمن يو." "موږ به د خپل هیواد د ساتنې لپاره هره قرباني ورکړو."

هغه وويل، د ملت بنسټ ایښودونکي، محمد علی جناح، "د پاکستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه." موږ غواړو چې د سولې لپاره کار وکړو او د وسله والو د ناوړه پلانونو مخه ونیسو."

هغه ژمنه وکړه: "موږ به د هر هغه کوشش مخه نیسو کوم چې زمونږ هیواد ته زیان رسوي، او موږ به د دې د سرحدونو ساتنه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500