امنیت

بلوچستان د فرقه يي تاو تریخوالي پر وړاندې ګامونه پورته کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د پاکستان امنیتي پرسونل د بلوچستان صو‌بې په چوټو سړک باندې د جولای په ۱۹مه د وسله والو لخوا د بريد نه وروسته د يو ګاډي معاينه کوي چې په ګولو سوری شوی دی او د شیعه مسلمان کورنۍ سره تعلق لري. وسله والو کسانو د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل. پوليس دغه بريد يو فرقه يي برید ګڼي. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

د پاکستان امنیتي پرسونل د بلوچستان صو‌بې په چوټو سړک باندې د جولای په ۱۹مه د وسله والو لخوا د بريد نه وروسته د يو ګاډي معاينه کوي چې په ګولو سوری شوی دی او د شیعه مسلمان کورنۍ سره تعلق لري. وسله والو کسانو د يوې کورنۍ څلور غړي ووژل. پوليس دغه بريد يو فرقه يي برید ګڼي. [ايس ټي آر/ای ايف پي]

کوټه -- چارواکي وايي چې وسله وال په بلوچستان کې په ملکي وګړو او نرم اهدافو، په ځانګړي توګه د هزارې په شيعه ټولنې باندې بریدونه کوي چې فرقه يي ناکراري او نا امني رامنځته کړي.

خو د پاکستان امنیتي ځواکونه او استخباراتي ادارې بیرته جنګیږي.

علي حيدر دراني، چې په کوټه کې د استخباراتو یو سينير چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د منع شوي سازمانونو سره تړاو لرونکي وسله وال غواړي چې په بلوچستان کې نا امني رامنځته کړي، خو د فرقه يي تاوتریخوالي او ترهګرۍ د خپریدو هدف به هیڅکله ترسره نه شي."

هغه وويل: "ترهګر غواړي چې د بلوچستان له لارې د هېواد سوله له منځه يوسي." هغه زياته کړه، فرقه يي ترهګري د پاکستان د سولې موخې ته زيان رسوي.

امنیتي ځواکونه د جولای په ۱۷مه چمن ته نږدې د پاکستان - افغان پولې معاينه کوي. [عبدل غني کاکړ]

امنیتي ځواکونه د جولای په ۱۷مه چمن ته نږدې د پاکستان - افغان پولې معاينه کوي. [عبدل غني کاکړ]

هغه وويل، د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره د مبارزې توان د نه لرلو له کبله، "پاکستاني طالبان او د هغوی تش په نامه وسله والې ډلې" هڅه کوي چې په سیمه کې د فرقه ایزو وژنو په شمول د نرم هدفونو په نښه کولو سره په صوبه کې بيا راپورته شي.

دراني وويل: "امنيتي ځواکونه مناسب ګامونه پورته کوي چې د منع شوي ډلو او د هغوی د سهولت کارانو د اورپکۍ مخنيوی وکړي."

هغه د پوځ ردالفساد عملیاتو ته په اشاره سره وويل، "تر اوسه پورې، د فبرورۍ د ۲۲مې راهيسې، ۱۳ لوی [پوځي عملیات] او ۲۰۸ استخباراتي عملیات ترسره شوي دي." "زيات شمير ترهګر وژل شوي دي او د وسله والو د پټنځایونو نه د وسلو او ګوله بارودو يوه لويه زيرمه ترلاسه شوې ده."

هغه وویل: "د سولې او ثبات ټینګښت د دولت لومړۍ موخه ده." "د وسله والو پر وړاندې روان برید به د آخرنې وسله وال له منځه وړلو پورې دوام ومومي."

ترهګريز شبکې ویجاړول

په کوټه کې د تروریزم پر ضد د مبارزې ادارې یو استخباراتي چارواکی، عبدالله عمر، وویل: "موږ د جګړې په حالت کې یو، او دښمن زموږ په سیمه کې د پراکسي لوبې سره مالي مرسته کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د هزارې ټولنې په غړو باندې بریدونه زموږ د ملي سولې په وړاندې د سازش یوه برخه ده."

هغه وويل: "په بلوچستان کې د وسله والو ډلو د کمانډ او کنټرول سيسټم په پراخه توګه په صوبه کې د پلټنې او د بريدونو پر بنسټ عملياتو کې تباه شوی دی." "زموږ په سیمه کې ډیر محدود ځايي وسله وال موجود دي، او اوس دوی په ځانمرګي بریدونو باندې انحصار کوي."

هغه وويل، ځيني وسله وال ګروپونه په فرقه يي وژلو کې ښکيل دي او کوشش کوي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې سره خبرې اترې وکړي چې دوی په بلوچستان کې د داعش د مرکز جوړولو لپاره د ځواکونو سره يو ځای شي.

عمر وويل، "د وسله والو ډلو ترمنځ اړیکه ثابتوي چې ځینې وسله والې ډلې مشترک مقاصد لري؛ له همدې امله، دوی په ځينو ستر همغږيز بریدونو کې برخه اخلي." هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه به د دوی شبکې ناکامول يقيني کړي.

هغه وويل: "استخباراتي ادارې د هغه ټولو ترهګريز شبکو خلاف ګامونه پورته کوي کوم چې بهرني مالي مرستې ترلاسه کوي."

محمد نديم، چې په کوټه کې يو امنیتي شنونکی دی، وویل: "د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو ژمنه دا څرګندوي چې حکومت به په بلوچستان کې، لکه څنګه چې د هیواد په نورو برخو کې، تروریزم برداشت نه کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "بهرني ترهګریز شبکې له مخکې نه زيات فعال شوي دي چې په ناکراره بلوچستان کې د بې قانونۍ رامنځته کولو هڅه وکړي."

هغه وويل، اوس دا ډيره زياته مهمه ده چې د قانون پلي کونکو ادارو او خلکو تر منځ باور رامنځته کړی شي.

هغه وويل: "دا ډيره مهمه ده چې په بلوچستان کې د فرقه يي جګړې مخه نيولو لپاره د واقعيتونو ارزونه وکړو." "د استوګنې په سیمو کې د وسله والو پټنځایونه د خلکو د ملاتړ نه بغير له منځه وړل کيدی نه شي."

د سرحدي امنیت پیاوړتیا

په اسلام آباد کې د دفاع شنونکی جنرل (ريټايرډ) طلعت مسعود وويل، پاکستان له پکار ده چې د افغانستان او نورو ګاونډي هېوادونو سره د خپلې پولې د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کړي او د وسله والو پلانونه ناکامه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "که څه هم پاکستان لا مخکې نه د پولې د مدیریت لپاره يو جامع سیسټم جوړ کړی دی، خو د بدليدونکي حالاتو تقاضا دا ده چې د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د تګ راتګ ټولو لارو خوندي کولو لپاره نور کلک ګامونه واخيستل شي."

هغه وويل: "د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره د ټولو دولتي ادارو کارکردګي دومره اغېزمنه نه ده لکه څنګه چې پکار ده." "ترهګرو خپله ستراتیژي بدله کړې ده او له همدې امله دوی خپل اهداف بدلوي. دا ډيره مهمه ده چې د افراطي ډلو او د هغوی بهرنۍ اړیکې ختم کړل شي."

هغه وویل: "ځیني ځايي افراطي سازمانونه د خپل اهدافو ترلاسه کولو لپاره د داعش نوم کاروي."

هغه زیاته کړه: "یوازې پوځي عملیات نظرياتي او سیاسي جګړو ته د ماتې ورکولو لپاره کافي نه دي." "کورنيزه اورپکۍ د ملي امنیت لپاره ترټولو لوی ګواښ دی، او زه فکر کوم چېد عمل ملي پلان [چې په ۲۰۱۵ کال کې نافذ شو] د دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره ترټولو غوره ستراتیژي ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500