روغتیا

فاټا د يو کال نه د زیاتې مودې راهیسې د پوليو نه پاکه شوې ده

د عديل سعيد لخوا

په ۲۰۱۷ کال کې په فاټا کې د واکسین کمپاین په ترڅ کې یوه ښځینه واکسين ورکونکي په فاټا کې یو ماشوم ته د پوليو قطرې ورکوي. ښه امنيت او د روغتیا کارکونکو لخوا سخت کوششونو قبايلي سيمه د تیر کال راهیسې د پوليو نه پاکه ساتلې ده. [د فاټا د بیړني عملیاتو مرکز نه په مننه]

په ۲۰۱۷ کال کې په فاټا کې د واکسین کمپاین په ترڅ کې یوه ښځینه واکسين ورکونکي په فاټا کې یو ماشوم ته د پوليو قطرې ورکوي. ښه امنيت او د روغتیا کارکونکو لخوا سخت کوششونو قبايلي سيمه د تیر کال راهیسې د پوليو نه پاکه ساتلې ده. [د فاټا د بیړني عملیاتو مرکز نه په مننه]

پیښور -- چارواکي وايي چې فاټا د تیر کال راهیسې د پوليو نه پاکه پاتې شوې ده او دا د ترهګرو پر وړاندې د روان عملیاتو او د روغتیایی کارکونکو لپاره د ښه لاس رسۍ نتيجه ده.

د فاټا د بیړني عملیاتو مرکز تخنیکي فوکل پرسن ډاکتر نديم جان پاکستان فارورډ ته وویل، "په فاټا کې د پوليو آخرنی کيس په ۲۰۱۶ کال کې د جولای په ۲۷مه رامنځته شوی وو، او قبایلي سیمه له هغې راهيسې د پولیو کيس نه خوندي پاتې شوې ده."

هغه وويل، "دا یوه لویه لاسته راوړنه ده: يوه داسې سیمه چې په پاکستان کې د پوليو د خپریدو مرکز وو، هغه د پولیو نه پاکه شوې ده." "د دې پرمختګ کریډیټ د پاکستان امنیتي ځواکونو او د روغتیا کارکوونکو ته ځي."

هغه وویل، "پوځي عملیاتو د فاټا نه یاغیان لري کړل، چې سوله يې بیرته بحال کړه او د روغتیا کارکوونکو او واکسين ورکوونکو لپاره يې لاره هواره کړه چې په هغو سیمو کې کار وکړي کومو ته چې د قانون او نظم حالت له امله لاس رسي مشکله وه."

هغه وويل، د پوځي عملياتو نه مخکې، د پوليو واکسين ټيم توان نه لرلو چې ټولې فاټا ته ورسيږي. هغه زياته کړه، اوس هغوی کولى شي چې د قبايلي سيمو هرې يوې برخې ته ورسيږي.

جان هم په فاټا کې د پوليو د ختمولو د کارکوونکو د زړورتیا او جذبې ستاینه وکړه، کومو چې پاکستانيان د دې ناوړه ناروغۍ نه د خوندي ساتلو لپاره خپل ژوندونه له خطر سره مخامخ کړل.

هغه وويل: "فاټا د پوليو نه پاکه ساتل به پاکستان د دې ويروس نه پاک کړي او د دې خطرناک مرض په بشپړه توګه ختمولو کې به د نړيوالو هڅو ملاتړ وکړي."

پاکستان سخت کوشش کوي چې هغه خپل مقام، چې پاکستان په هغه درې هيوادونو کې شامل دی چيرته چې پوليو موجود دی، ختم کړي. نور هيوادونه افغانستان او نایجیریا دي.

د پوليو په کيسونو کې حيرانونکی کموالی

محمد رياض، چې په فاټا کې د واکسین ورکولو منيجر دی، وويل، "په ۲۰۱۴ کال کې، کله چې د پاکستان پوځ په فاټا کې د هغه ترهګرو په وړاندې ضرب عضب عملیات پيل کړل کوم چې په فاټا کې پناه اخيستله، په فاټا کې د پوليو ۱۷۹ کيسونه ثبت شوي ول، چې د تیر کال د ارقامو په پرتله ډیر لوړ وو."

رياض پاکستان فارورډ ته وويل، ډير ژر وروسته له هغې کله چې روغتيايې کارکوونکو ټولې فاټا ته لاس رسي ترلاسه کړه، په فاټا کې په ۲۰۱۵ کال کې د پوليو کيسونه شميره ۱۶ ته راټيټه شوه. په ۲۰۱۶ کال کې، یوازې دوه کسيونه ثبت شول.

په ټول پاکستان کې، په ۲۰۱۴ کال کې د پوليو ۳۰۶ کيسونه ثبت شوي ول. دا شمیر په ۲۰۱۵ کال کې ۵۴ ته او په ۲۰۱۶ کال کې ۱۹ ته راکم شو. تراوسه پورې په ۲۰۱۷ کال کې، د پوليو یوازې دوه کيسونه راپور شوي دي: یو په پنجاب کې او يو په ګلګت بلتستان کې.

هغه وويل: "په فاټا کې هره مياشت نږدې يو ميليون ماشومانو ته د پوليو واکسين ورکول کيږي."

رياض زياته کړه، کله چې خلک د دې مرض د خطرونو او د واکسين د ثابت شوي خونديتوب په اړه پوهه شول، نو وروسته له هغې ډیر لږ شمېر والدين خپلو ماشومانو ته د واکسين ورکولو نه انکار کوي.

د جنوبي وزیرستان واکسين ورکونکی چې د امنیتي اندیښنو له کبله يې د نوم نه څرګندولو غوښتنه وکړه، پاکستان فارورډ ته وویل، "د فاټا په بې ثباته سیمو کې د پوليو قطرې ورکول یو ډير خطرناک کار دی، او موږ د وطن پالنې په جذبه خپل ژوند د خطر سره مخامخ کوو."

د ۲۰۱۳ کال د دسمبر راهیسې، په پاکستان کې د پوليو نږدې ۴۰ کارکونکي او پولیس افسران وژل شوي دي، که څه هم د امنیت د ښه والي سره په ۲۰۱۶ کال کې د وژلو شمير ډير زيات کم شوی دی.

دغه واکيسن ورکونکي په ټيلي فون باندې په یوه مرکه کې وویل: "فاټا یوه سخته سیمه ده، او موږ لیرې پرتو سیمو ته ځو او په غرونو کې سفر کوو چې دا يقيني کړو چې هر يو ماشوم ته واکسين ورکړل شوي دي."

هغه وويل، "کله ناکله خلک مزاحمت کوي او [د واکسين په اړه] د خپلو تحفظاتو څرګندونه کوي، خو په سيمه کې د بااثره خلکو د مشرانو د ګډون په مرسته ... دوی خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو اجازه ورکوي."

دغه واکسین ورکونکي وویل: "د خپلو ماشومانو د خوندیتوب او روغتیا لپاره، موږ به د ټولو ستونزو او خطرونو سره خپل کار ته دوام ورکړو."

پوهاوي رامنځته کول

د فاټا د اي او سي ویاند، عقیل احمد خان، پاکستان فارورډ ته وویل، "د یونیسیف (د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق) او اي او سي په ګډه کار کړی دی چې د چاپ شویو موادو په خپرولو سره د پوليو واکسین ورکولو په اړه غلط خيالات ختم کړي. په دې کې به د فاټا مشران او په سیمه کې د جوماتونو امامان شامل کړل شي چې خلکو ته د پوليو د اغیزو په اړه د خطبو له لارې تعلیم ورکړي."

هغه وويل، دوه کتابچې تياري شوي او په بېلابېلو ژبو کې چاپ شوي دي چې خلک د پوليو واکسين د ګټو په اړه پوهه شي. یوه کتابچه د عامو پوښتنو ځواب ورکوي او دویمه کتابچه د پوليو واکسين ورکولو په برخه کې د پوهانو مذهبي فرمانونه وړاندې کوي.

د خیبر پښتونخواه ګورنر ظفر اقبال جهګړا د جولای په ۲۶ مه وویل چې د پوليو نه پاکه فاټا "یو مهم پړاو دی."

هغه د اي او سي کوآرډينيټر ډاکټر فدا محمد وزیر او د هغه ټیم ته مبارکي ورکړه چې دوی د دې هدف تر لاسه کولو لپاره کوششونه وکړل.

د ډان خبري اژانس له مخې، وزير وويل، "موږ له پکار ده چې فاټا د پوليو نه د تل لپاره پاکه ساتلو لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړو. دا ډيره زياته ممکنه خبره ده."

د ۲۰۱۷- ۱۸ د عمل ملي پلان سره سم، چارواکي د ښځینه واکسینو ټیمونه استخداموي -- چې د میندو سره د جنس د ځنډ د انديښنې پرته همکاري کوي -- او په مايکرو پلانونو باندې تمرکز کوي چې هر ماشوم ته واکسين ورکول يقيني کړي.

د ډان خبري اژانس له مخې، د واکسين ورکولو د ټيم په اړه د فاټا د واکسین پراخه پروګرام به سخت کار کولو ته دوام ورکړي چې دا سیمه د پوليو نه پاکه وساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب