روغتیا

خیبر پښتونخواه د "آيس" نشه يې توکو خلاف ګامونه پورته کوي

د عديل سعيد لخوا

يو سړی چې د آيس په نشه کې اخته دی، په پيښور کې د جولای په ۲۰ مه د دغه نشې کولو په وخت خپل مخ پټوي. د خیبرپښتونخوا حکومت د نشه یي توکو د کنټرول قوانینو ته وده ورکوي چې د مصنوعي مخدره موادو د استعمال، خرڅولو او اخيستلو مخه ونیسي. دا نشه د "میت" په نوم هم ياديږي. [عديل سعید]

يو سړی چې د آيس په نشه کې اخته دی، په پيښور کې د جولای په ۲۰ مه د دغه نشې کولو په وخت خپل مخ پټوي. د خیبرپښتونخوا حکومت د نشه یي توکو د کنټرول قوانینو ته وده ورکوي چې د مصنوعي مخدره موادو د استعمال، خرڅولو او اخيستلو مخه ونیسي. دا نشه د "میت" په نوم هم ياديږي. [عديل سعید]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه چارواکو پریکړه کړې چې د ميتهم فیټامين، چې د "شيشې" او يا د "آيس" په نوم هم ياديږي، د استعمال، خرڅولو او اخيستلو مخه نيولو لپاره د مخدره توکو د کنټرول پالیسي نافذه کړي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامې روغتیا وزیر، شاه فرمان ژورنالستانو ته د جولای په ۱۱مه وويل، "حکومت د دې نوي ډول نشې کارولو په اړه ډير اندیښمن دی، په ځانګړي توګه چې ځوانان يې کاروي، او غواړي... چې خلک د دې نه وساتي."

هغه وويل: "له بده مرغه، ځوان نسل د آيس استعمال د فيشن په توګه کوي او دوی نه پوهيږي چې دا په دماغ او روغتيا څومره ناوړه اغيز لري."

هغه زياته کړه، چې حکومت غواړي چې د دې روږدي کوونکي او زيانمن توکو د خپريدو مخه نيولو لپاره يو قانون منظور کړي. دا قانون به د نشه يي توکو د کنټرولولو په موجوده قانون کې کمزورۍ ختمې کړي.

لکه څنګه چې آيس يو کیمیاوي نشه ده او په موجوده قانون کې د دې ذکر نشته ، نو پولیس په قانوني توګه په عدالت کې دې ته نشه نه شي ویلی.

فرمان وويل، "د خیبرپښتونخوا حکومت به ژر په صوبايي اسمبلۍ کې د آيس کارولو، خرڅولو او اخيستلو باندې په مستقيمه توګه د بنديز لګولو لپاره یو بل وړاندې کړي."

'آيس' په چټکۍ سره خپريږي

ډاکټر خالد مفتي، چې په پیښور کې د نفسياتو ډاکټر دی، وویل، ميتهم فیټامين، میت یا آيس یوه مصنوعي نشه ده چې په سپین کرسټل شکل کې موندل کيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "میت يوه ډيره روږدي کوونکي نشه ده او د نورو مخدره توکو، د هیروینو په ګډون، په پرتله ډیره زياته خطرناکه ده."

په عمومي ډول نشه يي کسان ميت "څکي، په پوزه یې راکاږي او يا يې ځان ته د انجکشن په ذريعه وهي." "دغه نشه کاروونکي د څو ګهنټو لپاره ډير زيات فعال ساتي."

د خیبر پښتونخوا د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ادارې ویاند، ميجر محمد عارف، وویل: "د آيس لعنت ډیر په چټکۍ سره خپريږي، او د ځوان هلکانو نه علاوه، حتی جينکۍ د دې ښکار کیږي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د بل وړاندې کولولو پریکړه د ستاینې وړ ده." "د مناسب قانون د نشتوالي له امله، د قانون پلي کونکي ادارې د [خرڅونکو او کاروونکو] په نیولو او د هغوی خلاف کيسونو درج کولو کې د ستونزو سره مخامخ دي."

هغه په دې ټینګار وکړو چې ولې ځوانان، په ځانګړي توګه تعلیم يافته ځوانان، په دې نشه کې دومره ډيره زياته دلچسپي اخلي.

هغه وويل: "زه نه پوهيږم چې ولې خلک [آيس] ته پام کوي، کوم چې د کاروونکو په دماغ او روغتيا باندې جدي اغېز لري."

د آيس کارونکو د مور او پلار لپاره يو اميد

د خیبرپښتونخوا حکومت دا پریکړه د محمد ظهور لپاره د خوشحالۍ خبر دی. محمد ظهور په پيښور کې يو استاد دی چې د هغه دوه ځوان زامن په آيس نشه اخته شوي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا زما لپاره ښه خبر دی ځکه زه به هر ځای ته تلم او متعلقه چارواکو ته به مې درخواستونه کول چې زموږ په سیمه کې بریدونه ترسره کړي، چیرته چې ډیر زيات ځوانان په دې نشه اخته شوي دي."

ظهور وويل، هغه او د هغه مېرمن ډير زيات فعال دي چې د دې ستونزې په اړه پوهاوي رامنځته کړي او د نشه يي توکو سوداګرو په اړه چارواکو ته رپوټ ورکړي، چې نور بې ګناه ځوانان، لکه د هغوی د زامنو په څېر، آيس وانه اخلي.

ظهور وويل: "دغه نشې زما زامن جسماني کمزوري کړي، په ذهني توګه یې خراب کړي او زيات غصه ناک کړي یې دي."

هغه وويل، "ځکه چې موږ مور او پلار یو، دا زمونږ لپاره ډير ستونزمن کار دی چې خپل دوه زامن په وژونکي نشه کې اخته وينو." "خو د خیبرپښتونخوا د حکومت پریکړې زموږ لپاره يو اميد رامنځته کړی دی."

د نشه ايز کسانو لپاره مرسته

عبدل جلال، چې آيس نشه کوي او په پیښور کې د رشيد آباد اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "کله چې ما په لومړي ځل د آيس نشه استعال کړه، نو ما په خپل بدن کې سخته ګرمي محسوس کړه، چې زه یې د يخو اوبو په يو شمير ګلاسونو څکولو باندې مجبوره کړم."

عبدل جلال وويل، هغه د څو ورځو لپاره خوب ونه کړو او د خارښ له کبله هغه د ډاکتر سره ليدنه وکړه. ډاکټر هغه ته د آرام ګولۍ ورکړې.

خو هغه اوس هم په دغه نشه کې اخته دی.

هغه وويل، آيس په رشيد آباد او نږدې سنګو ګړهۍ کې په اسانۍ سره ميلاويږي. د ۱ ګرام آيس بيه د ۱،۲۰۰ روپو (۱۱ امريکايي ډالرو) نه ۳،۰۰۰ روپو (۲۸ امريکايي ډالرو) پورې ده.

هغه وويل، "[بیه] په معيار باندې منحصره ده ... او ډیر کارونکي ارزان آيس خلي، کوم چې کم معيار لري او زیانمن وي."

د ای اين ايف اسسټنټ ډايريکټر محمد عامر وويل، د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو د ادارې دفتر د ۲۰۱۳ کال د مطالعې له مخې، د خیبرپښتونخوا نږدې ٪۱۱ آبادي په نشه کې اخته ده. هغه زياته کړه چې په دې شمیره کې سګرټ، چرس او نور مخدره مواد شامل دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، که څه هم حکومت په خاصه توګه د میت د کاروونکو شمير نه لري، خو د آيس استعمال په چټکۍ سره وده کوي.

پوهاوي رامنځته کول، بيابحالي چمتو کول

د دوست ويلفير فاونډيشن د مخدره موادو د ضرورت او د خطر کمولو پروجيکټ منيجر طارق حیات وویل، د خیبرپښتونخوا اقدام، چې د نشه یي توکو په وړاندې قانون سخت کړي، د ستاينې وړ دی. دوست ويلفير فاونډيشن په پيښور کې يو غیر انتفاعي تنظيم دی چې د کوڅې د ماشومانو، د نشه يي کسانو، بې وزلو ښځو، بندیانو او ځوانانو لپاره کار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "قانوني کمزورۍ د قانون پلي کونکو ادارو د مناسب ګام اخيستلو په لاره کې يو لوی خنډ وو او د مجرمانو ساتنه يې کوله."

هغه زياته کړه: "د آيس کارولو شمېر په پاکستان کې او په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې په خطرناکه توګه او چټکۍ سره زياتيږي." هغه زياته کړه، دوست ويلفير فاونډيشن د نشه يې کسانو په بيا رغونه کې مرسته کوي او په ځينې ورځو کې د ۴۰ نه زيات مريضان ترلاسه کوي.

هغه وويل، زده کوونکي د امتحان لپاره د تيارۍ په وخت کې د آيس استعمال کولی شي ځکه چې دا نشه هغوی د څو ورځو لپاره ويښ ساتي.

ای اين ايف په يونيورسټو او کالجونو کې د سیمینارونو او لیکچرونو انتظام کوي چې زده کونکو ته د هغوی په ژوند باندې د آيس د اثراتو په اړه تعليم ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د سوشل ويلفير ډپارټمنټ ډايريکټر، محمد نعيم خان وويل، "خيبر پښتونخوا جدي کوششونه کوي چې د نشه يې توکو خطر ختم کړي، او د دې مقصد لپاره يې دوست ويلفير فاونډيشن ته ۱۵۰ ميليونه روپۍ (۱.۴ ملیونه امريکايي ډالره) ورکړي دي."

هغه وويل، تر اوسه پورې، په پېښور کې د نشه يي توکو د رغاونې پنځه مرکزونه جوړ شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما خاوند د آيس په نشه اخته دی ايا تاسو له ما سره د هسپتال پته او د اړيکو شميره شريکولی شئ

ځواب

زه د آيس نه بغير ژوند نه شم کولی... زه له دې سره مينه لرم

ځواب

پکار ده چې د مخدره موادو په ټولو پیرودونکو او خرڅونکو د تروریزم قانون تر لاندې مقدمه وکړل شي او د دې د خپریدو د مخنيوي لپاره هغوی ته سخته سزا ورکړل شي.

ځواب

پکار ده چې په زور د دې مخه ونيول شي

ځواب

په پيښور کې خیبر سپر مارکیټ د نشه یي توکو د کارونکو نه ډک دی. آيا تاسو کولی شئ چې دا سیمه پاکه کړئ؟ د دې به ډیره ستاینه وشي. که د دې مسلې په اړه تاسو هر ډول مرستې ته اړتیا لرئ نو زه به ډير خوشحاله شم چې ستاسو سره مرسته وکړم.

ځواب

د خیبرپښتونخوا حکومت باید یو بل تصويب کړي چې په هغې کې د آيس نشې سوداګرانو ته د مرګ سزا یا د ټول عمر قيد سزا ورکړی شي. پکار ده چې دوی معاف نه کړی شي. د خیبرپښتونخوا حکومت له پکار ده چې زمونږ د ځوانانو او ټولنې د راتلونکي خوندي کولو لپاره سخت ګامونه پورته کړي.

ځواب

ميتهم فیټامين یا آيس یوه کيماوي ماده ده. خو دا وخت دی چې په خيبر پښتونخوا صوبه کې د کنټرول او مقرراتو يو ميکانيزم/ اداره معرفي کړو، ځکه چې دغه ورته کیمیاوي مواد په مختلفو کيمیکلو او د دوايانو په فيکټرو کې د مختلفو ضروري قانوني شيانو جوړولو لپاره د خام مال په توګه استعماليږي. د دې کيمياوي موادو د وجې نه دا چیلنج رامنځته شوی چې د نشه یي توکو د جوړولو او پټولو مخنیوی وکړل شي. له دې امله، پکار ده چې ټول همکاران په اعتماد کې واخيستل شي چې يوه ډيره ښه همغږيزه پاليسي جوړه کړو. ( د ډسټرکټ د مالیې او د مخدره موادو کنټرول افسر)

ځواب