ټاکني

د تيلو پخوانی وزير عباسي د پاکستان لنډ مهاله وزير اعظم وټاکل شو

سلام ټايمز

شاهد خاقان عباسي، چې د پاکستان د پټرولیم او طبیعی زیرمو پخوانې وزیر دۍ، د اګست په لومړۍ نيټه په اسلام آباد کې پارلمنټ هاوس ته راځي چې د لنډ مهاله وزیر اعظم لپاره په انتخاباتو کې ووټ واچوي. عباسي د ۳۴۲ غړو په قومي اسمبلۍ کې ۲۲۱ ووټونه وګټل. [عامر قريشي / ای ايف پي]

شاهد خاقان عباسي، چې د پاکستان د پټرولیم او طبیعی زیرمو پخوانې وزیر دۍ، د اګست په لومړۍ نيټه په اسلام آباد کې پارلمنټ هاوس ته راځي چې د لنډ مهاله وزیر اعظم لپاره په انتخاباتو کې ووټ واچوي. عباسي د ۳۴۲ غړو په قومي اسمبلۍ کې ۲۲۱ ووټونه وګټل. [عامر قريشي / ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان پارلیمنټ د تیلو پخواني وزیر شاهد خاقان عباسي د سه شنبې په ورځ ( د اګست په لومړۍ نيټه) د لنډ مهاله وزيراعظم په توګه درې ورځې وروسته له هغې منتخب کړو کله چې ميا محمد نواز شریف د سپريم کورټ لخوا نا اهل وګرځول شو.

سپيکر سردار اياز صادق اعلان وکړو، عباسي، چې د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند وټاکلو، د ۳۴۲ غړو په قومي اسمبلۍ کې ۲۲۱ ووټونه وګټل.

د پاکستان د آيين له مخې، د وزير اعظم د عهدې لپاره يو اميدوار ته په قومي اسمبلۍ، د پارلیمنټ ايوان زيرين، کې اکثريت ترلاسه کول ضروري وي.

کله چې هغه د سه شنبې په ورځ حلف واخلي، نو تمه کيږي چې عباسي به د نواز شریف د کشر ورور شهباز شریف لپاره د ځای ساتلو په توګه د هیواد د ستر دفتر خدمت وکړي. شهباز شريف د دې هفتې په پای کې د هغه د جانشین په توګه وټاکل شو.

شهباز شريف، چې د پنجاب صوبې وزیر اعلی دی، له پکار ده چې د پارلیمنټ د غړي جوړیدو لپاره لومړی هغه سیټ وګټي کوم چې د هغه مشر ورور خالي پاتې کړی دی.

عباسي، چې یو سوداګر او اليکټريکل انجنیر دی، د ۲۰۱۳ کال راهیسې د پټرولیم او طبیعي زیرمو وزیر پاتې شوی دی او د راولپنډی ډسټرکټ نه شپږ ځله د قومي اسبملۍ لپاره ټاکل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه ګام

ځواب

سمه پریکړه

ځواب

ډیر ښه

ځواب

ډیر ښه

ځواب

پاکستان د ادب له لارې د تروريزم سره مبارزه کوي. د پاکستان کيبنټ د خيبر پښتونخوا سره د فاټا د يو ځای کيدو منظوري ورکوي.

ځواب

د زما خوښ دی .... ځکه ما د دې انتخاب وکړو...

ځواب

ښه ګام

ځواب