جرم او انصاف

په پاکستان کې د 'انتقامي زنا' په کيس کې کسان ونیول شول

ای ايف پي

یو پاکستانی سړی هغه کور ته اشاره کوي چيرته چې د يوې ۱۶ کلنه جينۍ سره د مظفر آباد په ملتان ښار کې د جولای په ۲۶مه زنا وکړل شوه. پوليسو وويل، چې د سیمه ایزې جرګې غړي له دې امله نيول شوي دي چې دوی د زنا د سزا په توګه د جينۍ سره د جبري زنا کولو امر کړی وو که څه هم زنا د هغی ورور کړې وه. [ایس ایس مرزا / ای ايف پي]

یو پاکستانی سړی هغه کور ته اشاره کوي چيرته چې د يوې ۱۶ کلنه جينۍ سره د مظفر آباد په ملتان ښار کې د جولای په ۲۶مه زنا وکړل شوه. پوليسو وويل، چې د سیمه ایزې جرګې غړي له دې امله نيول شوي دي چې دوی د زنا د سزا په توګه د جينۍ سره د جبري زنا کولو امر کړی وو که څه هم زنا د هغی ورور کړې وه. [ایس ایس مرزا / ای ايف پي]

ملتان -- پاکستاني پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۲۷ مه) څلور تنه هغه کسان ونیول کوم چې د یوې ځوانې جينۍ په جبري زنا کې لاس لرلو. هغی ته دا سزا د هغې د ورور د جرم د سزا په توګه ورکړل شوه.

د پولیسو سرچینې تائید وکړو چې د حاليه نيول شوي کسانو، چې په هغوی کې هغه کسان شامل دي کومو چې قصداً د "انتقامي زنا" امر کړې وو، شمير ۱۸ دی.

د پنجاب صوبې په ملتان کې يوې جرګې په قصدي توګه د ۱۶ کالو د جينۍ سره د جبري زنا کولو امر وروسته له هغی ورکړو کله چې د هغې ورور د ۱۲ کالو جينۍ سره زنا وکړه.

د محمد بلال، ۲۵ کلن، د کورنۍ غړو ای ايف پي ته وویل، کله چې دوی د لومړۍ زنا په اړه واوريدل -- چې په تيره شوې هفته کې ترسره شوی وه -- نو هغوی د ۱۲ کالو جينۍ کورته د بخښنې لپاره لاړل.

هغه وويل: "د هغوى مېرمنو چيغې وهل پيل کړل، او د هغوى سړو زموږ نه غوښتنه وکړه چې لومړی دې د عمر خور [۱۶ کلنه جينۍ] راولي، نو بيا به هغوی د دې په اړه خبرې وکړي."

هغه وويل: "خو کله چې موږ د جينۍ سره راستانه شو، نو نارينه او شورا پرېکړه وکړه چې ورته عمل به د جينۍ سره وشي." "موږ څه کولی شو؟ زموږ په کلي کې شخړې په داسې توګه حل کيږي."

دواړه جينکۍ اوس په دارلامان کې پاتې کيږي او دوی به د پنجاب وزير اعلی شهباز شریف، د وزيراعظم ورور، سره د پنجشنبې په ورځ کتنه کوي.

د پاکستان سپريم کورټ هم د تحقیقاتو امر ورکړی دی.

جرګې، د کلي شوراګاني چې په محلي مشرانو مشتمل وي، د پاکستان په کلیوالو سیمو کې د شخړو حل کولو لپاره روايتي وسیلې دی، چیرې چې عدالتونو او وکيلانو ته هميشه لاسرسی ممکنه نه وي او یا په هغوی باندې خلک باور نه لري.

داسې شوراګانې غیرقانوني دي او د متنازعه پریکړو، په ځانګړې توګه د ښځو په اړه، له کبله د دې کلکه غندنه شوې ده.

سيد محمد آمين، ۴۵ کلن، د جرګې غړی، چې اوس د پولیسو په توقیف کې دی، وويل، "مونږ چې څه وکړل غلط وو، خو داسې دلته کيږي." "موږ بخښنه غواړو، او موږ ژمن یو چې بیا به داسې نه کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د پاکستان حکومت یا قاضیانو لږ غوندې غيرت لرلې، نو دوی به دا ډول ناوړه پریکړه کونکي ټوټې ټوټې کړي وې او هغوی به يې سپو ته اچولې وې. زه د پاکستان د حکومت او قاضیانو څخه غواړم چې د پاکستان څخه دغه ډول ککړ او بې ډبه خلک له منځه یوسي.

ځواب