تروريزم

په لاهور کې د ځانمرګي برید نه وروسته په پاکستان کې د طالبانو په وړاندې د خلکو غصه زياتيږي

پاکستان فارورډ

په پاکستان کې د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۲۵مه) د خلکو غصه هغه وخت زياته شوه کله چې په لاهور کې د ځانمرګي برید کونکي لخوا د ۲۶ وژل شوي کسانو غمژن خپلوانو يوه ورځ مخکې خپل عزيزان دفن کړل او د حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د برید پلان جوړونکو ته په ډاګه پهانسي ورکړي. [فیصل ستي/ ای ايف پي ټي وي/ ای اېف پي]

لاهور -- په پاکستان کې د سه شنبې په ورځ ( د جولای په ۲۵مه) د خلکو غصه هغه وخت زياته شوه کله چې په لاهور کې د ځانمرګي برید کونکي لخوا د ۲۶ وژل شوي کسانو غمژن خپلوانو يوه ورځ مخکې خپل عزيزان دفن کړل او د حکومت نه يې غوښتنه وکړه چې د برید پلان جوړونکو ته په ډاګه پهانسي ورکړي.

د منع شوي تحریک طالبان پاکستان ډلې د رسنیو په پیغام کې د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیستو او ویې وويل چې ځانمرګی برید کونکی د سوات نه راغلی وو.

د ګڼې ګوڼې په دغ مشرقي ښار کې کورنيو او اوسیدونکو د جنازې په لمونځونو کې ګډون وکړو او د ګامونو اخيستلو يې غوښتنه وکړه. د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف -- د وزير اعظم نواز شریف ورور -- په هسپتال کې د بچ پاتې شوي کسانو سره لیدنه وکړه.

حفیظ نصیر الدین، چې تره یې پولیس وو او په دې چاودنه کې ووژأ شو، ای ايف پي ته وویل: "موږ د پاکستان له دولت څخه غوښتنه کوو چې هغه کسانو ته په ډاګه پهانسي ورکړي کوم چې په دې پیښه کې ښکیل دي او کومو چې په دې بريد کې مرسته کړې ده."

د ريسکيو کارکونکي او د لاهور اوسيدونکي د جولاى په ۲۴ مه د ځانمرګي بريد نه وروسته ټپي شوي کسان وړي. [عبدل ناصر خان]

د ريسکيو کارکونکي او د لاهور اوسيدونکي د جولاى په ۲۴ مه د ځانمرګي بريد نه وروسته ټپي شوي کسان وړي. [عبدل ناصر خان]

د ريسکيو کارکونکي او پوليس د جولای په ۲۴ مه په لاهور کې د چاودنې ځای ته راټوليږي. [عبدل ناصر خان]

د ريسکيو کارکونکي او پوليس د جولای په ۲۴ مه په لاهور کې د چاودنې ځای ته راټوليږي. [عبدل ناصر خان]

شیخ رضوان، يو ځايي اوسيدونکی چې د ځینو قربانیانو د جنازې په لمانځه کې یې ګډون وکړو، زیاته کړه: "موږ دلته ډير په خفګان سره راغلي يو."

هغه وويل، "پرون دلته شپږویشت کسان شهیدان شول. زه له خپل حکومت څخه غوښتنه کوم چې مهرباني وکړئ دا ترهګر په بشپړه توګه ختم کړئ چې زموږ هیواد پرمختګ وکړي."

دغه قوي چاودنې د دوشنبې په ورځ د لاهور په سویلي برخې کې په يو لوی سړک باندې سبزي منډي په نښه کړه او د نږدې ودانیو کړکۍ يې ماتې کړې.

عيني شاهد امجد پاکستان فارورډ ته وویل، "زه په يو پل باندې وم چې ما يو ډير لوی اواز واوريدو." "کله چې زه دغه ځای ته ورسيدم، نو ما په سړک باندې ډیر خلک پراته وموندل."

هغه د بچ پاتې شوي کسانو په اړه وويل: "موږ يو شمېر کسان هسپتال ته ولېږدول."

د پنجاب د پولیسو د تروریزم ضد ادارې ویاند وویل، چې په برید کې وژل شوي کسان زياتره پولیس ول کومو چې په فیروز پور سړک باندې غیرقانوني سټالونه لري کول. هغه زياته کړه چې ۵۴ ژوبل شوي کسان په هسپتال کې داخل شول.

پولیسو وویل، چې د بريد کونکي عمر د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ وو، او هغه ځانمرګي واسکټ چې هغه استعمال کړو، ۱۲ کلوګرامه وزن لرلو. دغه واسکټ د بال بیرنګونو نه ډک وو.

د صوبې د قانون وزیر رانا ثناء الله له مخې، د پولیسو افسران په واضحه توګه هدف وو.

د لومړني معلوماتو راپور، چې د پنجاب سي ټي ډي ادارې ته جمع کړی شو له مخې، "درې ترهګر ... مارکيټ ته ننوتل." "دوه تنو دریم کس د پولیسو په لور واستولو."

پولیس د دغو دوو سهولت کارانو په لټه کې دي.

غندنې

دیني او سیاسي ليډرشپ د دغه برید غندنه وکړه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر وویل، د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه د قربانیانو کورنیو سره د خپل خفګان څرګندونه وکړه او پوځ ته یې د ژغورنې او د مرستې د هڅو امر وکړو.

شهباز شریف دغه بريد د بې غيرتۍ او ترهګرۍ يو عمل وګڼلو. هغه ژمنه وکړه چې هغه به ترهغې ارام ونه مومي تر څو چې تروریزم ختم نه کړي او د پولیسو د قربانو د بدلې اخیستلو ژمنه یې وکړه.

د صدر ممنون حسين، وزير اعظم ميا محمد نواز شريف، پخواني صدر آصف علي زرداري، عالم طاهر القادري او د جمعيت علماء اسلام (فضل) په ګډون نورو مشرانو د دغه ظلم غندنه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دوو ورځو ماتم اعلان وکړو او د خپلې پارټۍ ټول فعاليتونه یې معطل کړل.

لارهور په پاکستان کې د افراطیت په وړاندې د يوې عشرې نه زیات اوږد مهاله مبارزه کې په نښه شوی دی، خو په وروستیو کلونو کې دا بريدونه کم شوي دي.

په دې وروستيو بریدونه کې هغه يوه ځانمرګي چاودنه شامله ده کوم چې د اپریل په میاشت کې د سرشمیرنې ټیم په نښه کړو، چې پنځه کسان په کې ووژل شو او يوه بله چاودنه چې د فبرورۍ په میاشت کې رامنځته شوه او ۱۵ تنه په کې مړه شول.

يوه بله ځانمرګي چاودنه چې د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې په ګلشن اقبال پارک کې د ايسټر سنډی په موقع رامنځته شوه او د ۷۰ نه زیات کسان په کې ووژل شول.

[عبدل ناصر خان د لاهور نه په دې راپور کې مرسته وکړه]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب

ډیر ښه

ځواب

ما ته ويډيو وښایئ

ځواب